په برلین کې یوه نوې انترنيتي پاڼه د مهاجرو په اړه د سیاستوالو ژمني ارزوي. د مهاجرو موضوع په اروپا کي په ټاکنو کې په یوه مرکزي موضوع بدله شوې ده. خو ډیر وخت رسنۍ دا موضوع په ښه توګه تر پوښښ لاندې نه راولي.
اعلان
سږ کال په اروپا کې ډیر مهم انتخابات کیږي. خو رسنۍ د مهاجرو موضوع چې په اروپايي کي د انتخاباتو تر ټولو ډېره د بحث وړ موضوع ده، داسي تر پوښښ لاندي راولي چې په دې اړه بحث نه یوازې زیانموي، بلکي د عوامپالو د غیر عملي او پاروونکو ژمنو له لارې د خلکو غولول اسانه کوي.
همدې خبرې په برلین کې میشتې لیواکلې او څیړونکې کریستینا لي او مریم اسید، دې ته وهڅول چې د «کډوال رای اچوونکي» په نوم یوه انترنتي پاڼه جوړه کړي. د دې انترنتي پاڼې هدف د «کډوالي په اړه د ټاکنیزو ژمنو اسنانه کول یا د فهم وړ کول» دي.
دا سخت کار نه دی چې د بریکزیت، دونالد ترمپ، ګیرت ویلدرز، ماري له پین او د آلمان له پاره بدیل ګوند تر منځ یوه ګډه رشته په نخښه شي. دا ټولې پدیدې له مهاجرو څخه ویره او د هغوی د مخنوي له پاره د افراطي او نمایشي ژمنې یو له بلې سره تړي. خو لي وایي چې دغه ژمنې ډیر وخت ماتیږي خو رسنۍ په دې کې پاته راغلي دي چې د شویو ژمنو په اړه دغه خبره په ګوته کړي.
د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې په انټرنيت پاڼه کې د دغو لسو مخکښو هيوادونو په دوام تر ۱۲۱ مقام پورې د نورو هيوادونو نومونه، د پيسو مقدار او د مرستې څرنګوالي يې هم خپاره شوي.
انځور: Getty Images/AFP
۲۰ مقام: سعودي عربستان
څه باندې ۱۹ ميليونه ډالر
انځور: AP
۳۰ مقام: آلمان خصوصي مرستې
څه باندې ۹ ميليونه ډالر
انځور: Getty Images/C. Koall
۴۰ مقام: د چک د خلکو جمهوريت
نژدې درې ميليونه ډالر
انځور: Reuters/I. Zehl
۵۰ مقام: سعودي عربستان (خصوصي مرستې)
۸۸۰۴۳۵ ډالر
انځور: DW/H. Sirat
۶۰ مقام: د اروپا پراختيايي بانک شورا
۲۵۶۱۶۱ ډالر
انځور: Getty Images/C. Court
۷۰ مقام: استراليا (خصوصي مرستې)
۷۱۳۹۲ ډالر
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Rycroft
۸۰ مقام: پيرو
۴۹۶۴۲ ډالر
انځور: AP
۹۰ مقام: هولي سي
۳۰ زره ډالر
انځور: Getty Images/AFP/F. Monteforte
۱۰۰ مقام: موزامبیک
۱۰۱۶۳ ډالر
انځور: picture-alliance/dpa/E. Waga
۱۱۰مقام: قزاقستان ( خصوصي مرستې)
۵۰۰۰ ډالر
انځور: Getty Images/C. Court
۱۲۰ مقام: ونزيويلا( خصوصي مرستې)
۱۰۱ ډالر
انځور: Getty Images/A. Joyce
او ۱۲۱ (وروستی) مقام: قبرس( خصوصي مرستې)
۵۵ ډالر، انځورنه د دویچه ویله له آرشیف څخه [د دغه راپور معلومات د ۲۰۱۷ کال د اپريل په ۹مه نېټه د ملګرو ملتونو د مهاجرت د ادارې له انټرنيت پاڼې څخه اخيستل سوي. [ترتيب کوونکی: محمد کريم صالح] ]
انځور: DW
انځورونه1 | 22
لي وایي: «یو کس لنډه موده د یوه ظالمانه کار پر ترسره کولو سربیره هم په تیښته بریالی کیدای شي. ډیر هیوادونه دا کار کوي. خو په پای کې بیا دا هرڅه قانوني غبرګونونه لري. هغه سیاستوال چې د ډیرو کارونو د ترسره کولو ژمنه یې کړې ده، بیا وروسته په محکمو کې بسیا کیږي. دا هغه څه نه دي چې خلک ورته رایې ورکوي.»
ولسمشر ترمپ په وروستیو وختونو کې دغه شان یو حالت تجربه کړ. کله چې هغه د خپلو انتخاباتي ژمنو پر اساس امریکا متحدو ایالاتو ته د اووه اکثریت مسلمان میشته هیوادونو د وګړو پر راتګ باندې بندیز ولګاوه، نو محکمې د هغه د فرمان مخه ونیوله. لي وایي: «موږ ولیدل چې د دې کار د ترسره کولو کومه قانوني لار موجوده نه وه. دا له دې کبله نه ده چې هغه کم عقله دی او غیر قانوني لار یې انتخاب کړې وه. هغه کولای شوای چې دغه فرمان په شل نورو ډولو هم صادر کړي، خو یو به یې هم عملي شوی نه وای دا د اساسي قانون او د کډوالو د قوانینو له کبله. دا به په هیڅ صورت هم ممکنه نه وای.»
لي له دویچه ویله سره په خبرو کې روښانه کړه چې آن هغه کسان چې غواړي خپلو هیوادونو ته د مهاجرو د راتلو مخه ونیسي باید د سیتوالو په ټولو ژمنو باور و نه کړي: «آن که تاسو داسې یو کس یاست چې غواړئ خپل هیوادته د مهاجرو د راتګ مخه ونیسئ، بیا هم باید له تاسو سره د داسې یوه کس په څیر چلن و نه شي چې په هره خبره غولیږي او بیا داسې ژمني کوي چې پرې عمل نه شي کولای.»
د کومو هيوادونو د وگړو زياته برخه مهاجر جوړوي؟
مهاجرت د کارموندنې او نورو دلايلو پر اساس له خپل اصلي هيواد څخه په بل هيواد کي مېشتېدلو ته هم ويل کيدلای سي. په دغه انځوريز راپور کي د نړۍ هغه ۱۰ هيوادونه درپېژنو چي پکښي د نفوس زياته برخه يې مهاجر يا بهرنيان دي:
انځور: picture-alliance/dpa/Stringer
۱۰ مقام ـ لکسمبورګ (اروپا) ـ د نفوس ۴۳،۹۷ فيصده يې مهاجر دي
د دغه انځوريز راپور له پار معلومات د ۲۰۱۷م کال د فبرورۍ مياشتي پر ۱۶مه نېټه له (telegraph.co.uk) پاڼي څخه اخيستل سوي دي. د نفوس په تړاو راغلي شمېرې د ۲۰۱۵م کال له پاره صدق کوي. [ليکونکی: احمدولي اڅکزی]
انځور: picture-alliance/chromorange
۹ مقام ـ سينګاپور (آسيا) ـ د نفوس ۴۵،۳۹ فيصده يې مهاجر دي
انځور: picture alliance/dpa/Robertharding
۸ مقام ـ بحرين (عربي خليج) ـ د نفوس ۵۱،۱۴ سلنه وگړي يې بهرنيان دي.
انځور: Getty Images/AFP/M. Naamani
۷ مقام ـ موناکو (اروپا) ـ د نفوس ۵۵،۳۷ فيصده يې مهاجر دي
انځور: Getty Images/AFP/V. Hache
۶ مقام ـ ماکاو (چين) ـ د نفوس ۵۸،۲۸ فيصده يې مهاجر دي
انځور: picture-alliance/dpa/Stringer
۵ مقام ـ اندورا (اروپا) ـ د نفوس ۶۰،۱۲ فيصده يې مهاجر دي
انځور: picture alliance/Uwe Gerig
۴ مقام ـ ليشتنشتاين (اروپا) ـ د نفوس ۶۱،۸۲ فيصده يې مهاجر دي
انځور: picture-alliance/Ulrich Baumgarten
۳ مقام ـ کوېت (جزيرة العرب) ـ د نفوس ۷۳،۶۴ فيصده يې مهاجر دي
انځور: picture-alliance/robertharding/G. Hellier
۲ مقام ـ قطر(جزيرة العرب) ـ د نفوس ۸۵،۵۱ فيصده يې مهاجر دي
انځور: Getty Images
۱ مقام ـ متحده عربي امارات (جزيرة العرب) ـ د نفوس ۸۸،۴ فيصده يې مهاجر دي
د دغه انځوريز راپور له پار معلومات د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ مياشتي په ۱۶مه نېټه له (telegraph.co.uk) پاڼي څخه اخيستل سوي دي. د نفوس په تړاو راغلې شمېرې د ۲۰۱۵ کال له پاره صدق کوي. [ليکونکی: احمدولي اڅکزی]
انځور: picture alliance/dpa/T. Waltham
انځورونه1 | 10
د رسنیو تیروتني
لي په دې نظر ده چي رسنې په دې کې پاتې راغلي، څو دا موضوع په ګوته کړي چې د مهاجرو په اړه د ترمپ ژمني غیر عملي دي. هغه وایي: «داسې ښکاري چې رسنۍ د دغه شان افراطي شیانو له ترویجولو خوند اخلي. خو هغوی ډیر وخت د هغوی [د سیاستوالو د ژمنو] په اړه پوښتنې نه راپورته کوي. د بېلگې په تگه دا پوښتنه: سمه ده خو تاسو به دغه کار څرنګه ترسره کړئ؟»
د «مهاجر کډوال» انترنتي پاڼې هدف همدا دی چې د سیاستوالو د پالیسو آرزونه وکړي چې تر کومه حده پورې عملي کیدای شي او وڅیړي چې ایا د یوې ژمنې د عملي کیدو له پاره قانوني لاري چارې شته او که نه.
د فرانسې افراطي ښي اړخه سیاستواله ماري له پین، چې اوس د دې هیواد د ولسمشرۍ له پاره نومانده ده، د دغه شان یوې آرزونې له پاره یو عالي بیلګه ده. لي وایي په داسې حال کې چې له پین د کډوالو او مسلمانانو پر ضد خبرې کوي، د هغې سیاستونه به پر ځينو محدودو کسانو باندې ډیره لږ اغیزه ولري.
لي زیاتوي چې د فرانسې بل ښی اړخه نوماند فرانسویس فیلن، بیا د کډوالۍ موضوع په اړه ډېر معلومات لري او داسې لارې چارې یې موندلي دي چې د کډوالو له پاره ژوند سختولی شي.
د پناه غوښتنې مراحل په آلمان کي کوم دي؟
په آلمان کي د پناه غوښتنې پروسه څنګه وي؟ د پناه غوښتنې پروسه کومي مرحلې لري؟ چا ته پناه ورکول کيږي؟ د دغو او نورو مهمو پوښتنو جوابونه په دغه انځوريز راپور کي ولولئ:
انځور: picture-alliance/Frank May
مهاجرت او د آلمان اساسي قانون
د آلمان د اساسي قانون د مادې ۱۶ الف (Art. 16a Grundgesetz) له مخي هغه کسان په آلمان کي د پناه ترلاسه کولو حق لري چي د خپل سياسي آند له کبله په خپل هيواد کي تر تعقيب لاندي وي. پناه خوښتونکي کولای سي چي په رسمي توګه د پناه غوښتني پروسې ته داخل سي. د پناه غوښتنې بيلي مرحلې په ځانګړي قانون (AsylVfG) کي تنظيم سوي دي. د دغې پروسې په تړاو څو مهم ټکي په راتلونکو انځورونو کي ولولئ:
انځور: dpa
۱ ـ آلمان ته راتګ ـ لومړۍ سرپناه
پناه غوښټونکی د آلمان سرحد ته د رارسېدو سره سم چارواکو ته وايي چي «د پناه غوښتنه» کوي. هغه د «پناه غوښتونکو له پاره لومړني» کمپ ته لېږدول کيږي. پناه غوښتونکی هلته ثبتيږي او ځای پر ځای کيږي. زياتره وختونه دغه ځای په جګو کټارو يو تړلی ځای وي چي پوليس، طبي کسان، کانتين او داسي کوټې يا اطاقونه لري چي زيات مهاجر پکښي ځای پر ځای کيږي. په ټول آلمان کي د دا ډول ځايونو يا لومړي کمپونو شمېر تقريبا ۲۰ دی.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Schutt
۱ ـ آلمان ته راتګ ـ ثبتېدنه
په عمومي توګه مهاجر تر حد اکثر ۳ مياشتو پوري د ثبتېدنې او لومړۍ سرپناه له پاره په لومړي کمپ کي ځای پر ځای کيږي. د هغه وروسته پناه غوښتونکي د آلمان پر فدرالي ايالتونو او ښارونو د مهاجرو د ويش د ځانګړي او منظمې پروسې او معلومي سهميې په ترڅ کي په ټول آلمان کي ويشل کيږي.
