پر کابل توغنديز بريدونو ډېره مرګ ژوبله اړولې ده
۱۳۹۹ آذر ۱, شنبه![Afghanistan Raketenangriff auf Kabul](https://static.dw.com/image/55683758_800.webp)
دغه توغندي د کابل پر مرکزي او شمالي برخو توغول شوي دي چې د کابل شنې ساحې ته څېرمه هم لګېدلي دي.په دغه ساحه کې سفارتونه او نړيوال شرکتونه هم شتون لري.
د افغانستان د کورنيو چارو وزرات وياند طارق آرين ويلي دي چې «نن سهار تروريستانو پر کابل ښار ۱۴ توغندي ويشتلي دي.»
نوموړي زياته کړې چې «له بده مرغه دغه توغندي د استوګنې په ځايونو کې لګېدلي دي. تر اوسه پورې زموږ درې هېوادوال شهيدان شوي او ۱۱ تنه نور ژوبل شوي دي.»
د کابل د پوليسو وياند، فردوس فرامرز، هم د تلفاتو دغه شمېر تائيد کړ، په داسې حال کې چې د روغتيا وزارت وياندې، معصومه جعفري، له پنځو وژل شويو او ۲۱ تنو ټپيانو څخه خبرې کولې.
طالبانو د بريد پړه رد کړې ده
په انترنېټ کې په خپرو شوو انځورونو او ويډيوګانو کې ډېرې داسې ودانۍ ليدل کيږي چې دېوالونو او کړکيو ته يې زيان اوښتی دی چې د نورو تر څنګ يو لوی طبي کلينيک پکې هم ليدل کيږي. تر اوسه کومې ډلې د بريد مسئوليت نه دی منلی. طالبانو بیا د د دغه بريد پړه رد کړې ده. د طالبانو وياند، ذبيح الله مجاهد، ويلي دي چې «پر کابل ښار د توغنديو بريد د اسلامي امارت له مجاهدينو سره هيڅ اړه نه لري.»
پر طالبانو باندې فشار دی چې پر ښاري سيمو بايد حملې ونه کړي، ځکه چې له متحده آيالاتو سره په تړون کې يې دغه ژمنه کړې ده. په دغسې پېښو کې د ښکېلتيا اعتراف کېدای شي د امريکايي ځواکونو د وتلو چټکتيا راکمه کړي، خو برحاله امريکايي ولسمشر دونالد ترمپ بيا څرګنده کړې ده چې د امريکايي ځواکونو پر وتلو باندې ټينګار کوي.
AFP/ns/kh