پر نوي ډلي د لوګيو او دودانو یوه لویه څپه راغلې ده
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه:
انځورونه: چاودېدونکي توکي، کافې او پلاسټيک له حيواني فضوله موادو
انځور: Aref Karimi/AFP/Getty Imagesباکلان گوآنا ـ څره او چاودېدونکي توکي
دغه مرغه تر اټکل څخه زيات خطرناک دی. د باکلان گوآنا نومي دغه مرغه فوضله مواد تر اندازې زيات فاسفور لري. له همدې کبله د دغه مرغه ياد مواد تر زيات وخت پوري د څري په توګه استعمالېدل او حتی ورڅخه چاودېدونکي توکي يا بارود جوړېدل.
انځور: picture alliance/blickwinkel/Fess-Kleinد نړۍ تر ټولو ګران قيمته کافې
خواګرزن خو حقيقت: د زبادياتو د کورنۍ د دغه حيوان له خوا خوړل سوي او بيا په فوضله موادو کي راوتلي د کافې پلۍ د نړۍ تر ټولو ګران قيمته کافې پلۍ دي. ويل کيږي چي د دغې ځانګړي کافې د يو کلو ګرام له پاره شوقيان تر ۱۰۰۰ يورو پوري قيمت ادا کوي.
انځور: APد نړۍ تر ټولو مشهور د حيواناتو اړخيز توليد د مچيو ګبين دي. د صرف يو کلوګرام عسلو له پاره بايد يوه مچۍ د درو او څلورو مليونو تر منځ ګلانو ته ورسي او يوه دومره لويه فاصله پرواز وکړي چي د نړۍ د کُرې څو چنده کيږي. د مچيو يو خيل چي تقريبا ۶۰ زره کارګرې مچۍ ولري په ټول کال کي د ۲۰ او ۳۰ کلو تر منځ ګبين توليدوي.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Pleulدغه کوچنۍ حشره د نړۍ يو د تر ټولو محبوبو ټوکرانو يا رخت له پاره تار جوړوي. د ورېښمو دغه يو چينجی يو داسي اوږد تار جوړوي چي ۳۰۰۰ متره اوږدوالی لري.
انځور: Aref Karimi/AFP/Getty Images