1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

پر شفیق الله شفق د هر ډول لوبو شپږ کلن بندیز وضع شو

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۱, یکشنبه

د افغانستان کریکټ بورډ د ملي لوبډلې پر لوبغاړی شفیق الله شفق باندې د سرغړونو له کبله د هرډول لوبو شپږ کلن بندیز د وضع کولو خبر ورکړی دی. کریکټ بورډ وايي چې شفق پرهغه باندې لګول شوي تورونه منلي دي.

Cricket - Afghanistan vs Westindien
انځور: Getty Images/AFP/R. Brooks

د افغانستان د کریکټ بورډ نن د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د مې میاشتې په ۱۰مه نیټه) پر خپله رسمي فسبوک پاڼه د ملي لوبډلې پر لوبغاړي شفیق الله شفق باندې د لوبو د بندیز خبر ورکړ. کریکټ بورډ وايي چې وروسته له هغې چې شفیق الله شفق پر هغه باندې لګول شوي تورونه قبول کړل، پر نوموړي باندې د کریکټ د هر ډول لوبو شپږ کلن بندیز وضع شو.

د افغانستان کریکټ بورډ په خپره شوې اعلامیه کې لیکلي چې شفیق الله شفق د فساد ضد یو شمیرکوډونه مات کړي دي. په دغو کوډونو کې د میچ فسکنګ، د رشوت او نورو امتیازاتو ترلاسه کول او دغه کار ته د نورو لوبغاړو د هڅونې تورونه شامل دي. کریکټ بورډ وايي چې شفق یاد ټوله تورونه منلي دي او د فساد ضد کمیټې پریکړه یې هم قبوله کړې ده.

د افغانستان د کریکټ بورډ د فساد ضد جګپوړي چارواکي سید انور شاه قریشي په دې تړاو ویلي چې «دا ډیرې سترې سرغړونې دي چې پکې د ملي لوبډلی یو باتجربه لوبغاړی د ۲۰۱۸م کال د افغان پریمیر لیګ په سترو داخلی سیایلو کې په فساد ککړ وي.» د قریشي په خبره نوموړي همدا راز په ۲۰۱۹م کال کې د بنګله دیش پریمیر لیګ په سیایلو کې په یوه مهمه لوبه کې د فساد په یوه قضیه کې د یوه بل افغان لوبغاړي د ور ګډولو هڅه کړې وه خو بریالی شوی نه وو.

دا لومړی ځل دی چې یو افغان لوبغاړي په دغه اندازه ستر جرمونه مني او کریکټ بورډ یې د اوږدې مودې له پاره له هر راز لوبو محروموي.

د افغانستان کريکټ بورډ د ۲۰۲۰م کال د فبروري میاشتې پر ۲۶مه نیټه پر شهزاد محمدي باندې لګول شوی بندیزونه لیرې کړل. د تیر میلادي کال په وروستیو کې د افغانستان کریکټ بورډ د کریکټ بورډ د قوانینو د سرغړونې له کبله پر شهزاد محمدي باندې بندیز وضع کړ او د هغه قرارد یې ځنډولی وو. هغه مهال پر انترنیټ باندې یوه داسې ویډیو لاس پر لاس کیدله چې پکې شهزاد محمدي په پاکستان کې د تمرین پرمهال لیدل شوی وو.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل