1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيسوریه

پر دمشق د اسرائیل په بريد کې ۴ کسان وژل شوي

۱۴۰۲ مرداد ۱۶, دوشنبه

د اسرائیل د توغندیزو بریدونو په پایله کې د سوریې پلازمېنې دمشق ته نږدې څلور سوریایي عسکر وژل شوي دي. ویل کیږي چې دغه توغندي د گولان له لوړو د دوشنبې په ورځ توغول شوي دي.

Syrien, Damaskus | Israelischer Raketenangriff (2019)
انځور: Ammar Safarjalani/Xinhua/picture alliance

د سوریې دولتي خبري آژانس «صنعا» خبر ورکړی دی چې د دوشنبې سهار وختي د سیمه ایز وخت مطابق ۲ بجې او ۲۰ دقیقې دمشق ته نږدې یوه سیمه د اسرائیلي توغندیو د بریدونو هدف وگرځول شوه چې په پایله کې یې څلور تنه سوریایي سرتیري ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.

د دې خبر پر اساس دغه توغندي د گولان له لوړو چې داسرائیلو تر اشغال لاندې دي توغول شوي دي. همدارنگه ویل شوي چې د سوریې هوایي ځواکونو یو شمیر د دغو توغندیو په نښه او حنثی کړي دي.

په دمشق کې د فرانسې خبري آژانس خبریال ویلي دي چې د څو چاودنو غږونه یي اوریدلي دي.

په سوريه کې تر یوې لسیزې ډیرې مودې راهیسې جگړه کې اسرائیل پر دغه هیواد سلگونو هوایي بریدونه کړي دي. د اسرائیلو هدف تر ټولو په لومړي قدم کې د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو ځواکونو حزب الله او د سوریې پوځ د سنگرونو په نښه کول دي.

اسرائیل په وار وار ویلي دي چې اجازه نه ورکوي چې ایران د اسرائیل سرحدونو ته نږدې خپل ځواکونه ډیر او تقویه کړي.

څو اونۍ مخکې (د جون میاشتې پر ۱۹ نیټه) اسرائیل دمشق ته نږدې سیمې تر برید لاندې نیولې وې چې په ترڅ کې یې څو کسان ټپیان او ووژل شول. د صنعا خبري آژانس د پوځي سرچینو له قوله لیکلي ول چې د دمشق په اطرافو کې مشخص پوځي مرکزونه بمبار شوي دي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت دغه برید غندلی دی او د یوې اعلامیې په ترڅ کې یې له ملگرو ملتونو او امنیت شورا څخه غوښتي دي چې «د یوه بیړني اقدام په لړ کې دې اسرائیل دې ته مجبوره کړي چې له جنایتکارانه سیاست څخه لاس واخلي».

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب