1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

پر سومي باندې د روسیې له برید وروسته مرگ ژوبله

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ آبان ۱۲, دوشنبه

د اوکراین په شمال ختیځ کې د سومي سیمه په ځانگړې توگه د روسیې له خوا په نښه کیږي. دادی اوس چارواکي د یوه بل له عواقبو ډک برید څخه اندیښمن دي. همدارنگه له نورو سیمو څخه هم د زیانونو په هکله خبر ورکول سوی دی.

پر سومي باندې د روسیې له برید وروسته مرگ ژوبله
د تیلو پریوه ټانک باندې د روسیې له بې پیلوټه برید وروسته ویجاړۍانځور: Francisco Richart Barbeira/NurPhoto/IMAGO

د اوکراین په شمال ختیځ سومي سیمه کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې لږترلږه یو تن وژل سوی دی. لکه څنگه چې سیمه ایزې ادارې خبر ورکړی دی، د ژغورونکې عملې د نوموړي کس جسد او درې نور ژوندي پاته سوي کسان د یوه کور له ویجاړیو رایستلي دي. نوموړې سیمه په تکرار سره د روسيې له خوا د بریدونو هدف گرځي.

اړوند:ترمپ چین او روسیه په پټه اټومي ازموېنې کولو تورن کړي دي

د اوکراین د دافع هوا ځواکونو خبر ورکړی چې روسيې په شپه کې د ۱۳۰ بې پیلوټه الوتکو او په لسونو توغندیو د نورو ترڅنگ، کینژال او اسکندر ډوله سره هم، بریدونه کړي دي. ډیری ډرونونه او یو توغندی دفع سوي دي. ویل کیږي چې په نورو یوولسو سیمو کې هم بریدونه رامنځته سوي دي. د دافع هوا ځواکونو په دې اړه نور جزیات نه دي وړاندې کړي.

د هیواد په نورو سیمو کې هم زیانونه اوښتي دي

چارواکي د روسیې له خوا د بریدونو په هکله د دنیپور له ښاره څخه هم رپوټونه ورکړي دي. د هغوی په حواله، د شرکت یوه ودانۍ زیانمنه سوې او یو کس ټپي سوی دی. ځايي ادارې خبر ورکړی دی چې د اوکراین په جنوبي ښار میکالاییف کې د بې پیلوټه الوتکې د برید په نتیجه کې یوه سوپر مارکیټ اور اخیستی دی.  

د روسیې د دفاع وزارت خبر ورکړی دی چې په اوکراین کې بریدونو د وسلو هغه فابریکې او د انرژۍ زیربناوې په نښه کړې ده چې پوځي تولیدي تاسیسات یې چمتو کول. په مسکو کې د خپرې سوې اعلامیې له مخې، پوځي هوايي ډگرونه هم په نښه سوي دي.

اړوند:رسنۍ: زیلنسکي روسیه د اوږده واټن بریدونو په پراخولو تهدید کړه

روسیه د اوکراین په پاکروسک ښار کې د خپلو ځواکونو د پرمختگ خبر ورکوي. د دفاع وزارت رپوټ ورکړی دی چې د هغوی خپلو ځواکونو د اورګاډي سټیشن او صنعتي زون ته نږدې محاصره سوي اوکرایني واحدونه مات کړي دي.

سربیره پردې، د شپې په اوږدو کې په لویو بریدونو کې، یو پوځي هوايي ډگر او پوځي-صنعتي تاسیسات په نخښه سول. همدارنگه د کوپیانسک ښار پر شاوخوا، اوکرایني سرتیري له خپلو پوستو څخه شړل سوي دي.

اوکراین له څه د پاسه درې نیمو کلونو راهیسې د روسیې د یرغلیزو بریدونو په وړاندې د لویدیځ په ملاتړ د ځانه دفاع کوي.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل