1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د نجونو ښوونځي پرانیزئ، بیا به اختر ولمانځو»

۱۴۰۱ تیر ۱۹, یکشنبه

د ټولنیزو رسنیو لسګونو کاروونکو یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده. دا کمپاین د «نجونو ښوونځي خلاص کړئ» د هیشټګ په کارولو سره په خواله رسنیو سره مخ ته ځي.

Taliban ordnen die Schließung von Mädchenoberschulen in Afghanistan an
انځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/Getty Images

له څه مودې راهیسې، په ځانګړې توګه د لوی اختر د نمانځلو په مناسبت، په ټولنیزو شبکو کې ګڼو افغان کاروونکو یو نوی کمپاین پیل کړی چې له طالبانو یې غوښتي چې له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو له پاره ښوونځي پرانیزي. دغه حرکت د «د نجونو ښوونځی پرانیزئ» هشټګ سره پیل شوی.

دا هشټګ په فیسبوک او ټویټر پاڼو کې د مدني ټولنې فعالانو، د بشري حقونو فعالانو، ژورنالیستانو او ځینو سیاستوالو لخوا په پراخه کچه لاس په لاس کیږي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، په کومه ورځ چې په افغانستان کې ټولې نجونې ښوونځيو ته ځي او ټولې ښځې په بېلابېلو برخو کې کار وشي کولای، هغه مهال به د اختر د لمانځلو له پاره یو بهانه وي.

 شهرزاد اکبر د دغه پیغام په یوه برخه کې وايي: «د طالبانو له خوا جنسي تبعیض او پراخ توپیري چلن له امله، زموږ په هېواد کې ډېر خلک اختر نه لري.»

د ټولنیزو رسنیو یوې بلې کارونکي وږمه توخي په خپل ټویټر پاڼه لیکلي «د نجونو پر مخ د ښوونځیو په تړل کېدو سره خلک د خپلو نجونو د برخلیک او ناڅرګند راتلونکي په اړه اندېښمن دي.»

له طالبانو څخه د سیاسي ګوندونه غوښتنه

د یو شمېر هېوادونو یو شمېر خاصو او سیاسي استازو په خپلو اختریزو پیغامونو کې یو ځل بیا په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

اشرف غني: اسلامي نړۍ دې له طالبانو سره استدلال وکړي

په افغانستان کې د جرمني سفارت په خپل اختریز پیغام کې په افغانستان کې د ښځو پر حقونو په ځانګړې توګه د نجونو پر تعلیم ټینګار کړی او ویلي یې دي: «آلمان او نور نړیوال متحدین به د افغانستان له خلکو او د هغوی له حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو ملاتړ ته دوام ورکړي. له هغوی به دفاع وکړي او خپل غږ به پورته کړي.»

په همدې حال کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي چې افغان ښځې په نړۍ کې له خورا سختو بندیزونو سره مخ دي.

په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیريانځور: RANDY SHROPSHIRE/Getty Images/AFP

نوموړې د شنبې په ورځ په خپله ټويټرپاڼه کې د اختر په مناسبت په يوه پيغام کې د اسلامي نړۍ له مشرانو او ديني عالمانو وغوښتل چې د افغانستان له خلکو او په ځانګړې توګه د دغه هېواد له ښځو او نجونو سره ودرېږي.

«شرعي احکام له نړۍ سره د تعامل اساس دی»

 په دې وروستیو کې د افغانستان ملي ټلویزیون چې د طالبانو تر ادارې لاندې فعالیت کوي، د طالبانو مشر ملا هبت الله یوه وینا د شنبې په ورځ په کندهار ولایت کې د اختر له لمانځه وروسته خپره کړې چې د  وینا په یوه برخه کې یې راغلي: «موږ له نړۍ سره د شریعت د احکامو په نظر کې نیولو سره تعامل کوو او هیڅکله له شریعت نه مخکې قدم نه ږدو.»

نوموړي په دې وينا کې زياته کړه، چې په افغانستان کې د بشپړ شرعي نظام د پلي کېدو هوډ لري او هېڅکله به د شريعت خلاف کار ته اجازه ورنه کړي.

 که څه هم طالبانو ژمنه کړې وه چې د نوي تعلیمي کال په پیل کې به په افغانستان کې ټولو ښځینه زده کوونکو ته ښوونځي پرانیزي، خو د تمې خلاف تر دې دمه له شپږم ټولګي څخه پورته ښځینه زده کوونکو ته اجازه نه ورکول کیږي چې ښوونځي ته لاړې شي.

 د نجونو پر مخ د ښوونځيو له تړل کېدو شاوخوا ۲۹۶ ورځې تېرېږي، خو لا هم  طالبانو د نجونو د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو له پاره کوم ګام نه دی پورته کړی.

د مشرتابه په کچه اختلاف

ظاهراً داسې ښکاري چې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو پر سر د طالبانو د مشرانو تر منځ اختلاف موجود وي.

د دغې ډلې ځینو مشرانو ویلي چې دوی د نجونو د تعلیم مخالف نه دي او د مناسب اسلامي چاپیریال د برابرولو تمه لري.

عباس ستانکزی: د فساد د مخنیوي حل لاره د نجونو د ښوونځیو تړل نه دي

 يو شمېر نورو وويل، چې د هلکانو او نجونو له پاره د جلا ټولګيو د اسانتياو نشتوالى د نجونو پر مخ د ښوونځيو د تړلو يو عمده لامل دى.

خو يو شمېر طالب چارواکي بیا د نجونو د ښوونځيو په اړه هیڅ هم نه وایي له همدې امله د نجونو د تعلیم مسله افغانستان کې له نامعلوم برخلیک سره مخ ده.

ش.ا/ز.ن/خ.ح

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل