«پر خوست د ډيورنډ له ها غاړي توغندي توغول شوي»
۱۳۹۴ فروردین ۶, پنجشنبه د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ دويچه ويله پښتو ويب پاڼې ته وويل، چي د پنجشبنې په شپه شاوخوا نهه نيمي بجې د دغه ولایت پر علي شېر(تيريزيو) ولسوالۍ د ډيورند له هاغاړي توغندي توغول شوي دي چي مرگ ژوله ئې هم لرله.
د هغه په خبره پر سرحدي سيمو ببرک تاڼه او چرگوټي ١٥ توغندي ويشتل شوي دي. ځدراڼ وايي: «په چرګوټي کې اته توغندي لګېدلي دي، څه تلفات نه لري، په ببرک تاڼه کې توغندي پر درو کورونو لګېدلي دي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٥ وګړي وژل شوي او لس نور ټپيان دي.»
مبارز ځدراڼ زياته کړه چې دا توغندي د ډيورنډ کرښي له هاغاړي را توغول شوي دي، خو نه پوهيږي چې دا کار به وسله والو مخالفانو کړى وي او که د پاکستان پوځ؟ هغه وويل په دې اړه به نور جزئيات تر څېړنو وروسته وړاندي کړي.
د خوست امنيه قوماندان جنرال فيض الله غيرت هم دا پېښه تائيدوي، خو په اړه يې رسنيو ته معلومات نه ورکوي.
که دا خبره معلومه شې چې توغندي د ډيورنډ کرښي له هاغاړي پر افغانستان باندي توغول شوي دي، نو دا به په ۲۰۱۵م کال کې لومړی توغنديي يرغل وي.
په ۲۰۱۴م کال کې د کونړ ولايت چارواکو په وار وار پر سرحدي ولسواليو شېگل او دانگام باندي د په سونو توغنديو د لگېدو خبرونه ورکړل چې ملکي کسان هم پکښي ووژل شول.
خو له هغه وخت راهيسي چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړيکي نوري هم ښې شوي دي د دغه شان توغنديي بريدونو راپورونه نه ول ورکړل شوي وي.