د دونتسک په سیمه کې د روسیې له ملاتړه برخمن یوه پوځي چارواکي دنیس پوشیلین د یکشنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۱ نېټه) د ټیلګرام له لارې په یوه پیغام کې ویلي: «په دې وحشتناکه هوايي برید کې د تکستیلشیک په بازار کې لس تنه نور هم ټپیان شوي دي.» پوشیلین زیاته کړه چې دغه بازار د ګڼه ګوڼې پرمهال هدف ګرځول شوی دی. نوموړي زیاته کړ ې چې پوځیان او چارواکي په سیمه کې حضور لري او د نورو وژل شویو او احتمالي لادرکه کسانو په هکله جزئیات او معلومات راټول او ارزوي.»
تر اوسه پورې د یاد برید او په دې سیمه کې د بیلتون غوښتونکو د شوې ادعا په هکله اوکرایني چارواکو څه نه دي ویلي خو اوکرایني رسنیو د یاد بازار تخریب شوي عکسونه او فلمونه خپاره کړي دي.
د دونتسک ښاروال الکسي کولمسین چې د روسیې ملاتړ له ځانه سره لري، د ښار پر یوه سیمه باندې د «وحشیانه برید» خبره کوي، داسې برید چې په خبره یې اوکرایني ځواکونو کړی دی.
د دونتسک ستر ښار د اوکراین په ختیځ کې موقعیت لري. دغه ښار د ۲۰۱۴م کال له لومړیو راهیسې د روسیې له ملاتړه برخمنو بیلتونپالو په لاس کې دی او د هغه وخت راهیسې وخت نا وخت د اوکراین د بریدونو هدف ګرځي. په دې سیمه کې جګړه هغه مهال پیل شوه چې مسکو ته وفاداره بیلتون پاله ولسمشر ویکتور یاانوکوویچ له کیف څخه جلا شو.
د دونتسک ستر ښار د اوکراین په ختیځ کې موقعیت لري. دغه ښار د ۲۰۱۴م کال له لومړیو راهیسې د روسیې له ملاتړه برخمنو بیلتونپالو په لاس کې دی او د هغه وخت راهیسې وخت نا وخت د اوکراین د بریدونو هدف ګرځي.انځور: Oleksandr Ratushniak/REUTERS د ۲۰۲۲م کال په فبروري میاشت کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په لومړي سر کې د اوکراین دونتسک او لوهانسک سیمې د خپلواکه سیمو په توګه په رسمیت وپیژندلې او په دې سیمو کې د روسانو د ملاتړ په بهانه یې پر اوکراین پوځي برید پیل کړ.
په عین وخت کې هغه د اوکراين وسله والو ځواکونو اعلان وکړ چې غواړي د روسيې له خوا نيول شوې سيمې بېرته ونيسي چې بیا وروسته د اوکراین نوي ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د لویدیځ په ملاتړ په دې سیمه کې د روسیې پر وړاندې پوځي عملیات پیل کړل.
د دونتسک او د دونباس د سیمې د نورو ښارونو د بیرته نیولو له پاره د اوکراین پوځي عملیاتو تر اوسه پورې کومه نتیجه نه ده ورکړې. دا هم په داسې حال کې چې د دونتسک ځینې سیمې لا هم د اوکرایني ځواکونو په ولکه کې دي.
د روسیې له ملاتړه برخمنو د دغه ښار چارواکو ویلي چې تر دې وړاندې د نوي کال په شپه د اوکراین په بریدونو کې هم په دې سیمو کې څلور کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي ول، داسې ادعاوې چې په خپلواکه توګه یې تائید نه شي کیدی.
د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې د نوي کال جشن
د نړۍ ځيني هيوادونه نوی عيسوي کال پر بحرانونو او په منځني ختيځ او اوکراين کې له جګړو پرته، د ښه وخت په هيله لمانځي. دلته په څو هېوادونو کې د نوي کال د شپې د لمانځنو انځورونه کتلی شئ: انځور: Bruna Prado/AP Photo/picture alliance نيويارک کې نوي کال ته هرکلی د نیويارک په ټايمز سکيور يا څلولاري کې په لسونو زرو کسانو نوي کال ته هرکلی ووايه. د کنفيټي يا رنګه کاغدونو د رالوېدو په ترڅ کې خلکو يو بل ته د نوي کال مبارکي وويله.
