1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر لیتوانیا د بخښني نړیوال سازمان سخت تورونه

۱۴۰۱ مهر ۲۱, پنجشنبه

د بخښني نړیوال سازمان (امنیستي انترنیشنل) د اروپايي اتحادیې پرغړي هیواد لیتوانیا باندي د بشري حقوقو د نقضولو سخت تورونه لګولي دي.

Flüchtlinge Erstaufnahmeeinrichtung Eisenhüttenstadt
انځور: Patrick Pleul/dpa/picture alliance

په خبره یې د بالټیک دغه هیواد عراقي او سوریايي مهاجر د سپيني روسیې سره د سرحد په ځنګلونو کي بند ساتلي او وروسته یې په غیر قانوي ډول بيرته هغه هیواد ته لیږلي دي.

د بخښني نړيوال سازمان وايي چي د ۲۰۲۱م کال په دوبي کې د دغو وروستيو پيښو موضوع له مهاجرو څخه د پوښتنو او خپلو پلټونو په نتیجه کي ورته معلومه سوې ده.

اروپايي اتحادیې هغه وخت، د سپيني روسیې پر مطلق العنانه رژیم باندي تور لګولی وو او ویلي یې وه، چي د بحراني منطقو مهاجرین په هدفمند ډول سره د اروپا د دباندنیو سرحدونو پر خوا ورشړي، تر څو د دې لاري د غربي تعزیراتو غچ واخلي.
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل