1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پلوسي ارمنستان ته د اذربایجان پرضد د ملاتړ وعده ورکړه

۱۴۰۱ شهریور ۲۷, یکشنبه

د امریکا لوړ پوړې سیاستوالې او د نمایندګانو د مجلس رییسې، نینسي پلوسي د اذربایجان د همسایه هیواد، ارمنستان څخه د لیدو پر مهال د دواړو هیوادونو د وروستیو نښتو او کشمکشونو ملامتي پر اذربایجان باندي ور واچوله.

Armenien | Ankunft  Nancy Pelosi
انځور: Handout via REUTERS

د امریکا د نمایندګانو د مجلس دغې رییسي نن یکشنبه (د سپټمبر ۱۸ مه) د اذربایجان په پایتخت، ایروان کي «د ارمنستان پر منطقو باندي د اذربایجان له طرفه د غیر قانوني او وژونکو حملو» تور ولګاوه. 
د امریکا د جمهوررییس جوبایدن د ډیموکراټ ګوند دغې سیاستمداري همدارنګه وویل، چي «موږ دغه حملې سختي غندو.» په خبره یې هغه د اذربایجان له اړخه شروع او دا خبره باید ټولو ته واضح وي.» پلوسي وویل: د امریکا متحده ایالات تیار دي، چي په ټوله دنیا کي د دیموکراسي او مطلق العنانۍ تر منځ مبارزې په جریان کي د ارمنستان سره مرسته وکړي. 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب