1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر یوې مسافر وړونکې کښتۍ باندي ستره څپه راغلې

۱۴۰۱ آذر ۱۱, جمعه

د جنوبي قطب، انترکتیکا سره په بحر کي پر یوې لويي مسافر وړونکې کښتۍ باندي د سختي خطرناکي څپې په وربرابریدو کي یو تن مړ او څلور نور زخمیان سول.

Future Now Projekt Methanhydrat Bild 8 Welle
انځور: picture-alliance/dpa

د کښتۍ عملې د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي، چي دغه څپه د «ویکینګ پولاریس» په نامه کښتۍ باندي د یوه سخت باد او طوفان پر مهال وربرابره سوه. دغه کښتۍ د اوشوآی څخه ارجنټین ته پر لاري وه. د هغوی د معلوماتو پراساس د دغي څپې څخه کښتۍ تر یوه حده پوري خرابه سوې ده. 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب