د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې یو شمېر چارواکي وايي، له ایرانه د برېښنا د وارداتو په کمېدو سره د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د ډېرو فابریکو تولیدات له ستونزو سره مخ شوې.
د دې ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې د رهبرۍ غړی زلمی سعیدي وايي چې وروسته له هغه چې په هرات کي د ایران وارداتي برېښنا کمه شوې، په صنعتي ښارګوټي کي ګڼ شمیر مشکلات رامنځ ته شول. نوموړی زياتوي: »زموږ ډېری د پلاستیکي او خوراکي توکیو فابریکې ۲۴ ساعته برېښنا ته اړتیا لري، خو له بده مرغه دې ستونزې زموږ د تولیداتو اندازه کمه کړې او پر کیفیت ېې منفي اغېز کړې ده»
په روانه اونۍ کي له ایران څخه هرات ته د ۷۰ میګاواټه وارداتي بریښنا ۳۰ میګاواټه کمه سوې ده.
سعیدي له مسوولینو وغوښتل چې په دې اړه له ایراني چارواکو سره خبري وکړي، څو د برېښنا د کمښت ستونزه ژر تر ژره هواره شي.
د هرات يو شمېر اوسېدونکي په دغه ولايت کې د برېښنا له نشتوالي اندېښنه ښوولې ده.
د هرات اوسېدونکی نثار احمد وايي، د برېښنا د پرې کېدو له امله د دوی د کور ډېر برېښنايي وسایل سوځېدلي دي. هغه وويل: «زموږ په کور کې زياتره برقي وسایل د برییښنا د کم ولټاژ يا د بريښنا د پرچاوۍ له امله سوځيدلي دي او په دې برخه کې ماته شاوخوا ٧٠ زره افغانۍ زيان اوښتی دی.« نوموړی وايي چې د دې ډول بریښنا تر ګټي یې زیان ډیر دی.
په همدې حال کې د هرات د برېښنا ریاست سرپرست ملا خیرمحمد معراج دویچه ویله سره خبرو کي وویل چې ایران په ژمي کې د تخنیکي ستونزو له امله افغانستان ته د برېښنا واردات محدود کړي دي.
برېښنا شرکت: ازبکستان افغانستان ته وارداتي برېښنا ۶۰ سلنه کمه کړې
نوموړي زياته کړې: «دا ستونزه به ژر حل سي. پرون د هرات والي د ایران له جنرال قونسل سره خبرې وکړې او ایراني لوري ژمنه وکړه چې د وارداتي برېښنا د کمښت په برخه کې به یاده ستونزه هواره کړي»
د ویلو ده چې د افغانستان په لوېديځ کې د هرات برېښنا له دوو ګاونډيو هېوادونو ترکمنستان او ايران څخه تمویلیږی چې هرات هر کال له ترکمنستان څخه ۴۰۰ میلیونه کیلو واټه او له ایران څخه هر کال ۹۰۰ میلیونه کیلو واټه بریښنا واردوي. په ټولیز ډول دغه ولایت ۱۹۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري.
زموږ له آرشيف څخه:
د نړۍ اوه سلنه بریښنا لا دمخه له باده تولیدیږي. په راتلونکي کې به لس ځله د باد بریښنا ته اړتیا وي. په بحر او ځمکه کې د باد عصري توربینونه، ستر، لوړ او ډیر اغیزمن کیږي.
انځور: Jan Oelkerد باد بریښنا له سلونو کلونو راهیسې د اوبو پمپونه، د غنمو يا غلو دانو ژرندې او حتی کښتۍ چلوي. په ۱۹ پیړۍ کې په اروپا کې لس زره د باد توربینونو شتون لاره. هالنډيان (عکس) دوی له هرڅه پورته د ژورو ځمکو وچولو له پاره کارولي او په دې توګه ځمکه ترلاسه کوي. نن ورځ، د باد عصري توربینونه زیات شوي او ډیره پاکه بریښنا تولیدوي.
انځور: picture-alliance/ImageBroker/J. Tackباد او لمر په نړۍ کې ترټولو ارزانه برېښنا تولیدوي. د ډبرو سکرو یا اټومي برېښنا په پرتله، دا یوازې نیم یا څلورمه برخه لګښت لري. په بحر کې د ساحلي سیسټمونو څخه د باد برېښنا اوس مهال د ځمکې په پرتله دوه چنده يې قيمت لوړ دې، مګر لګښتونه یې هم دلته راټیټیږي. د وړاندوینو له مخې، د باد برېښنا لګښت قيمت به تر 2050 پورې نیمایي شي.
انځور: picture alliance / Zoonarبرلين ته نږدي د باد زاړه توربینونه ليري او نوي ځای پر ځای کیږي. د باد نوي توربینونه د شل کاله پخوا توربینونو په پرتله شاوخوا ۲۵ځله ډیر اغیزمن دي. دا توربینونه تر ۶۰۰۰ کیلوواټو پورې تولید لري او د ۲۲۰۰۰ خلکو د برېښنا اړتیاوې پوره کوي. ۲۵ کاله دمخه يې ۵۰۰ کیلو واټه تولیدولی شوای.
انځور: Patrick Pleul/ZB/picture alliance باد د ځمکې په پرتله په سمندر کې ډیر ثابت او ځواکمن دی. د نړۍ شاوخوا پنځه سلنه د باد برېښنا له ورته سیسټمونو څخه راځي. د ساحل توربینونه په ځانګړي ډول لوی (لوړ) دي او ډیر ژر باید شاوخوا تر ۱۶۰۰۰ کیلوواټو پورې تولید ولري چې تر ۸۰۰۰۰ خلکو له پاره برېښنا توليد کړي، خو په سمندر کې جوړښت او ساتنه خورا پیچلې ده.
انځور: Areva Multibrid/Jan Oelkerپه سمندر کې د توربین نصبول اسان کار نه دی، خو دغه کار بيا لامبو وهونکي سیسټمونو اسانه کړی دی.
انځور: vestas.comخلک هم د بادي برېښنا ته ډېر خوشحاله دي.
انځور: Energiegenossenschaft Starkenburg eGپه بادي برېښنا لرونکو سیمو کې، د سیسټمونو ساتلو له پاره ډیرو کارپوهانو ته اړتیا ده. په آلمان کې ۴۰۰۰۰خلک د باد فارمونو عملیاتو سره مرسته کوی. دا د آلمان د ډبرو سکرو په پرتله دوه چنده دندې دي. په ټوله نړۍ کې 1,2 ملیونه خلک د باد په صنعت کې کار کوي.
انځور: Hendrik Schmidt/dpa/picture allianceد باد برېښنا په زړه پوري ده او ډېر یې په نوې ټیکنالوژۍ کار کوي. د هامبورګ په بندر کې دا عمودی سیسټم د پام وړ دی، خو دا توربینونه اقتصادي نه دي. ځکه چې په عمودي سیسټمونو سره د برېښنا لیږد د دوديز باد توربین په پرتله لږ مناسب دی.
انځور: Joko/Bildagentur-online/picture alliance د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د ښوونځي زده کونکي د چاپيريال ساتني او غیر فعال سیاست پروړاندې د آلمان په کولن ښار کې مظاهره.
انځور: DW/G. Rueterد تخنیک نوي زيرمه چې ډير ښه ښکاری
انځور: picture-alliance/Global Warming Images/A. Cooperد سکرو پرتله له باد څخه برېښنا
انځور: picture-alliance/dpa/J. Tackد امريکا په کاليفورنیا کي د بادي برېښنا فارم
انځور: picture-alliance/Design Pics/I. Grantد آلمان په نوردراين ویستفالن ايالت کې د بادي برېښنا پارک منظره
انځور: picture-alliance/dpa/O. Bergانځور: picture-alliance/dpa/Imaginechina/Song Weixing په هالند کي د بادي برېښنا توليد.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Büttnerد بادي برېښنا د توليد له پاره د توربين درولو ځای په نخښه کول.
انځور: SkySails Group GmbHپه اوبو کي د بادي برېښنا د توليد توربين درول.
انځور: Huang Hai/Photoshot/picture alliance په اوبو کي د پايي درولو کار خورا ستونزمن وي. خو وروسته يې بيا ګټه ډېره وي.
انځور: SEBASTIEN SALOM GOMIS/AFP/Getty Imagesدلته باد تر بل هرځای تيز او د برېښنا توليد زيات وي.
انځور: Principle Power Incواړه توربينونه هم سته چي وزن يې لږ او درول يې اسانه وي.
انځور: Photoshot/picture alliance انځور: SkySails Group GmbH ورځ تر بلي د بادي برېښنا د توليد علاقه ډېريږي.
انځور: SkySails GmbH & Co. KGيو وخت کي بادي ژرندي ډېري وې.
انځور: Stefan Ernst/Zoonar/picture allianceپه کم باد لرونکو سیمو کي هم د باد انرژي
په تیرو دوه لسیزو کې، د باد توربین ټیکنالوژي د پام وړ وده کړې. سیسټمونه ورځ تر بلې اغیزمن کیږي او انرژي راټولوي. حتی په هغه ځایونو کې چې لږ باد لري.
انځور: picture-alliance/dpa/W. lang