انځور: Andrew Kelly/REUTERS په ټايمز سکیور کې د نوي کال جشن په زرنو کسان په نيويارک کې د کنفيتي د ځلا لرونکي کاغذونو د پاشل کيدو کلنۍ نندارې ته راټول شوي ول. ولسمشر جو بايدن د يوې مرکې په ترڅ کې وويل چې تمه لري لمانځوونکي دا درک کړي چې «موږ د نړۍ د بل هر يوه هېواد په پرتله په ښه دريځ کې يو څو د نړۍ مشري وکړو.» د نيويارک ښاروال اريک ادمز وويل چې ښار ته یې «هيڅ ځانګړی ګواښ متوجې نه دی.»
انځور: John Angelillo/UPI Photo/newscom/picture alliance په برلين کې نوي کال ته د شيبو شمېرل د آلمان د پلازمينې برلين په براندنبورګر تور يا براندنبورګ دروازه کې په زرونو کسانو د نوي کال هرکلی وکړ. په برلين کې چېرې چې تېر کال د نوي کال په شپه د تاوتريخوالي پېښې او ګډوډي رامنځته شوې وه، تر ۴۵۰۰ ډېر پولیس په دنده ګمارل شوي ول. سږ کال هم د يو شمیر پېښو خبرونه ورکړل شوي دي.
انځور: Annegret Hilse/REUTERS د فرانسې په پلازمېنه پاريس کې سږ کال هم د تل په څېر نوی کال په اورلوبو ولمانځل شو. د شانزلي زی په ستره او ښکلې جاده کې چې په رڼاګانو سينګار شوې وه، ډېرو خلکو په ګډه نوي کال ته هرکلی ووايه.
انځور: Aurelien Morissard/AP Photo/picture alliance په مسکو کې نوي کال خاموشه لمانځنې مسکو د تېر کال په څېر سږ کال هم په اوکراين کې د روسیې د جګړې او د کورنيو مصارفو د لوړيدو له کبله نوی کال په خاموشۍ سره ولمانځه. سږ کال هم د مسکو په سره ميدان کې هيڅ اورلوبه ونه شوه او د خلکو لویې راټوليدنې هم ترسترګو نه شوې.
انځور: Maxim Shemetov/REUTERS په ترکيه کې هم د ستر ښار استانبول د تقيسیم ميدان هغه ځای وو چې خلک ورته له دوستانو او کورنۍ له غړيو سره د نوي کال د لمانځنې په موخه ورغلي ول.
انځور: Emrah Gurel/AP Photo/picture alliance د برج خليفه د اورلوبې او لایزر ننداره د نړۍ د تر ټولو هسکي ودانۍ يعني د دوبي د برج خليفه په شا او خوا کې ډېر زيات کسان راټول شوي ول څو ۲۰۲۴م کال د پېل د بې ساري سترې نندارې شاهدان وواسي. برج خليفه کې د اورلوبو او لايزر ګډه ننداره ترسره شوه.
انځور: RYAN LIM/AFP via Getty Images په هند کې د نوي کال لمانځل د هند په کلکته، نوي ډهلي او بنګلور ښارونو کې په زرونو کسانو د نوي کال په سترو غونډو کې ګډون وکړ. پر دې سربيره په ممبی ښار کې د نوي کال جشن پرته له کومه خنډ او پېښې ترسره شو.
انځور: Rafiq Maqbool/AP Photo/picture alliance د تاېلند د چاو پهيارا سیند د اورلوبو مرکز وو د تاېلند په پلازمينه بنکاک کې د نوي کال د جشن تمرکز پر جاو پهيارا سيند وو چې اوبه یې رڼاګانې منعکسوي او په دې توګه يوه ښکلې فضا رامنځته کيږي. تاېلند چې بودايي جنتري تعقيبوي، ۲۵۶۷ کال ته یې هرکلی ووایی. په دې ترتيب د اندونیزيا په پلازمينه جکارتا او د وينتنام په پلازمينه هانوې کې هم د نوي کال لمانځنه ونه شوه.
انځور: LILLIAN SUWANRUMPHA/AFP via Getty Images د اورلوبو پر ځای د لمر ختلو ننداره ځيني خلک د اور لوبو پر ځای د ۲۰۲۴م کال د لومړۍ ورځې لمر ختلو نندارې ته ليوال ول، لکه دلته د چين په تانتای کې.
انځور: CFOTO/picture alliance په کينيا کې د نوي کال دودیز عبادت د کينيا په پلازمينه نايروبي کې عبادت کوونکي د نوي کال په شپه د سانت جانز کليسا ته ورغلل.
انځور: Monicah Mwangi/REUTERS
آ.ژ / خ.ح / ا.و.ا