1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر ناوالنی باندي زهري برید لویدیځ په غوصه کړی

۱۳۹۹ شهریور ۱۳, پنجشنبه

یوې لابراتواري نتیجې د لویدیځ او روسیې ترمنځ اړیکي زیانمني کړې. پس له هغه چي د کریملن د منتقد ناوالنی په وینه کي یوه عصبي کیمیاوي ماده ثابته سوه، انګیلا میرکل، اروپايي ټولني او ناټو له خوا سخت غبرګونونونه رامنځته سول.

Moskau | Alexei Nawalny  FBK Razzia Polizei
انځور: Getty Images/AFP/D. Dilkoff

د آلماني پوځ د یوه ځانګړي لابراتوار په حواله د روسیې رژیم منتقد الکسي ناوالني د نوویچک په نامه عصبي کیمیايي مادې په وسیله مسموم سوی وو. د آلمان حکومت دغه لابراتواري نتیجه بې له شکه بولي او د روسیې له حکومته یې په دې اړه د سمدستي وضاحت غوښتنه کړې ده.

نړۍ د یوه جواب په تمه ده

صدراعظمې انګیلامیرکل د روسیې د مشرتابه د منتقد له یوه زهري قتل څخه خبره کړې ده چي باید خوله یې پټه سوې وای. میرکل وویل: »اوس نو سختي جدي پوښتني رامنځته کیږي چي یوازي د روسیې حکومت کولای سي او مجبور دی هغو ته جواب ووایي. هغې وویل له ناوالنی سره جنایت د هغو اساسي ارزښتونو او حقونو پرضد جنایت دی چي موږ یې ملاتړ کوو. نړۍ د یوه جواب په تمه ده.

د جرمني خارجه وزارت د روسیې سفیر سیرګي نیچایف راغوښتی تر څو له روسیې څخه غوښتنه وکړي چي موضوع په هر اړخیزه او شفاف ډول توضیح کړي. خارجه وزیر هایکو ماس ویلي: روسیه باید مسئول کسان تعقیب او د قانون منګلو ته وسپاري.

د دغو پلټنو نتایج د روسیې او آلمان او همدارنګه نورو غربي هیوادونو ترمنځ اړیکي چي بې له هغه هم ترینګلي دي، یووار بیا لاپسې کړکیچڼي کړې. د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبیرګ ویلي دي چي د کیمیاوي وسلو هر ډول کارول نړیوالي سولي او امنیت ته یو ګواښ دی، آلمان به د اروپايي ټولني له خپلو نورو شریکانو سره په ګډه ددغي موضوع په وړاندي خپل غبرګون وښيي.

کوما حالت ته د ناوالني تلل

ناوالني چي د اګست پر ۲۰ مه په خپل ټاټوبي کي د الوتکي د پرواز پر وخت په کوما کي ولاړ، اول په اومسک کي معاینه سوی وو، اوس د هغه د کورنۍ د غوښتني سره سم د برلین په شاریتې کي تر درملني لاندي دی. آلماني ډاکټران هم څو ورځي مخکي تر کلینیکي آزموینو وروسته په دې نظر ول چي هغه به مسموم سوی وي. خو د روسیې حکومت دغه ډول څرګندوني له وخته مخکي بللي وې.

د شاریتي کلینیک خبر ورکړی چي د ناوالني روغتیايي حالت اوس هم د اندیښنې وړ دی، هغه په عاجل بستر کي تر درملني لاندي دی او مصنوعي تنفس ورکول کیږي.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلای شئ!

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل