د غزني د ولایتي شورا غړی نصیر احمد فقیري، له دویچه ویله سره په خبرو کې ګواښ وکړ چې که غزني ته په کافي اندازه اضافي سرتیري وا نه ستول شي او تصفیه وي عملیات ترسره نه شي، نو دغه ښار به یو ځل بیا له یوه ناورین سره مخامخ شي.
اعلان
د غزني د ولایتي شورا غړی نصير احمد فقيري وایي چې طالبان د غزني د ولایت مقام په درې یا څلور کیلومتري کې ځای پر ځای شوي دي، او اوس هم د شپې له خوا نښتې کیږي. د هغه په خبره یاغیانو د دې ولایت بریښنا هم قطعه کړې ده او طالبان د یوه فرصت په لټه کې دي چې بیا پر غزني ښار باندې برید وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د غزني ولایت یو شمیر اوسیدونکي هم د دې ښار د وضعیت په اړه اندیښمن دي.
د غزني ښار د کابل له پاره لوړ ستراتیژیک ارزښت لري. له همدې ښاره د کابل-کندهار لویه لار تیره شوې ده. طالبان له کلونو راهیسې په غزني ولایت کې پیاوړی حضور لري خو دغه ډله تیره اوونۍ وتوانیده چې د دې ولایت مرکز ته داخل شي او د څو ورخو له پاره په همدې ځای کې له افغان امنیتي ځواکونو سره وجنګیږي.
د غزني د ولایتي شورا غړی وایي چې که څه هم افغان ځواکونه توانیدلي دي چې طالبان اوس له ښاره بهر کړي، خو بیا هم د دې خطر موجود دی چې یاغیان له افغان ځواکونو څخه د نیولو پوځي تجهیزاتو له کارولو سره پر ښار تازه برید وکړي.
فقیري له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «په خواشینی سره په وروستیو شپو ورځو کې یو ځل بیا د دښمن تحرکات ډیر شوي او د غزني ښار په ډیرو څنډو کې نښتې پیل شوې دي. که څه هم له مرکز څخه اضافي ځواکونه رسیدلي او تدابیر یې نیولې دي، خو بیا هم تیره شپه د غزني ښار په ځینو سیمو کې نښتې روانې وې او د کابل وارداتي بریښنا یې قطعه کړه. که جدي تدابیر و نه نیول شي، نو غزني به بیا له کړکیچ سره مخامخ شي.»
د غزني د ښار یوه اوسیدونکي هم دویچه ویله ته وویل چې خلک اوس په ښار کې په ویره کې ژوند کوي او داسې آوازې اوري چې طالبان غواړي یو ځل بیا پر دې ښار باندې برید وکړي. له غزني ښار څخه یاسان یاسان، دویچه ویله ته وویل: «طالبان د غزني د ښار له دننه څخه کلیو او ولسوالیو ته تللي دي او له هغه ځایه یې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. د شپې له خوا د ډزو او چاودنو غږونه اوریدل کیږي. خلک له ښاره د تیښتې په حال کې دي. داسې آوازې چې طالبان به یو ځل بیا ښار ونیسي، ډیرې شوې دي. موږ هم ډیر غږونه اورو. خلک ډاریږي او د وضعیت په اړه اندیښنه لري.»
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې غزني ته یې کافي سرتیري استولي او ژر به له طالبانو څخه د دې ولایت د ولسوالیو د پاکولو په موخه عملیات په لاره واچول شي.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید، دویچه ویله ته وویل: «په غزني کې زموږ پوره ځواکونه موجود دي او د غزني ښار پاک شوی دی. له ښاره د بهر سیمو او ولسوالیو د پاکولو له پاره هم تصفیه وي عملیات پلانیږي او په نزدې راتلونکو ورځو کې به په ولسوالیو کې عملیات پیل شي.»
پر غزني ښار باندې د طالبانو په برید کې تر سلو زیات امنیتي ځواکونه ووژل شول. ملګرو ملتونو ویلي دي چې په دې جګړه کې د ۲۰۰ او ۲۵۰ تنو تر منځ ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
ش.ا. / م. ج.
غزني د اسلامي نړۍ کلتوري پلازمېنه سوه
د افغان حکومت تر څو کلن تلاښ وروسته بلاخره غزني د «اسلامي نړۍ کلتوري پلازمېنه» ونول سو.
په غزني کي دغه مراسم تر سختو امنيتي تدابيرو لاندي تر سره سول. په دغه ورځ په دغه ښار کي راشه درشه ډيره لږ وه.
انځور: DW
اتڼ او چوب بازۍ
غزني چانو په اتڼونو او چوب بازيو د مېلمنو هرکلی وکړ او خپل ښار ته ئې يوه بله بڼه ورکړه.
انځور: DW
د وزير پيغام
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزير ويلي دي، چي د غزني له پاره نوري پروژې هم لري، چي له پنځلسو څخه تر شلو کلونو پوري به دوام وکړي. بهرنيو مېلمنو هم په دغه ولايت کي د پروژو د ترسره کولو ژمني وکړې.
انځور: DW
نندارتونونه
په غزني کي به دغه مراسم يوه اوونۍ دوام وکړي، او د دغه ولايت بېلابېل لاسي صنايع نندارې ته وړاندي سوي دي.
انځور: DW
د سولي ښار
فکر کېدی چي په دغه مراسمو کي به د غزني پر تاريخي قدامت خبري وسي، خو تقريباً ټولو په افغانستان کي د سولي په اړه ويناوي وکړې.
انځور: DW
د اسلامي نړۍ کلتوري پلازمېنه، خو بې بريښنا
په دغو نندارتونونو کي يو څراغ هم نندارې ته وړاندي سوی وو، چي په اغلب گومان به دا يو اعتراض وو، ځکه دغه ښار برېښنا نه لري.
انځور: DW
د شريف خان مقبره
په تيرو څو کلونو کي په غزني کي ځني تاريخي ځايونه ورغول سول.
انځور: DW/Q.Wafa
د آبداتو بيا رغاونه
د نړۍ د فرهنگي ميراثونو د ساتني سازمان يونسکو، غزني د اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمېني د نومولو له پاره يو شرط دا ايښی وو، چي افغان حکومت د دغه ولايت تاريخي آبدات و رغوي.
انځور: DW/Q. Wafa
په بيا رغاونه کي ستونزي
په غزني کي د تاريخي آبداتو بيا رغاونه له يو لړ ستونزو سره مخامخ ده. د دغه ښار د تارخي کلا شاوخوا کورونه جوړ سوي دي او هغه ځايونه چي رغول سوي دي بير له منځه تللی دي
انځور: DW
د بهرام شاه تاريخي څلی
غزني په ۲۰۰۷ کال کي هغه مهال د ۲۰۱۳ کال پاره د اسلامي نړۍ د کلتوري ميراث په توگه و ټاکل سو، چي د اسلامي هيوادونو د علمي، فرهنگي او زده کړي سازمان د ليبيا په پلازمېنه طرابلس کي خپله پنځمه غونډه وکړي.
انځور: DW
د بالا حصار نظامي کلا
په دې ورستيو کي يو شمېر نور تاريخي ځايونه هم په غزني کي وموندل سول.
انځور: DW
د سلطان عبالرزاق خان مقبره
ويل کيږي چي د دغه ولايت ډير تارخي آبدات اوس هم د ورانېدو له خطر سره مخامخ دي.
انځور: DW/Q.Wafa
د علی لالا مقبره
په غزني کي امنيتي حالت د اندېښنې وړ دئ، ځکه ډيری هغه مرستندويان چي غواړي د دغه ولايت د تاريخي ځايونو په بيا رغاونه کي ونډه واخلي دغه ولایت ته سفر نسي کولای.
انځور: DW/Q.Wafa
د حکیم سنایی مقبره
د دې له پاره چي غزني د اسلامي نړۍ د کلتوري ميراث د پلازمېني په توگه ونومل سي، ۳۰ پروژې بايد ترسره سوي وای. خو له دغو پروژو څخه يوازي څو طرحي عملي سوي دي. اوس ويره دا ده چي تر دې وروسته به دغه پروژې عملي نه سي، ځکه مراسم تر سره سول.