1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر عراق باندي د داعش د يرغل يو کال وروسته، خراب امنيتي وضعيت

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۱۹, سه‌شنبه

پر عراق د داعش د يرغل يو کال وروسته دغه هيواد سره پاشل سوی دئ. دغه هيواد اوس د امنيت د ښه کېدو او مذهبي تاوتريخوالي د کمښت په اړه اميدونه نه لري. په عراق کي انساني ناورين روان دئ.

انځور: picture-alliance/abaca/Balkis Press

د ۲۰۱۴م کال د جون مياشتي پر ۹ نېټه تروريستي ډلي داعش په عراق خپل پرمختگونه پيل کړل. د «اسلامي دولت» ډلي جنگيالي په دې وتوانېدل چي ډېر ژر د دغه هيواد يو پر دريمه برخه په خپل کنترول کي راولي. دوی د سوريې يو شمېر سيمي هم ور سره يوځای کړې او په دغو سيمو کي ئې «اسلامي خلافت» اعلان کړ.

که څه هم د عراق پوځ په دې وتوانېد چي «اسلامي دولت» ډله په ځينو سيمو کي پر شا تک ته مجبوره کړه، خو دغه ډله د خپلو پرمختگونو تر پيل يو کال وروسته هم د دغه هيواد ډيري سيمي په اختيار کي لري.

اسلامي دولت ډله د عراق پوځ له سخت مقاومت او نړيوالو ائتلاف د بمباريو سره سره بیا هم اوس د دې توان لري چي د عراق ډيري برخي په خپل کنترول کي راولي. په سوريه کي هم «اسلامي دولت» ډله په دې توانېدلې ده چي يو شمېر سيمي په خپل کنترول کي کړي.

افراطي ډله «اسلامي دولت» په ۲۰۱۴م کال کي په دې وتوانېده چي په ۲۴ ساعتونو کي د عراق دوهم ستر ښار موصل ونيسي او د دغه هيواد د سويل پر لور ئې پرمختگ پيل کړ. دوی ته د موصل ښار په نيولو سره د عراق پوځ په زرونو زغروال موټر، وسلې او نور پوځي تجهيزات په لاس ورغلل.

په بېلابېلو جبهو کي د افراطي ډلي «اسلامي دولت» برياوي د عراق د پوځ کمزوري او په امنيتي ځواک کي اداري فساد ښيي.

تروريستي ډلي «اسلامي دولت» د پوځي برياوو تر ځنگ د انسانانو د سرونو پرېکول هم پيل کړل او د هغو ويديوگاني ئې خپرې کړې، څو د خلکو په زړونو کي وحشت پيدا کړي.

دغي ډلي د عراق په شمال کي پر قومي اقليت لکه ايزديانو باندي يرغل وکړ. دوی د دغه اقليت ډېر وتښتول، ووژل، پر هغوی باندي جنسي تيري وکړل او د ځانو مينځي ئې کړې. ملگرو ملتونو د داعش دغه کړني له «نسل وژني» سره برابري کړي.

تروريستي ډلي «اسلامي ولت» دغه راز د تکريت ښار په دجله رود کي د عراق پوځ په سوونو شيعه عسکر قتل عام کړل.

د «اسلامي دولت» ډلي پرختگونو ته په کتو سره امريکا په ۲۰۱۴م کال کي د دغي ډلي پر مرچلونو باندي هوايي بمبار پيل کړ او د عراق د امنيتي ځواک روزنه ئې پرغاړه واخيسته.

خو امريکا دا وار په عراق کي د يوه نړيوال ائتلاف په چوکاټ کي فعاليت کوي. پر افراطي ډلي «اسلامي دولت» باندي د نړيوال ائتلاف هوايي يرغلونه د دې سبب سوي نه دي چي ياده ډله دي کمزورې سي. دغه ډله څه موده دمخه په دې هم بريالۍ سوه چي د عراق د انبار ولايت مرکز رمادي ونيسي.

دغي ډلي په عراق کي په پرمختگ سره دغه هيواد ته سخت تاريخي زيانونه هم رسولي دي. دوی په اپريل مياشت کي داسي ويډيو خپره کړه چي د نمرود لرغونی ښار نړوي.

دغي ډلي د نمرود ښار ټول لرغوني آثار په سوټکو سره مات کړل او ټولي تاريخي مجسمې ئې ټوټه ټوټه کړې. دغو آثارو په زرونو کلونو تاريخي قدامت لاره.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب