1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر روسيې بنديزونه به ورته کوم عواقب ولري؟

۱۴۰۱ فروردین ۷, یکشنبه

پر اوکراین باندې د روسیې جګړې تر پیل وروسته نیږدې یوه میاشت کیږي چي لوېديځ پر روسيې د دغي جګړې له کبله بنديزونه لګولي دي. اوس يې پر روسي اقتصاد لومړي عواقب په راڅرګندېدو دي.

Russland Geldautomat Währung
آرشيف انځورانځور: Vladimir Smirnov/TASS/dpa/picture alliance

پر روسيې د لوېديځ د بنديزونو د لګول کېدنې يوه مياشت پوره سوه. دا بنديزونه د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه د روسيې له لوري پر اوکراين د نظامي بريد وروسته ولګول سول. په دې کې و روسيې ته د لوړې ټيکنالوژۍ د سامان آلاتو پر لېږد له ممانعت څخه نيولې بيا د مرکزي بانک د شتمنيو پر کنګل کېدلو او له نړيوال بانکي نظام سوېفټ څخه د روسيې تر ايستلو پورې بنديزونه شامل دي. يوه مياشته وروسته اوس د دغو بنديزونو اثرات د روسيې پر اقتصاد راڅرګند سوي دي.

انفلاسيون

په روسيه کي انفلاسيون يا د توکو په مقابله کي د پيسو ارزښت په لوړه اندازه زيات سوی دی. د مارچ په نيمايي کې په روسيه کې د توکو د ګرانېدلو کچه د ۲۰۱۵ کال په پرتله ۱۴،۵۳ فيصده ته او په دې توګه يوې نوې هسکي څوکي ته جګ سوی دی. ياد معلومات پخپله د روسيې د اقتصادي چارو وزارت ورکړي دي. دا په داسې حال کې چې يوه اونۍ مخکې دا فيصدي ۱۲،۵۴ ښودل سوې وه. د ګرانۍ په څپه کې د ماشومانو له کنسترګو څخه نيولې بيا د اطفالو تر خوراکونو او درملو پورې څيزونه قيمته سوي دي. په روسیه کې د بورې او پيازو په شان اساسي خوراکي توکي د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه ګران سوي دي. اقتصاد پوهان اټکل کوي چي د انفلاسيون ګراف به ژر تر ۲۰ سلنې پوري ورسيږي.

دولتي صندوق

د روسيې دولتي صندوق چي پکښي د نفتو د صادراتو په مټ په لاس راغلي پيسې اچول کيږي، هم تر اثر لاندې راغلی دی. د روسيې د اقتصادي چارو د وزارت د معلوماتو په حواله د دغه صندوق قيمت په فبرورۍ کې د مخکنۍ مياشتي په پرتله ۱۱،۵ فيصده راکم سوی دی. د دې وجه دا ښودل سوې چي هغه شرکتونه چي پکښي پانګونه سوې ده، د هغوی ارزښت راکم سوی دی. د روسيې د سبېر بانک قيمت تقريبا رانيم سوی او ۱،۵ بليون روبل ته راټيټ سوی او د ايروفلوټ هوايي شرکت ارزښت له ۴۷،۴ ملياردو روبلو څخه و ۳۰،۷ ملياردو روبلو ته راکم سوی دی.

د روبل ارزښت رالویدل

يوه مياشته تر مخه لا يو ډالر په ۷۴ روبله ؤ خو پر روسيه د بنديزونو د لګول کيدو راهيسي اوس يو ډالر ۱۲۰ روبلو ته رسېدلی دی. له هيواد څخه دباندې حتی د روبل په مقابل کي د ډالر قيمت ۱۶۰ ته جګ سوی. د روسيې د پيسو روبل د ارزښت په کمېدو سره ټول هغه توکي چي روسيه يې واردوي، قيمته سوي دي چي له کبله يې په دغه هیواد کې انفلاسيون لا زياتيږي. دمګړی د ډالر په مقابل کي د روبل ارزښت بېرته لږ ټيکاو موندلی او ډالر ۱۰۰ روبلو ته راکښته سوی دی. دا د هغه وروسته چي ولاديمير پوتين اعلان وکړ چي له دې وروسته به ګاز د ډالرو او یورو پر ځای د روسیې پر پولي واحد روبل خرڅوي. روسیه غواړي په دې توګه غواړي په دې توګه د روبل ارزښت لوړ کړي.

اقتصادي رکود

د اقتصادي چارو کارپوهان اټکل کوي چي روان کال به د روسيې خالص کورنی عايد تر لس سلنې پورې راټيټ سي. د سکوپ رېټېڼګ اېجنسۍ په وينا جګړه به په روسيه کي د کويډ ۱۹ په پرتله لا زيات اقتصادي رکود رامنځته کړي. د نړيوال اقتصاد انستيتيوت بيا وړاندوينه کړې ده چي سږ کال به د روسيې خالص کورنی عايد حتی ۱۵ سلنه او په ۲۰۲۳ کال به ۳ نور فيصده پسې راکم سي. د دغه انستيتيوت په وينا ښايي اوسنی وضعيت ټولي هغه اقتصادي ګټې او پرمختګونه صفر کړي چي روسيې په تيرو ۱۵ کالونو کي لرلي دي.

نړيوال حيثيت

په ۲۰۲۰ کال کي روسيه د نړۍ لسم لوی اقتصاد ؤ. خو د امريکايي کارپوه جيم اونايل په وينا روان کال تر پای پورې ښايي د روسيې هيواد له لسم څخه و پنځلسم مقام ته راټيټ سي. د دې تر څنګ د قرضې د اعتبار درجه بندي کوونکو درو مهمو آژانسونه اس اېنډ پي ګلوبل، موډيس او فيچ درې واړو د روسيې په تړاو د «انسوېسټمنټ ګرېډ» خپله مهمه ارزونه بېرته اخيستې ده. په دې توګه به نو په روسيه کې د پانګونې په صورت کې د سرمايې د ډوبېد ګواښ زيات وبلل سي.

آ./ا.ا.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل