په کابل کي د امریکايي قواوو یوه ویاند د یکشنبې په ورځ ويلي دي، چي یوازي طالبانو ته چي د کوکنارو د کښتونو او مخدرو موادو پر قاچاق او خرڅلاو باندي د مالیو اخیستلو او همدارنگه د خپلو هیروئیني تولیداتو څخه د گټي له لاري ډیر عاید په لاس راوړي، لږ تر لږه یې د همدغو بمباریو څخه ۳۲،۸ ميلیونه تاوان کړی دئ.
ویاند توم گرېسبېک زیاته کړه چي د تیر عیسوي کال د نومبر میاشتي له ۱۹ نیټې راهيسي د مخدرو موادو تر ۴۰ اضافه لابراتوارونه په دغو بمباریو کي له منځه تللي دي.مځکنۍ قواوو بیا د مخدره موادو څلور مارکيټونه ویشتلي دي.
د هغه په خبره دغه هوايي حملې تر ټولو مخکي هلمند ولايت ته متوجه دي. دغه ولايت ته د طالبانو د اصلي مرکز او کوکنارو د کښتونو د مرکز په سترگه کتل کیږي.
له کلونو راهيسي په نړۍ کي د ترياکو د توليد له ۷۰ څخه تر ۹۰ سلني پوري په افغانستان کي توليديږي.
په افغانستان کي د مخدرو موادو پرضد تر هوايي بريدونو مخکي له جرمنو او مخدرو موادو سره د مبارزې په برخه کي د ملگرو ملتونو ادارې (UNODC) په ۲۰۱۷م کال د کوکنارو توليد ۹۰۰۰ ټنه اټکل کړی وو، چي دا تر هغه د يوه کال مخکي يعني ۲۰۱۶م کال په پرتله ۸۷ سلنه ډير ښيي.
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم(18.03.2014)
په افغانستان کې د کوکنارو د کښت ډېرښت
په ۲۰۱۴ کال له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو له وتلو سره سم په دغه هيواد کي د کوکنارو کښت نور هم زيات سوی دی. د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخي دغه وضعيت د انديښنې وړ دی.
انځور: APپه نړۍ کې تر ټولو مخکښ هیواد
په نړۍ کې بل هیڅ هیواد د افغانستان په اندازه تریاک نه تولیدوي. په ۲۰۱۳ کال کې په افغانستان کې په شاوخوا ۲۰۹۰۰۰ هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي ول.
انځور: picture alliance/AP Photoد مخدره موادو د تولید کچه هم لوړه شوې
د ملگرو ملتونو د مخدره موادو او جنایتونو ادارې ویلي دي چې په ۲۰۱۳ کال کې د تیر کال په پرتله په افغانستان کې د تریاکو د تولید کچه ۵۰ سلنه لوړه شوې او ۵۵۰۰ ټنه ته رسیدلې ده.
انځور: picture-alliance/ dpa/dpawebد بهرنیو ځواکونو له وتلو سره تړاو
ملگري ملتونه اټکل کوي چې افغان بزگرو ځکه د کوکنارو کښت ډیر کړی دی چې هغوی غواړي له دې لاري ډیري پیسې په لاس راوړي او په دې ترتیب سره د افغانستان راتلونکي احتمالي سیاسي او اقتصادی بې ثباتي ته ځان چمتو کړي.
انځور: APد ملگرو ملتونو د مخدرو موادو او جرمونو اداره اټکل کوي چې په ۲۰۱۳ کال کې په افغانستان کې د تولید شویو تریاکو ارزښت ۹۵۰ میلیونه ډالرو ته رسیږي. دا د دغه هیواد د کورني ناخالص عاید څلور سلنه ده.
انځور: APافغان بزگر د کوکنارو کښت ته د بېلابېلو لاملونو له کبله هڅول کیږي خو تر ټولو لوی لامل ښايي د ډیرو پیسو لاس ته راوړل وي. یو کیلو تریاک په افغانستان کې په ۱۵۰ ډالرو پلورل کیږي.
انځور: picture-alliance/dpaپه ټول افغانستان کې د تولید شویو تریاکو نیمایي برخه له هلمند ولایت څخه راځي. په دې ولایت کې طالبان هم پیاوړي دي. پر دې سربیره هم د هلمند ولایت سیمه ییز حکومت هڅه کړې ده چې د کوکنارو کروندې او د هغو د اوبولو سیستمونه له منځه یوسي.
انځور: DWآیا له مخدره موادو سره مبارزه بې فایدې ده؟
په ۲۰۱۳ کال کې کابل او واشنگټن یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو هڅې گړندۍ کیږي. خو اټکل کیږي چې اوس په افغانستان کې شاوخوا ۲۰۰۰۰۰ کورنۍ د کوکنارو د کښت له کبله رامنځ ته کیدونکي عاید پوري تړلې وي.
انځور: APطالبان د مخدره موادو له قاچاقه گټه اخلي
اسلامپالي افراطي ډلې د مخدره موادو له قاچاق څخه ډیره گټه ترلاسه کوي. بزگر باید په ډیرو مواردو کې طالبانو ته پیسې ورکړي. طالبان بیا د همدغو پیسو په مرسته د افغان او نړیوالو ځواکونو پر وړاندي خپله جگړه پرمخ بیایي.
انځور: APپه نشه یي موادو اخته ماشومان
په افغانستان کې مخدره مواد نه یوازې تولیدیږي، بلکي د دې هیواد ډیر اوسیدونکي په دغو موادو اخته هم دي. ملگري ملتونه اټکل کوي چې په افغانستان کې د ۳۰۰۰۰۰ کوچنيانو په گډون شاوخوا ۱.۵ میلیونه اخته کسان ژوند کوي.
انځور: Getty Images