1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر خارکیف باندي د روسیې هوايي برید ۴ کسان وژلي دي

۱۴۰۳ آبان ۸, سه‌شنبه

د روسیې پوځ یوار بیا په شپه کي پر اوکراین باندي د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په واسطه بریدونه وکړل چي په نتیجه کي یې ۴ کسان وژل سوي دي.

Ukraine Charkiw | Zerstörtes Derschprom-Gebäude nach russischem Angriff
انځور: George Ivanchenko/AA/picture alliance

د اوکراین په ختیځ کي پروت ستر ښار خارکیف باندي د روسي توغندیو د برید په نتیجه کي ۴ کسان وژل سوي دي. د نوموړي ښار ښاروال ایهور تیریخوف، د تیلگرام له لاري خبر ورکړی دی، چي د وژل سوو کسانو جسدونه د ژغورونکې عملې له خوا د ویجاړسوو کورونو په خرابیو کي موندل سوي دي. نوموړي په شپه کي تر بریدونو وروسته، له څلورو ویجاړو سوو او ۱۹ زیانمن سوو ودانیو څخه خبره وکړه.

دغه ښار چي له روسیې سره په سرحد کي پروت دی، د دوشنبې په ماښام لا د روسیې له خوا د لنډ واټن ویشتونکو بمونو د برید هدف گرځیدلی.

د دغه برید په نتیجه کي د دیرشپروم تاریخي ودانۍ هم زیانمنه سوې ده چي په پخواني شوروي اتحاد کي یوه له لوړپوړو ودانیو څخه شمیرل کیده. همدارنگه نهه کسان ټپیان سوي هم دي.

روسیه په نوموړي گاونډي هیواد کي له څه د پاسه دوه نیو کلونو راهیسي جگړه پرمخ بیايي. د اوکراین په پایتخت کیف کي د روسۍ ویشتل سوي بې پیلوټه جنگي الوتکې ټوټو د دوشنبې په ماښام کوچنۍ اورلگیدنې رامنځته کړې.

د چارواکو په حواله پنځه کسان ټپیان سوي دي. د اوکراین په جنوب کي پروت صنعتي ښار کریوي ریح کي هم يو کس د یوه توغندي د برید په نتیجه کي وژل سوی او ۱۴ نور ټپیان سوي دي.

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب