پر GTZ باندي اقتصادي بحران هيڅ اغيزه نده کړې
۱۳۸۸ خرداد ۸, جمعهد تخنيکي گډکار ټولنې په 2008 ميلادي کال کې 1,2 مليونه يورو کار کړي او دا په سلو کې 16 زياتوالي دئ . د ټولنی مشر برند ايزنبلټر Bernd Eisenblätter هيله لري، چې په 2009 کال کې به هم دا ډول کار کوي - او دا ځکه چې مالي بحران به په پرمختلونکو هېوادونو کې حالت لا نور هم خراب کړي .
ايزن بلتر څرگندوي ، «موږ بايد په نظر کې ولرو، چې په نړۍ کې شريک کار ته اړه زياتيږي . طبيعي خبره ده چې موږ ورته چمتو يو. خو د دې د پاره ښايي چې غوښتني هم موجودي وي . اوس اوس په څرگند ډول سره زياته پاملرنه د مالي سيستم د پراختيا موضوع ته کيږي .»
همدا دم درحال د تخنيکي گډکار ټولنه د آلمان د مرکزي بانک غوندې مالي څانگو سره نږدې کار کوي . د آلمان د تخنيکي گډکار ټولنه GTZ په 1975ميلادي کال کې، د آلمان د پرمختيايي سياست د عملي کولو په منظور جوړه شوې ده . له قانوني اړخه يوه خصوصي اقتصادي تصدي ده، او اصلا د اقتصادي گډکار وزارت ته کار کوي .
د اقتصادي گډکار د ټولني په څارونکې شورا کې د نوموړي وزارت د پاره مسئول اريک ستاتر Erich Stather وايي چې، په 2008 ميلادي کال کې د BMZ يعني د آلمان د اقتصادي گډکار د وزارت مالي ونډه په سلو کې 73 وه . زاتر وايی ،
«د دې برياليتوب اصلي علت د نوموړي وزارت د وزيرې سياسي برياليتوب دئ، چې د ملي بودجې په صلاح مشورو کې يې خپل وزارت ته دا ډېرښت تر لاسه کړی دی . او همدا کار د تخنيکي گډکار د ټولني د چارو د پراختيا او لوړتيا سبب گرزېدلی دی .»
په رښتيا سره هم چې هغه وزارت په تېر کال کې خپله پانگه په دوه عددي رقم سره لوړه کړې ده . د دې تر څنگ د تخنيکي گډکار د ټولني مشتريان يا ورته دنده ورکوونکي هم زيات شويدي . هغوی عبارت دي، د آلمان په حکومت کې د چاپېريال ساتني او بهرنيو چارو وزارتونه . او هم نړيوالي ټولني لکه اورپايي ټولنه او ملگري ملتونه او يا خو د ملگرو هېوادونو حکومتونه هم د اشبورن Eschborn ښار کې مېشته،دغي ټولني ته دندي ورسپاري . په دې ډول سره د تخنيکي گډکار د ټولني د نړيوالو خدمتونو څانګي يا برخي، په دې ډول دندو او فرمايشونو اخيستلو او سر ته رسولو سره خپلې گټي په سلو کې 21 برخي زياتي کړي دي .
ايزن بلټر بيا وايي :« موږ نوي مشتريان يا کارراسپارونکي هم موندلي دي . د Bill und Melinda Gates رضاکاري ټولني هم زموږ سره د لږترلږه 50 مليونو بې وزله کسانو د پاره شريک کار پيل کړی دی ، دا هغه کسان دي، چې په ورځ کې له دوو ډالرو څخه په کمو پيسو گذاره کوي، او هسې ارزانه کارونو ته يې لاس رسيږي .»
د GTZ يا تخنيکي گډکار د ټولني له 13000 کارمندانو څخه قريب 10000ملي کارگران دي، يعني د گډکار د ملگرو هېوادونو وگړي . پاته کسان په خارج او يا مرکز کې آلماني مسلکي کسان او مامورين دي .
د ټولني د کار اصلي سيمې افريکايي هېوادونه او افغانستان دي .
GTZ د خپلو پروژو په سلو 80برخې بريالۍ گڼي. خو دا د دې معني هم لري چې پنځمه برخه پروژې خپلو مقصدو ته نسي رسېدلی . د ټولني مرستيال مشر وولفگنگ شميت Wolfgang Schmitt د دغه اقرار تر څنگ زياتوي،
«موږ په پرمختلونکو هېوادونو کې کار کوو، موږ په ډېرو حساسو ملکونو کې کار کوو، چېري چې حالات، لکه څرنگه چې موږ يې غواړو، د ډاډ وړ نه دي، تر څو د يوه کار تر پيل د مخه وويلی شو، چې په برياليتوب سره به سر ته رسيږي .»
بولينګر/ عارف وردګ
کتونکی : محمد قاسم نوري