د نفوس لپاره د ملګرو ملتونو له صندوق څخه کارپوهه ريچل سنو وايي چي د ۱۹۶۰مو کالونو په پېل کي په نړۍ کي د انسانانو د نفوس د زياتېدنې شرحه په ښکاره توګه راکمه شوه. د هغې په وينا په داسي حال کي چي د ۱۹۶۲ او ۱۹۶۵ کالونو تر منځ په نړۍ کي د انسانانو د نفوس د زياتېدنې کچه ۲،۱ فيصده وه، په ۲۰۰۰ عيسوي کال دغه کچه يو فيصد ته راکمه شوه. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخي به تر ۲۰۵۰ کال پوري په نړۍ کي د انسانانو د نفوس زياتېدني کچه و صفر اعشاريه پنځه فيصدو ته راټيټه شي.
د اوښتون ټکی به کله راورسيږي؟
ملګري ملتونه اټکل کوي چي د انسانانو د لا اوږد ژوند د توقعاتو او امکاناتو او په همدې شان د ماشوم زېږېدني د وړتيا و عمر ته د رسېدونکو مېرمنو د شمېر زياتېدو په تناظر کي به په ۲۰۳۰ عيسوي کال د انسانانو شمېر ۸،۵ ملياردو، په ۲۰۵۰ کال و ۹،۷ ملياردو او د ۲۰۸۰ په شاوخوا کي و ۱۰،۴ ملياردو ته زيات شي.
خو يو شمېر نور کارپوهان په دې تړاو بل ډول اټکل ته رسېدلي دي. د مثال په توګه د امريکا په متحده ايالاتو کي د روغتيا د اندازه کولو او ارزولو انستيتيوت (IHME) دوه کاله مخکي د خپل يو تحقيق پايلي خپرې کړې. په دغو کي راغلي ول چي د انسانانو د نفوس ډېرېدنې د شرحې د اوښتون ټکی به په ۲۰۶۴ کال راروسيږي. دا په دې معنی چي په ټوليزه توګه و ۱۰ مليادو شمېر ته رسېدو مخکي به لا د انسانانو د نفوس ډېرېدني شرحه له مثبت څخه منفي ته واوړي. په دغه تحقيق کي د ياد اټکل د استدلال لپاره د ماشوم زېږولو په تړاو اټکلونه ياد شوی ول.
د زېږېدنې په شمېرو کي کمښت
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخي په ۲۰۲۱ کال په احصايوي توګه هرې مېرمني د خپل ژوند په جريان کي ۲،۳ ماشومان زېږولي ول. خو تر ۲۰۵۰ کال پوري به ښايي دغه شرحه و ۲،۱ ته راټيټه شي.
لا اوږد ژوند ته توقعات زيات شوي
په نړۍ کي د انسانانو د مجموعي نفوس د زياتېدني يو لامل د انسانانو د اوسط ژوند اوږدېدل دي. په داسي حال کي چي په ۱۹۹۰ کال کي اوسطا د انسانانو و ژوند ته د ۶۳،۸ کالو توقع کېدله، په ۲۰۱۹ کي دغه توقع و ۷۲،۸ کالو ته جګه شوه. ملګري ملتونه اټکل کوي چي په ۲۰۵۰ کال به په اوسط ډول د انسان لپاره د ۷۷،۲ کالونو ژوند کولو توقع کيږي.په آلمان کي د مهاجرت شاليد لرونکو شمېر زيات سوی دی
د عمر اوږدېدنې او د زېږېدنې په شمېرو کي د کمښت و عنصر ته په کتو سره به په ټولنو کي د زيات عمر لرونکو شمېر هم زيات شي. دمګړی د انسانانو له ټول نفوس څخه لس فيصده داسي کسان دي چي عمرونه يې تر ۶۵ کالونو ډېر دي. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخي به په ۲۰۵۰ کال ياده کچه و ۱۶ فيصدو ته جګه شي. له دې کبله به د تقاعد پر دولتي نظامونو فشارونه هم زيات شي، ځکه چي کم شمېر کار کوونکي به د زيات شمېر تقاعديانو لپاره د تقاعد پیسې برابروي. د دې تر څنګ به د زړو انسانانو د مراقبت او پالنې اړتيا او په دې ډګر کي د کارګرو احتياج هم زيات شي، هغه هم په داسي حال کي چي د ځوانو کارګرو شمېر به کم شوی وي.
د م.م. د وروستي راپور په حواله په نړۍ کي د نارينه وو په پرتله د ښځو شمېر مخ پر کمېدو دی. په دغه راپور کي د افغانستان په گډون نور هغه هيوادونه پېژندلای سئ چي د سلو مېرمنو په تناسب تر سلو زيات نارينه پکښي ژوند کوي:
انځور: Reuters
قطر
۳۰۶،۳۵ نارينه د هرو ۱۰۰ مېرمنو په تناسب
انځور: picture-alliance/robertharding/T. Graham
متحد عربي امارات
۲۷۲،۲ نارينه د هرو ۱۰۰ مېرمنو په تناسب
انځور: Fayez Nureldine/AFP/Getty Images
عمان
۱۸۴،۴ نارينه د هرو ۱۰۰ مېرمنو په تناسب
انځور: Getty Images/AFP/M. Mahjoub
بحرين
۱۶۱،۳ نارينه د هرو ۱۰۰ مېرمنو په تناسب
انځور: AFP/Getty Images/M. Al Shaikh
کوېټ
۱۳۵ نارينه د هرو ۱۰۰ مېرمنو په تناسب
انځور: AP
سعودي عربستان
۱۳۰،۹ نارينه د هرو ۱۰۰ مېرمنو په تناسب
انځور: Getty Images/AFP/F. Nureldine
استوايي ګينيا
۱۲۳ نارينه د هرو ۱۰۰ مېرمنو په تناسب
انځور: AP
بهوتان
۱۱۳،۴ نارينه د هرو ۱۰۰ مېرمنو په تناسب
انځور: picture-alliance/dpa
هند
۱۰۷،۶ نارينه د هرو ۱۰۰ مېرمنو په تناسب
انځور: picture alliance/dpa/P. Adhikary
سويلي سهارا، افريقا
۱۱۰،۵ نارينه د هرو ۱۰۰ مېرمنو په تناسب
انځور: picture-alliance/dpa/M. Messara
چين
۱۰۶،۳ نارينه د هرو ۱۰۰ مېرمنو په تناسب
انځور: picture alliance/dpa/L. Xianbiao
ساموآ
۱۰۶،۶ نارينه د هرو ۱۰۰ مېرمنو په تناسب
انځور: Reuters/W. Rattay
افغانستان
۱۰۶،۴ نارينه د هرو ۱۰۰ مېرمنو په تناسب
انځور: picture-alliance/dpa/R. Gul
پاکستان
۱۰۵،۶ نارينه د هرو ۱۰۰ مېرمنو په تناسب
انځور: Shabana Haris
پاپوا نيو ګينيا
۱۰۳،۵ نارينه د هرو ۱۰۰ مېرمنو په تناسب
انځور: Axel Warnstedt
فيجي ټاپوګان
۱۰۳،۴ نارينه د هرو ۱۰۰ مېرمنو په تناسب
انځور: picture-alliance/AP/E. Valili
اردن
۱۰۲،۷ نارينه د هرو ۱۰۰ مېرمنو په تناسب
انځور: AFP/Getty Images
نايجيريا
۱۰۲،۶ نارينه د هرو ۱۰۰ مېرمنو په تناسب
انځور: Kola Sulaimon/AFP/Getty Images
ميکرونېزيايي ټاپوګان
۱۰۱،۶ نارينه د هرو ۱۰۰ مېرمنو په تناسب
انځور: Imago/blickwinkel/B. Bachmann
قبرس
۱۰۰،۳ نارينه د هرو ۱۰۰ مېرمنو په تناسب
انځور: Reuters
انځورونه1 | 20
لوی سيميز توپيرونه
د نفوس د ډېرېدني په ډګر کي د نړۍ په بيلو برخو کي شرحې ډيري متفاوتي دي. د مثال په توګه د ملګرو ملتونو اداره اټکل کوي چي تر ۲۰۵۰ کال پوري به د انسانانو د شمېر زياتېدني نيمه برخه صرف په اتو هيوادونو کي رامنځته کيږي. په وينا يې هند، نايجيريا، مصر، د کانګو دموکراتيک جمهوريت، ايتوپيا، پاکستان، فيليپين او تانزانيا به هغه شل هيوادونه وي چي د انسانانو د نفوس زياتېدنې نيمه برخه به يې په غاړه وي.
د دې تر څنګ د نړۍ په بيلو سيمو کي د انسانانو اوسط عمر څرنګوالی ډېر فرق سره لري. په داسي حال کي چي په اروپا کي اوسېدونکي اوسطا ۴۱،۷ کاله عمر لري، د افريقا د صحرا په سويل کي واقع هيوادونو د اوسېدونکو اوسط عمر ۱۷،۶ کاله دی.
هند له چين څخه مخکي
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخي به د نړۍ تر ټولو زيات نفوس لرونکي دوه هيوادونه يو د بل سره خپل مقامونه په راتلونکي کار تبديل کړي. په دې ترڅ کي به په ۲۰۲۳ کال د هند نفوس تقريبا ۱،۴ مليارډ ته او تر ۲۰۵۰ کال پوري به ۱،۷ مليارد انسانانو ته جګ شي. د چين نفوس به د اټکلونو له مخي تر ۲۰۵۰ کال پوري و ۱،۳ ملياردو انسانانو ته راکم شي.
تر ټولو زيات نفوس لرونکي هيوادونه کوم دي؟
تر ټولو زيات نفوس لرونکي هيوادونه کوم دي؟
انځور: Getty Images/AFP
۳۷ مقام ـ افغانستان ـ ۳۳ مليون انسانان ـ د نړۍ د نفوس ۰.۴۴ سلنه
د دغه مطلب معلومات د ۲۰۱۷ کال د اپريل په ۲يمه نېټه د نړيوال بانک له پاڼي څخه اخيستل سوي. دغه اعداد او شمېرې د نړيوال بانک د ۲۰۱۵ کال له اړونده راپور څخه اخيستل سوي. [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
انځور: Faheem
۲۰ مقام ـ تايلند ـ ۶۸ مليون انسانان ـ د نړۍ د نفوس ۰.۹۳ سلنه
انځور: picture alliance/dpa
۱۹ مقام ـ کانګو ديموکراتيک جمهوريت ـ ۷۷ مليون انسانان ـ د نړۍ د نفوس ۱،۰۵ سلنه
انځور: picture-alliance/dpa
۱۸ مقام ـ ترکيه ـ ۷۸ مليون انسانان ـ د نړۍ د نفوس ۱،۰۷ سلنه
انځور: picture alliance/dpa/U. Baumgarten
۱۷ مقام ـ ايران ـ ۷۹ مليون انسانان ـ د نړۍ د نفوس ۱،۰۸ سلنه
انځور: ISNA
۱۶ مقام ـ آلمان ـ ۸۱ مليون انسانان ـ د نړۍ د نفوس ۱،۱۱ سلنه
انځور: DW
۱۵ مقام ـ مصر ـ ۹۱ مليون انسانان ـ د نړۍ د نفوس ۱،۲۴ سلنه
انځور: Mosa’ab Elshami
۱۴ مقام ـ وېټنام ـ ۹۲ مليون انسانان ـ د نړۍ د نفوس ۱،۲۵ سلنه
انځور: picture alliance/dpa/G. Fischer
۱۳ مقام ـ ايتوپيا ـ ۹۹ مليون انسانان ـ د نړۍ د نفوس ۱،۳۵ سلنه
انځور: DW/Y.-G. Egziabhare
۱۲ مقام ـ فلپين ـ ۱۰۱ مليون انسانان ـ د نړۍ د نفوس ۱،۳۷ سلنه
انځور: Getty Images/AFP/J. Directo
۱۱ مقام ـ جاپان ـ ۱۲۶ مليون انسانان ـ د نړۍ د نفوس ۱،۷۲ سلنه
انځور: DW
۱۰ مقام ـ مکسيکو ـ ۱۲۷ مليون انسانان ـ د نړۍ د نفوس ۱،۷۳ سلنه
انځور: picture-alliance/Zuma/El Universal
۹ مقام ـ روسيه ـ ۱۴۴ مليون انسانان ـ د نړۍ د نفوس ۱،۹۶ سلنه
انځور: picture-alliance/dpa/A. Burgi
۸ مقام ـ بنګله دېش ـ ۱۶۱ مليون انسانان ـ د نړۍ د نفوس ۲،۱۹ سلنه
انځور: Getty Images/AFP/M. U. Zaman
۷ مقام ـ نيجيريا ـ ۱۸۲ مليون انسانان ـ د نړۍ د نفوس ۲،۴۸ سلنه
انځور: C. de Souza/AFP/Getty Images
۶ مقام ـ پاکستان ـ ۱۸۹ مليون انسانان ـ د نړۍ د نفوس ۲،۵۷ سلنه
انځور: picture-alliance/dpa
۵ مقام ـ برازيل ـ ۲۰۸ مليون انسانان ـ د نړۍ د نفوس ۲،۸۳ سلنه
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Penner
۴ مقام ـ اندونيزيا ـ ۲۵۸ مليون انسانان ـ د نړۍ د نفوس ۳،۵۱ سلنه
انځور: Getty Images/Ulet Ifansasti
۳ مقام ـ متحده ايالات ـ ۳۲۱ مليون انسانان ـ د نړۍ د نفوس ۴،۳۸ سلنه
انځور: Reuters/C. Barria
۲ مقام ـ هند ـ ۱۳۱۱ مليون انسانان ـ د نړۍ د نفوس ۱۷،۸۵ سلنه
انځور: Getty Images/AFP/S. Kanojia
۱ مقام ـ چين ـ ۱۳۷۱ مليون انسانان ـ د نړۍ د نفوس ۱۸،۶۶ سلنه
د دغه مطلب معلومات د ۲۰۱۷ کال د اپريل په ۲يمه نېټه د نړيوال بانک له پاڼي څخه اخيستل سوي. دغه اعداد او شمېرې د نړيوال بانک د ۲۰۱۵ کال له اړونده راپور څخه اخيستل سوي. [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]