انځور: DW/N. Rujevic
۲ ـ د پناه رسمي غوښتنه
د ثبتونې او لومړۍ سرپناه و کمپ ته نژدې عموما د آلمان د پناه غوښتنې او کډوالۍ د فدرالي ادارې (BAMF) يوه باندنۍ څانګه هم واقع وي، چيري چي د پناه رسمي غوښتنه کيدلای سي. په دې ترڅ کي پناه غوښتونکو ته د (Aufenthaltsgestattung) په نوم د پاته کېدو عبوري اقامه ورکول کيږي، تر څو چي د پناه غوښتنې د دوسيې فيصله راځي.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Weigel
۳ ـ انټرويو يا سماعت ـ دلايل
د آلمان د قانون له مخي د پناه غوښتنې مرکه، سماعت يا انټرويو د پناه غوښتنې او کډوالۍ د فدرالي ادارې د مسؤل چارواکي او د يو ژباړونکي په حضور کي تر سره کيږي. د دغه مرکې مقصد د هجرت لاملونه معلومول وي. پناه غوښتونکی په دغه مرکه کي څرګندونې کوي چي ولي مهاجر سوی او دا چي د څه ډول تعقيب او ګواښ څخه مهاجر سوی دی.
انځور: picture-alliance/arifoto UG/M. Reichel
۳ ـ انټرويو يا سماعت ـ اسناد
د پناه غوښتنې د انټرويو په ترڅ کي پناه غوښتونکی خپل شته اسناد او د پناه غوښتنې له پاره مهم کاغذات هم وړاندي کوي. هغه مسؤل چارواکی چي دغه مرکه کوي هغه بيا د خپلو معلوماتي منابعو پر اساس د پناه غوښتونکي د پناه پر غوښتنه فيصله کوي. دغه فيصله او د فيصلې استدلال بيا په ليکلې توګه و پناه غوښتونکي ته لېږدول کيږي.
انځور: picture-alliance/Frank May
۴ ـ قبولي ـ درې کلنه اقامه
که پناه غوښتونکی قبولي تر لاسه کړي نو بيا ورته حد اکثر د ۳ کالو له پاره د (Aufenthaltserlaubnis) په نوم اقامه ورکول کيږي. قبول سوی دغه کس د آلمان په ټولو سيمو کي د ژينيف د کانوېنسيون په ړنا کي يو شمېر حقونه لري چي پکښي د کار کولو حق، مسلکي او يو شمېر ټولنيزو مرستو آسانتياوي شامله دي.
که د پناه غوښتنه په دې دليل رد سي چي د مثبت جواب يا قبلولو له پاره يې اړين دلايل نسته او يا دا چي دلايل به نه وي، نو بيا اړونده چارواکی د پناه غوښتونکي د اصلي ټاټوبي هيواد وضعه ارزيابي کوي. دغه چارواکی ګوري چي ايا دغه هيواد ته د پناه غوښتونکي بېرته لېږد توجيه کيدلای سي که څنګه.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Media
۵ ـ ردېدنه يا منفي جواب ـ د ديپورت توجيه
د ردېدنې په صورت کي مسؤل چارواکی ګوري چي و خپل هيواد ته د بېرته لېږد په صورت کي خو به رد سوي پناه غوښتونکي ته ګواښونه نه وي ورپېښ. ديپورت يوازي په هغه صورت کي توجيه کيدلای سي چي د بېرته لېږد په صورت کي په اصلي هيواد کي رد سوی پناه غوښتونکی د شکنجې، د اعدام د سزا، د غېر انساني چلن، د تذليل کوونکې سزا يا چلن او په همدې شان د بدن، ژوند او آزادۍ له پاره د يو شمېر نورو ورته ګواښونو سره نه وي مخامخ.
انځور: DW/Z. Danhong
۵ ـ ردېدنه يا منفي جواب ـ د ديپورت ګواښ
که مسؤل چارواکی دې نتيجې ته ورسيږي چي د بېرته لېږد په صورت کي رد سوي پناه غوښتونکي ته په خپل هيواد کي ياد ګواښونه نه پيښيږي، نو بيا د پناه غوښتنې د ردېدو فيصله صادروي. که پناه غوښتونکی تر هغه وخته د (Aufenthaltstitel ) اقامه ونه لري، نو ورڅخه غوښتنه کيږي چي آلمان پرېږدي. پناه غوښتونکی په دې ترڅ کي په ديپورت (Abschiebung) هم ګواښل کيږي.
۶ ـ د ردېدنې پر ضد د حقوقي دعوی امکان
پناه غوښتونکی د ردېدنې په صورت کي دا امکان لري چي و اړونده د اداري چارو محکمې (Verwaltungsgericht) ته مراجعه وکړي. په آلمان کي د رد سوو تقريبا ۸۰ فيصده مهاجر له دغه امکان څخه ګټه اخلي او د ردېدنې پر ضد په يادو محکمو کي حقوقي دعوی کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Zinken
۶ ـ د ردېدنې پر ضد د حقوقي دعوی امکان ـ استدلال
مهاجر د ردېدو په صورت کي د فیصلې تر لاسه کولو وروسته امکان لري چي په اداري محکمه دغې پرېکړي پر ضد حقوقي دعوی وکړي. پناه غوښتونکی په دغه دعوی کي استدلال کوي چي دی په لوی احتمال په بې دليله توګه رد سوی دی. پناه غوښتونکی د دې تر څنګ په دغه دعوی کي غوښتنه کوي چي د ديپورت کېدنې د عملي کېدو پروسه دي وځنډول سي. اړونده محکمه د پناه غوښتونکي د دغې حقوقي دعوی په هکله په عاجله توګه عبوري فيصله کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/W. Steinberg
۶ ـ د ردېدنې پر ضد د حقوقي دعوی امکان ـ دوې اونۍ
مهاجر د ردېدو د فيصله ترلاسه کولو وروسته دوې اونۍ وخت لري چي پر ضد يې په محکمه کي دعوی وکړي. په داسي صورت کي تر هغه وخت پوري دغه پناه غوښتونکی نه سي ديپورت کيدلای تر څو چي يې د حقوقي دعوی فيصله حتمي سوې نه وي. که محکمه د پناه غوښتنې ردېدنه تائيد کړي، نو دغه رد سوی پناه غوښتونکی مکلف دی چي له آلمان څخه ووزي. که هغه دغه مکلفيت پر ځای نه کړي نو هغه د چارواکو له خوا خپل هيواد ته لېږدول (ديپورت) کيږي.
انځور: picture-alliance/dpa/F. Gentsch
۶ ـ د ردېدنې پر ضد د حقوقي دعوی امکان ـ ممانعت
که محکمه د پناه غوښتونکي د حقوقي دعوی په ترڅ کي دې نتيجې ته ورسيږي چي د پناه غوښتنې ردېدنه يې پر ځای نه ده، او يا دې نتيجې ته ورسيږي چي پناه غوښتونکی خپل هيواد ته د ورپېښ ګواښونو له کبله بايد ونه لېږدول سي، نو بيا د کډوالو او پناه غوښتونکو اداره په دې مکلفه کوي چي د دغه کس پناه غوښتنه قبوله کړي او يا دا چي د هغه د ديپورت کېدو د ممانعت فيصله وکړي.
انځور: picture-alliance/dpa/D.Maurer
منبع او يادونه
د دغه راپور معلومات د پناه غوښتونکو له پاره د ملګرو ملتونو د سازمان د آلمانۍ څانګي له وېب پاڼي څخه (د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۲۰مه نېټه) اخيستل سوي دي. دغه مطلب په هيڅ توګه د بشپړتيا يا کاملتوب ادعا نه لري او د وکيل يا حقوق پوه د حقوقي مشورې ځای نه سي نيولای. پر دغه موضوع نور معلومات د پنا غوښتونکو او کډوالو له پاره د آلمان د ادارې پر پاڼه BAMF.de موندلای سئ.
لي او ماري د کډوالۍ په موضوع کې زده کړي دي او داسې ډیري نورې بیلګې لري چې د کډوالۍ په اړه د رسنیو خراب پوښښ په ګوته کوي. دا چې ولي دا کار کیږي، لاملونه یې ښایي بیلابیل وي. کله د وخت کمښت او یا هم د یوه هیواد د مهاجرت قانون په اړه ناکافي معلومات ښايي د رسنیو د ناسم پوښښ لامل شي، خو د دې ناسم پوښښ پایله بیا رای ورکوونکو ته ناسم معلومات رسیدل وي. لي وايي: «سیاستوال پر دې حساب کوي چې رای ورکوونکو ته ناسم معلومات ورسیږي او هغوی د غولولو وړ وي.»