1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر ډیورنډ د اغزن تار غځول بشپړیږي، کابل کې غبرګونونه څه دي؟

۱۴۰۰ خرداد ۳۰, یکشنبه

د پاکستان حکومت اعلان کړی، چې راتلونکو لسو ورځو کې به پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار غځولو بهیر بشپړ شي او د د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ناقانونه تګ راتګ د مخنیوي لپاره اغېزمن بولي، خو افغانان څه وايي؟

Afghanistan Grenzpolizei Grenze zu Pakistan
آرشيف انځور ـ افغان سرحدي پوليس د پاکستان سره پر پولهانځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید د هغه هېواد پارلمان ته ویلي چې د روانې جون میاشتې ترپایه به پر ۲۶۰۰ کیلومتره ډیورنډ کرښه د اغزن تار غځولو پروژه بشپړه شي.

د شیخ رشید پروینا اوس ددې تار غځولو چارې ۸۸ سلنه بشپړې شوي او پاتې نورې د جون تر ۳۰ مې نیټې بشپړیږي.

د افغانانو غبرګون

د پاکستان دغه اعلان د یوشمېر افغانانو کلک غبرګون له ځان سره لري. د افغان پارلمان یوه غړي نصیب مقبل دویچه ویله ته وویل، پاکستان ددغه تار په غځولو سره دوه موخې لري: «پاکستان فکر کوي چې ددې سیم په بشپړولو سره به د ډیورنډ کرښې د رسمیت پېژندلو لپاره یو ګام نیږدې شي او دویم به لر او بر پښتانه سره جدا کړي، زما په فکر د پاکستان دغه دواړه فکرونه ناسم دي.»

پاکستان په تېر ۲۰۱۷ میلادي کال کې پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار غځولو بهیر پيل کړ، چې پروینا یې په دې سره غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ناقانونه تګ راتګ مخه ونیسي.

اسلام اباد کې پاکستاني خبریال طاهرخان دویچه ویله ته وویل، د پاکستان دلیل دادی چې اغزن سیم په خپله خاوره کې غځوي چې په مټ یې  دواړو غاړو ته د وسله والو د تګ راتګ مخنیوی کیږي: «پاکستانیان دا خبره کوي اغزن تار د دوی په طرف کې دی او دا د دوی حق دی چې دا تار وغځوي او دوی دا دلیل لري چې د ناقانونه تګ راتګ مخه نېول دي.»

اوس چې پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار غځولو چارې ۸۸ سلنه بشپړې شوي، ډیرو سره پوښتنه دا هم ده چې ایا دواړو غاړو ته په امنیتي وضعیت کې بدلون شته؟

د افغان پارلمان غړي نصیب مقبل په دې اړه وویل، افغانستان ته رااوړېدونکي وسله وال اړ نه دي چې په فرعي لارو، د غرونو او سختو لارو مزل وکړي: «دا کسان چې افغانستان ته رالېږل کیږي د پاکستان حکومت ورته لار او امکانات برابروي او په عمومي لارو یې افغانستان ته رااړوي او دا لړۍ عملا دوام لري، یوه ښه بیلګه یې داده کله چې دغه سیم نه وو لګول شوی افغانستان کې وضعیت دومره خراب نه و خو کله چې له ۷۰ نر ۸۰ سلنه ددغه سیم چارې بشپړیږي، په افغانستان کې وضعیت تر بل هروخت خراب دی.»

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په درشل کې راتلونکې دوه یا درې میاشتې پاکستان لپاره خورا مهمې دي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر پارلمان ته دا وویل چې اوسمهال د افغانستان په ۳۸ سیمو کې جګړه روانه ده. نوموړي دا ادعا هم کړې ده چې تردې دمه تر ۲۴۰۰ ډیر افغان دولتي کارمندان له طالبانو سره یوځای شوي دي.

اغزن تار غځولو او د جګړې په تړاؤ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر څرګندونو ته د افغان حکومت غبرګون څه دی؟ دویچه ویله همدغه پوښتنه د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر، ملي دفاع وزارت او د حکومت د رسنیو مرکز چارواکو مخې ته کېښوده، خو هیڅ یو بنسټ دا پوښتنه ځواب نه کړه.

د چارو کتونکي وايي، افغان حکومت باید په دې برخه کې کوټلی دریځ اعلان کړي. سیاسي شنونکي نجیب ازاد دویچه ویله سره خبرو کې ادعا وکړه چې پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار غځولو پروژه د افغان حکومت په خوښه پلې شوې: «په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو کلنۍ ناسته کې د پاکستان لومړي وزیر وویل د Border management  تر نامه لاندې پر ډیورنډ کرښه چې کوم اغزن تار غځول کیږي دا د افغان دولت په خوښه دا کار ترسره کیږي او لګښت یې هم نړېوال او په ځانګړي توګه متحده ایالات ورکوي.»

ښاغلی ازاد چې یو وخت د ولسمش غني ویاند ؤ زیاتوي چې په هغه غونډه کې هیڅ افغان چارواکي غبرګون ونه ښوده او تردې وروسته هم ښايي غبرګون ونه ښيي.

ازاد زیاتوي افغان حکومت ته په کار و چې په دې اړه ملګرو ملتونو کې بحث راپورته کړي، خو حکومت په دې تړاؤ د کرښې دواړو غاړو ولسونو ته په بشپړ ډول ملامت دی.

 اسماعیل شاکر – کابل