1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر میلیاردونو ډالرو جریمې سربیره فسبوک مخ پر ودې روان دی

۱۳۹۸ مرداد ۳, پنجشنبه

فیسبوک په یوه ورځ کی د یو میلیارده ډالر جریمې او د څار امریکایي ادارې د تازه پلټنو څخه خبر ورکړی. په عین حال کی د دغه ټولنیزې شبکې تجارت په چټکۍ سره مخ پر ودې دی او کاروونکي یی هم مخ په زیاتیدو دي.

Symbolbild Facebook
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Drew

 فیسبوک په امریکا کی د کاروونکو د شخصي اطلاعاتو د پټ نه ساتلو په اړه د پیسو بې ساری جریمې له عهدې څخه په آسانۍ راووت. د کال په دوهمه ربع کی دغې ټولنیزې شبکې، پوره ۲ اعشاریه ۶ میلیارده ډالر گټه کړې. یعنی د یوه کال مخکې په پرتله نیم برابره ډیرې پیسې یې ګټلي دي. له دغو پیسو څخه فیسبوک نور دوه میلیارده ډالر، د کاروونکو د شخصي اطلاعاتو د نه ساتنی په اړه پلټنو ته د جریمې په توگه، امریکایې چاروکو ته ورکړي دي. فسبوک د چهارشنبې په ورځ د اسهامو د بازار تر تړل کیدو وروسته خبر ورکړی چې، د تیرکال همدې مودې په پرتله یې عاید ۲۸ سلنه یعنې ۱۶ اعشاریه ۶ میلیارده ډالر زیات سوی دی.

په عین وخت کې د فسبوک د شبکې د کاروونکو د شخصي معلوماتو په برخه کې د پلټنې د درولو له پاره، یادې ټولنیزې شبکې امریکايي ادارو ته د پنځه میلیارده ډالرو د ورکړې له پاره چمتو والی ښوولی دی. د روان میلادي کال په لومړۍ ربع کې فیسبوک درې میلیارده ډالر وسپمولې او په دوهمه ربع کی دغې شبکې، یو اعشاریه یو میلیارد ډالر چی، د یو بلې حقوقي شخړې له امله یې په لاس راوړې وې، هم دغو سپمول سوو پیسو ته وراضافه کړي دي.

د امریکا د عدلیې وزارت تر دې یوه ورځ مخکې هم د لویو آنلاینی شبکو په اړه د پلټنو فهرست خپور کړ خو په هغوی کې فسبوک ته په ځانگړې ډول اشاره نه وه سوې.

تر اوسه پورې، د فسبوک تجارت هیڅکله مخ په کښته نه دی روان سوی. په دې ترڅ کې د فسبوک د فعالو کاروونکو میاشتنی شمیر، د درو میاشتو په ترڅ کی له ۲ اعشاریه ۳۸ میلیارده څخه ۲ اعشاریه ۴۱ ته پورته سوی دی. له دې ډلې څخه هره ورځ یو اعشاریه ۵۹ میلیارده کسان له فیسبوک څخه کار اخلي. همدارنگه په شمالي امریکا او اروپا کې هم د فیسبوک بازارنو په ښکاره ډول ډیرې پسې ګټلي دي.

پر فسبوک د میلیاردو جریمې ترڅنگ، امریکایی نظارتی چارواکو د راتلونکو ۲۰ کلونو له پاره نور تدابیر، لکه د شخصي اطلاعاتو کنترول په هکله هم یو لړ تدابیر وضع کړي. له دغو تدابیرو څخه یو یې دا دی چې د دغې ټولنیزې شبکې په اداري شورا کې د شخصي اطلاعاتو د څارنې له پاره یوه بله کمیټه هم وراضافه سي.

دا په داسې حال کې ده چې فسبوک ویلي چې دغه کمیټه به په کال کې څلور ځله غونډې ترسره کوي. سربیره پر دې به فسبوک د نورو عرضه کوونکو شرکتونو د  پلت فورمونو څارنه هم په دقیق ډول وکړي او د سرغړونې په صورت کې به جدي اقدام ترسره کړي. همدارنگه نوموړي شبکې ته اجازه نه ورکول کیږي چې له امنیتی لحاظه راټولې سوې، د تلفون شمیرې دې د اعلاناتو له پاره وکاروي.

(gp/kh (dpa

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب