1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

پر کم تمرین سربیره، د فوتسال لوبډله پای لوبې ته ووته

۱۳۹۸ خرداد ۳۱, جمعه

د فوتسال په آسیايي لوبو کې له ۲۰ کلونو څخه د کم عمر لرونکو افغان لوبډلې د خپلو سیالو لوبډلو په ګونډو کولو سره د دې جام پایلوبې ته لار وموندله. ګڼ شمیر افغانانو د فوتسال لوبډله ستایلي او د جام د ګټلو هیلې یې څرګنده کړې.

Symbolbild Futsal
انځور: picture-alliance/Pressefoto Baumann

د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جون میاشتې په ۲۰ نیټه) د ایران په تبریز ښار کې د فوتسال د آسیايي جام د سیالیو پر مهال له ۲۰ کلونو څخه د کم عمر لرونکو د فوتسال افغان لوبغاړو وکړای شو چې سیالې اندونیزیايي لوبډلې د یوه ګول په توپیر او د ۴ د ۳ له پایلې سره ماتې ورکړه. تر دې بري وروسته افغان لوبډله د یادو سیالیو پایلوبې یا فاینل ته وتلې ده.

د افغانستان په دغې مهمې لوبې کې سید حسین موسوي دوو، علي عرب زاده او داود یوسفي دواړو د یوه، یوه ګول په وهلو افغانستان پایلوبې ته ورسوه. د لوبې تر پای ته رسیدو څو شیبې وروسته ولسمشر محمد اشرف غني، د افغانستان د فوتسال د لوبډلې له مشر روزونکي عبدالرزاق ممرک، سره د تلیفوني اړیکې له لارې پایلوبې ته د رسیدو مبارکي ورکړه او ایران ته یې د پایلوبې د لیدو او د لوبغاړو د هڅونې له پاره د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي د استولو سپارښتنه کړې.

سږ کال د فوتسال د ځوانانو دغه سیالۍ د ایران په تبریز ښار کې ترسره کیږي چې د ټولې آسیا ۱۲ غوره ټیمونه په کې برخه لري. په ګروپي سیالیو کې افغانستان له ایران او هانکانګ سره په یوه ګروپ کې وو. په ګروپي سیالیو کې افغانستان د هانکانګ لوبډلې ته د ۱ ګول پر وړاندې په شپږو ګولونو ماتې ورکړې خو له ایران څخه یې درې د دوه په مقابل کې پایلې سره ماته وخوړه.

د فوتسال د ۲۰۱۹ کال په آسیایي اتلولیو کې د افغانستان په ګډون د ټایلنډ، جاپان، ایران، اندونیزیا، ویتنام، قرغیزستان، تاجیکستان، ټایوان، هانکانګ، لبنان او عراق لوبډلې په خپلو کې د اتلولۍ د ګټلو له پاره سیالۍ وکړې.

ټاکل شوې چې د فوتسال د دغو سیالیو پایلوبه یا فاینل به د شنبې په ورځ (د جون میاشتې په ۲۲ نیټه) د جاپان او افغانستان لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

د افغانستان د فوتسال د ملي لوبډلې مشر روزونکي عبدالرزاق ممرک، دویچه ویله ته وویل چې د روان کال په سیالیو کې د افغانستان په نسبت ډیرو غښتلو لوبډلو ګډون درلود. نوموړي زیاته کړه چې جاپان له دوو کلونو راهیسې دغو لوبو ته چمتوالی درلود او افغانستان تر لوبو یوازې ۲۰ ورځې مخکې په کابل کې خپل تمرینونه پیل کړل. ممرک همدا راز زیاته کړه: «د افغانستان د فوتسال د لوبډلې تر ټولو اصلي ستونزه  په کافي اندازه د امکاناتو او د چمتوالي نه شتون دی او دا چې لوبغاړي په ډیر محدود وخت کې په بهرنیو هیوادونو کې د لوبو له پاره تمرینونه او امادګي پیلوي.»

د فوتسال د ملي لوبډلې مشر روزونکی ممرک وايي چې د افغانستان د فوتسال ملي لوبډله ښه روحیه لري او ایران ته راغلي څو د آسیال د فوتسال د اتلولۍ جام افغانستان ته یوسي.

په عین وخت کې د فوتسال د ملي لوبډلې روزونکی محمود سعیدي، دویچه ویله ته وویل: «د افغانستان د فوتبال په فدراسیون کې ستونزو د افغانستان پر فوتسال منفي اغیز شیندلی دی او باید د فوتسال بودیجه په خپله دغه سازمان ته ورسیږي.»

د افغانستان د فوتسال لوبډلې په ۲۰۰۴م کال کې د افغانستان په بیلابیلو ښارونو کې د صالونونو په دننه کې په لوبو پیل وکړ او د لومړي ځل له پاره په ۲۰۰۷م کال کې په ټایلنډ کې خپله لومړنۍ بهرنۍ لوبه ترسره کړه.

غضنفر عادلي/ کابل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب