1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

پر بګرام پوځي اډې راکټي بریدونه شوي

۱۳۹۹ فروردین ۲۱, پنجشنبه

چارواکو ویلي دي چې د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر تر ټولو سترې پوځي اډې بګرام باندې پنځه راکیټونه توغول شوي چې په خبره یې تلفات نه لري. داعش د دې برید مسوولیت منلی دی.

Afghanistan NATO Operation Resolute Support
انځور: picture-alliance/ZumaPress

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وویل چې نن سهار د بګرام پر پوځي اډې پنځه راکیټونه توغول شوي دي چې په خبره یې زیان نه لري.

پر بګرام پوځي اډې چیرته چې ګڼ شمیر بهرني پوځیان میشت دي، دغه راکیټي بریدونه د طالبانو او امریکایانو ترمنځ تر شوي توافق څو اونۍ وروسته ترسره کیږي. تر دې مخکې پر یادې پوځي اډې باندې طالبانو هم څو ځله راکیټي بریدونه کړي دي، خو داځل داعش د دغو بریدونو مسولیت منلی دی.

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه ټویټري پیغام کې لیکلي: «نن سهار وختي د بګرام پر پوځي اډې باندې پنځه راکیټونه توغول شوي دي.» په دغه پیغام کې زیاته شوي چې یاد راکیټونه زیان نه لري.

داعش ډلې پر ټولنیزو رسنیو باندې په خپله خپره شوې خبرپاڼه کې د یاد برید پر مسولیت منلو سربیره ویلي دي چې د دوی جنګیالیو په بګرام پوځي اډه کې د چورلکو د کوزیدو یو میدان په نخښه کړی دی.

د طالبانو یوه ویاند بیا په یوه ټویټري پیغام کې د دې برید مسئولیت رد کړی دی.

دغه برید داسې مهال کیږي چې څو ورځې وړاندې د افغانستان ملي امنیت ادارې د داعش د خراسان څانګې د مشر او یو شمیر نورو مهمو قوماندانانو د نیولو خبر ورکړ. سربیره پر دې، یاد برید د افغانستان د حکومت له لوري د طالب زندانیانو تر ازادیدو یوازې یوه ورځ وروسته شوی دی.

ملي امنیت د داعش د خراسان څانګې مشر او یو شمیر قوماندان نیولي دي. انځور: Nationale Sicherheitsbehörde Afghanistan

د افغانستان حکومت پرون د چهارشنبې په ورځ، د امریکا او طالبانو د شوي تړون له مخې، د طالبانو سل تنه زندانیان له بند څخه آزاد کړل. سربیره پردې، رپوټونه کاږي چې افغان حکومت غواړي نن هم د طالبانو شاوخوا ۱۰۰ تنه زندانیان بګرام ته څیرمه له یوه زندان څخه آزاد کړي. 

د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د افغانستان د سولې د توافق پر اساس، افغان حکومت اړ دی چې د طالبانو ۵۰۰۰ تنه زندانیان آزاد کړي او په بدل کې یې بیا طالبان ۱۰۰۰ تنه حکومتي سرتیري آزادوي.

د شوي تړون پر اساس، د زندانیانو تر تبادلې وروسته به د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ بین الافغاني مذاکرات پیل شي، داسې یو کار چې له وړاندې نه له ستونزو او کړاونو سره مخ دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب