پر سوريې باندي نور د وسلو بنديز نسته
۱۳۹۲ خرداد ۷, سهشنبهپر سوريې باندي د اروپايي ټولني له خوا د وسلو د بنديز موده د جمعې په ورځ ماښام پای ته رسيږي. خو دا چي دغه بنديز دي وغځول سي د دغي ټولني د بهرنيو چارو وزيران تر ۱۳ ساعته خبرو اترو وروسته بيا هم سره سلا نه سول.
د آلمان د بهرنيو چارو وزير گېدو ويستر ويله د دوشنبې ورځي په ناوخته ماښام ويلي دي چي سوريې ته د وسلو د احتمالي لېږلو تصميم به هر هیواد پخپله نيسي. د هغه په خبره خو وسلې بايد د خلکو د امنيت ساتلو په موخه د سوريې ملي ائتلاف ته ورکړل سي.
په بروکسل کي د ارپايي ټولني د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډي محوري پوښتنه دا وه: آيا د سوريې ياغيانو ته دي وسلي ورکړل سي که نه؟ تر ټولو ډير فرانسې او بريتانيا پر دې باندي ټينگار کاوه چي د سوريې ياغيانو ته دي د وسلو نه ورکولو بنديز ليري سي.
د دغو دواړو هيوادونو حکومتونه غواړي چي په دې کار سره پر بشارالاسد باندي فشار ډير کړي، چي د روسيې او امریکا متحده ايالاتونو له خوا د ژنيو په جوړيدونکي کنفرانس کي له مخالفينو سره خبرو ته حاضر سي.
د دوشنبې په ماښام سوريې ته د وسلو لېږلو د بنديز ليري کولو پر سر د نظر اختلاف لا پسي ډير سو. د اطريش استازي ميشايل سپيندليگر په دغه غونډه کي احساساتي سو او وئې ويل چي «دوه هيوادونه هدف ټاکي او نور ۲۵ هيوادونه بايد په هغوی پسې گام پورته کړي»
د اطريش حکومت گواښ کړی وو، چي که چيري پر سوريې باندي د وسلو بنديز تمديد نه سي نو د ملگرو ملتونو په چوکاټ کي به خپل عسکر د گولان له سمي څخه را وباسي.
اطريش د ملگرو ملتونو په سوله ساتي ماموريت کي چي د سوريې او اسرائيلو تر منځ سرحد څاري۳۸۰ تنه سرتيري لري چي دا د دغه ماموريت يو پر دريمه برخه سرتيري جوړوي.
پاته بنديزونه دوام لري
اطريش، فنلند، سويډن او نور هيوادونه اندېښنه لري چي پر سوريې باندي د وسلو بنديز د ليري کولو په صورت کي به د ياغيانو او بشارالاسد ځواکونو تر منځ جنگ نور هم دوام پيدا کړي. دغه راز دا ويره هم موجوده ده چي دغه وسلې په سوريه کي د هغو افراطيانو په لاس ور نه سي چي په دغه هيواد کي د خپلو هدفونو له پاره جنگيږي.
د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليام هيگ چي د سوريې ياغيانو ته د وسلو ورکولو بنديز د ليري کولو له طرفدارنو څخه دی هڅه وکړه چي دغه اندېښنې کمي کړي: «موږ دا قصد نه لرو چي بې درنگه سوريې ته وسلې ولېږو.»
پر سوريې باندي د وسلوبنديز له ليري کولو ماسوا د اروپايي ټولني نور بنديزونه پر خپل ځای باندي پاتيږي او کيدای سي تر يوه کال پوري نور هم تمديد سي. په دغو بنديزونو کي د بشارالاسد رژيم د چارواکو پر سفر کولو باندي بنديزونه شامل دي.