1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسعودي عربستان

پر سعودي عربستان د ایف-۳۵ جنګي الوتکو پلور ته د ټرمپ چمتوالی

امید دیدار دویچه ویله فارسي
۱۴۰۴ آبان ۲۷, سه‌شنبه

ډونلډ ټرمپ ویلي، چې پر سعودي عربستان د ایف - ۳۵ الوتکو پلورلو ته چمتو دی. د امریکا ولسمشر وویل، ریاض غواړي چې ډېر شمېر الوتکې وپیري. په سیمه کې تر اوسه دا الوتکې یوازې اسراییل ته ورکړل شوي.

پر سعودي عربستان د ایف-۳۵ جنګي الوتکو پلور ته د ټرمپ چمتوالی
پر سعودي عربستان د ایف-۳۵ جنګي الوتکو پلور ته د ټرمپ چمتوالیانځور: Dominika Zarzycka/Sipa USA/picture alliance

ډونلډ ټرمپ  ویلي، چې پر سعودي عربستان د ایف - ۳۵ الوتکو پلورلو ته چمتو دی. د امریکا ولسمشر وویل، ریاض غواړي چې ډېر شمېر الوتکې وپیري. په سیمه کې تر اوسه دا چورلکې یوازې اسراییل ته ورکړل شوي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په واشنګټن کې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره د لیدنې په یوې څنډې کې اعلان وکړ، چې پر سعودي عربستان د ایف-۳۵ الوتکو پلورلو نیت لري. دغه الوتکې د لاکیهد مارتین په نوم د وسلو یو امریکايي شرکت جوړوي.

د ایف-۳۵ الوتکو پلور ښايي په منځني ختیځ کې نظامي توازن بدل کړي او سعودي عربستان ته د دغو الوتکو ورکړه هم ښايي لوی سیاسي بدلون وګڼل شي، ځکه تر اوسه دغه له راداره پټېدونکې لویې الوتکې سیمه کې د امریکا نیږدې متحد، اسراییل ته ورکړل شوي دي.

سعودي عربستان هیله لري، چې له  امریکا متحده ایالاتو  پرمختللې پوځي ټیکنالوژي تر لاسه کړي. مصنوعي ځیرمنتیا او غیرنظامي هستوي پروګرام به هم واشنګټن ته د محمد بن سلمان د سفر له مهمو خبرو وي.

په فارس خلیج کې د ایف-۳۵ جنګي الوتکو تقاضا ډېره لوړه ده. د امریکا ولسمشر ټرمپ وروستیو کې د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي وو، چې سعودي عربستان او د سیمې نور هېوادونه د ایف-۳۵ الوتکو پیرلو ته لېواله دي.

د ستاکهولم د سولې انسټیټیوت د یوه راپور له مخې، سعودي عربستان په وروستیو کلونو کې د امریکايي وسلو تر ټولو لوی پیرودونکی و. تېرو کلونو کې ځینې وخت د یمن په جګړه کې د سعودي عربستان  د رول له امله پر دغې هېواد د امریکايي وسلو پلور د امریکا په کنګره کې له مخالفت سره مخ کېده.

د خبري رسنیو د رپوټونو له مخې، ټرمپ به له محمد بن سلمان سره د لیدنې پر مهال امریکا کې د سعودي عربستان له لوري د ۶۰۰ میلیارده ډالرو پر پانګونې هم ټینګار وکړي.

د خاشقچي له وژنې وروسته د محمد بن سلمان لومړی رسمي سفر

د سعودي عربستان منتقد خبریال جمال خاشقچي، چې په امریکا کې یې ژوند او کار کاوه، له دې وړاندې د امریکا او سعودي تر منځ د ډیپلوماټیک کړکېچ لامل شوی و.

خاشقچي چې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له کالم لیکونکو و، په ۲۰۱۸ کال کې استانبول کې د سعودي عربستان په سفارت کې ووژل شو، جسد یې ټوټه، ټوټه شو او تر اوسه یې د جسد درک ونه لګېد.

د امریکا استخباراتي سازمانونه  محمد بن سلمان د دغې وژنې د طراح په توګه پېژني. محمد بن سلمان نن سې‌شنبه د نومبر پر ۱۸ نېټه واشنګټن ته ځي او دا به د جمال خاشقچي له وژنې وروسته امریکا ته د هغه لومړنی رسمي سفر وي.

د ایران او سعودي عربستان اړیکې په کوم لور روانې دي؟

02:09

This browser does not support the video element.

امید دیدار د المان بن ښار کې د دویچه ویله په مرکزي دفتر کې ملټي میډیا خبریال دی.@omdeedar
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب