پر لبنان د اسرائیل په برید کې څلور کسان وژل شوي
۱۴۰۴ آبان ۱۱, یکشنبه
د اسرائیل د امنیتي ځواکونو په وینا په لبنان کې یې د شعیه ملیشه ډلې حزب الله څلور غړي وژلي دي. اسرائیلي پوځ نن د یکشنبې (د نومبر میاشتې ۲ نیټه) په سهار ویلي دي چې د تیرې ورځې د برید هدف د رضوان په نوم د حزب الله ملیشه ډلې د یوه برجسته واحد افسر و.
ویل شوي چې هغه د «لبنان په سویل کې د حزب الله ترهګرې ډلې د زیربنا په رغونې او د وسلو په تامین» کې مهم نقش درلود. زیاته شوې ده چې په دې برید کې د دغه واحد درې تنه نور غړي هم لمنځه تللي دي.
د لبناني رسنیو په حواله یو موټر د بې پيلوټه الوتکې د برید هدف ګرځیدلی دی چې په ترڅ کې یې څلور تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
اسرائیلي پوځ ویلي چې د «ترهګرو فعالیتونه» د اسرائیل حکومت او ملکي خلکو ته ګواښ ګڼل کیږي او د اسرائیل او لبنان ترمنځ شوې موافقه نقضوي.
په واقعیت کې د تیر کال د نومبر راهیسې د اسرائیل او حزب الله ترمنځ اوربند نافذ دی، خو اسرائیلي پوځ په وار وار په لبنان کې اهداف په نښه کړي دي.
اسرائیل پر حزب الله تور لګوي چې دغه ډله غواړي یو وار بیا د ګاونډي هیواد په سویل کې خپل پوځي وړتیاوې زیاتې کړي.
د لبنان حکومت په اګست میاشت کې د حزب الله د بې وسلې کولو په هکله د امریکا متحده ایالاتو پلان منلی دی. د دې پلان له مخې حزب الله باید د روان کال تر پایه پورې خپلې وسلې وسپاري. خو حزب الله هیڅ کله هم د وخت یا مودې په اساس دغه پلان نه دی تایید کړی.
د حزب الله بې وسلې کول د لبنان د حکومت له پاره یوه حساسه موضوع ده، ځکه دغه ملیشه ډله په دې هیواد کې ډیر محبوبیت لري، په ځانګړي توګه په شعیه ټولنه کې.
دغه ملیشه ډله ځان د یوه اعلان شوي دښمن «اسرائیل» پر وړاندې د واقعي مقاومت یوازنې ځواک بولي.
د لبنان حکومت ته د حزب الله د بې وسلې کولو دنده سپارل شوې ده، خو د لبنان پوځ د دغې شعیه ملیشه ډلې پر وړاندې نسبتاً کمزوری او لږ په وسلو سمبال دی.