1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر خواله رسنیو د « متحد افغانستان » کمپاین ته غبرګونونه

۱۴۰۱ مهر ۲۰, چهارشنبه

پر خواله رسنیو په ځانګړي ډول ټویټر د UnitedAfghanistan په نوم هشټګ پیل شوی، چې ملاتړو او مخالفینو یې ورته غبرګونه ښودلي دي. تر اوسه نه ده مالومه، چې کمپاین چا پیل کړی؛ خو له پیل وروسته پکې طالب چارواکیو پراخ ګډون وکړ.

Logo von Twitter ist auf einem Smartphone
انځور: Jakub Porzycki/NurPhoto/picture alliance

پر خواله رسنیو په ځانګړي ډول ټویټر له تېرو دوو ورځو راهیسې د UnitedAfghanistan په نوم هشټګ پیل شوی، چې ملاتړو او مخالفینو یې ورته غبرګونه ښودلي دي. تر اوسه نه ده مالومه، چې متحد افغانستان کمپاین چا پیل کړی؛ خو له پیل وروسته پکې طالب چارواکیو او د دغې ډلې د حکومت ملاتړو پراخ ګډون وکړ.

اوس مهال دغه هشټګ نیږدې دوه سوه زره کسانو خپور کړی او لا یې خپرول دوام لري. افغانستان کې د طالبانو د حکومت لوړپوړو چارواکیو لکه ذبېح الله مجاهد، سهیل شاهین او ګڼو نورو په ګډون د دغې ډلې ملاتړو، عامو افغانانو، لیکوالو، ټولنیز فعالانو، بهرمیشتو افغانانو او مېرمنو د دغه کمپاین ملتیا کړې او لیکلي یې دي، چې: «له بحرانه د افغانستان د وتلو یواځینۍ لاره یووالی او اتفاق دی.»

متحد افغانستان کمپاین د «هزاره ګانو د نسل وژنه بنده کړئ» په نوم له یوه هشټګ چې میلیونونو کسانو پکې برخه لرله، وروسته پیل شوی دی. پر خواله رسنیو یو شمېر افغانانو لیکلي، چې د متحد افغانستان کمپاین طالبانو د هزاره د نسل وژنې بندولو د کمپاین پر ضد پیل کړی دی.

د افغانستان د پرځول شوي جمهوري دولت لومړي مرستیال سرور دانش پر خپل ټویټر لیکلي: «افغانستان کې چې هر چا د عدالت غوښتنې غږ پورته کړی، د ملي یووالي پر ضد بلل شوی. دا په زړه پورې ده، چې نن سبا یو مستبد رژیم د متحد افغانستان او ملي یووالي خبرې کوي.»

د ټولنیزو رسنیو ډیری کاروونکو دا هم لیکي چې متحد افغانستان کمپاین یې وروسته له هغه پیل کړ، چې کله بهرنیو هېوادونو کې د لاریونونو پر مهال د افغانستان د ملي بیرغ پر ځای نور بیرغونه پورته کړای شول.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل