1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تایوان ته د پلوسي سفر؛ بیجینګ د امریکا سفیر احضار کړ

۱۴۰۱ مرداد ۱۲, چهارشنبه

د امریکا د استازو مجلس مشرې نانسي پلوسي د تایوان له ولسمشرې تسای اینګ وین سره په کتنه کې له تایوان سره د خپل هیواد پیوستون او ملاتړ اعلان کړ. د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د امریکا سفیر یې احضار کړی دی.

Taiwan Taipei | Pressekonferenz: Nancy Peolosi und Tsai Ing-wen
انځور: Taiwan Presidential Office/AP/picture alliance

د امريکا متحده ايالاتو د استازو مجلس مشرې نانسي پلوسي نن چهارشنبه )۲۰۲۲م کال د اګست ۳( د تايوان له ولسمشرې ساي اینګ وين سره وکتل او خبرې اترې يې وکړې.

 پلوسي وویل چې دغه ټاپو ته د هغې سفر »په ښکاره ډول ښیې چې امریکا تایوان یوازې نه پریږدي، او دا چې تر بل هر وخت اوس له تایوان سره د امریکا ملاتړ او پیوستون ډیر مهم دی.«

د تایوان ولسمشري سای اینګ وین خپل هیواد ته د پلوسي د سفر څخه د مننې په ترڅ کې وویل چې «تایوان به د چین د مخ پر زیاتیدونکي نظامي ګواښونو په پام کې نیولو سره شاته ونه ګرځي.» هغې زیاته کړه: »تایوان د متحده ایالاتو یو باوري ملګری دی او د امنیت، اقتصادي پراختیا او د تولید په سلسله کې به له متحده ایالاتو سره نږدې همکارۍ ته دوام ورکړي.»

پلوسي له دې مخکې د تایوان د پارلمان له غړو سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې متحده ایالات لا هم په تایوان او نړۍ کې د ډیموکراسۍ د دفاع له پاره کلک هوډ لري.

 هغې زیاته کړه: »موږ خوشحاله یو چې تایوان د نړۍ یو له آزادو ټولنو څخه دی.»

 د امريکا متحده ايالاتو د استازو مجلس رئيسې پر دې هم ټينګار وکړ چې د امريکا د سوداګرۍ قانون د چين په مقابل کې د صنايعو د پياوړتيا له پاره له تايوان سره د ښې اقتصادي همکارۍ زمينه برابروي.

د چین اعتراض؛ د امریکا د سفیر احضار

د امریکا د استازو مجلس مشره د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د اګست ۲) تایوان ته ورسیده. دا په تېرو ۲۵ کلونو کې تايوان ته د یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي سفر دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د دغه سفر په اعتراض کې په بیجینګ کې د امریکا سفیر احضار کړی دی.

بیجینګ چې تایوان د خپلې خاورې یوه برخه ګڼي، د پلوسي لیدنه "له اور سره لوبې" بللې او له متحده ایالاتو یې غوښتي چې «سمدستي خپله تېروتنه په ګوته کړي او تایوان ته د پلوسي د سفر منفي اثراتو بې اغیزې کولو له پاره عملي اقدامات وکړي.»

له بله پلوه د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا همغږي کوونکي جان کربي د چین د نیوکو په ځواب کې ویلي دي چې د امریکا د استازو مجلس مشرې تایوان ته د سفر کولو په برخه کې له خپل حق څخه ګټه اخیستې.

هغه ټینګار وکړ چې د پلوسي سفر د متحده ایالاتو له خوا د "یو چین" له پالیسۍ څخه سرغړونه نه ده.

جو بایدن: د چين پوځي حملې په صورت کې له تايوان څخه دفاع کوو

د نانسي پلوسي له سفر سره هم مهاله کله چې د نوموړې الوتکه په هوایي ډګر کې ښکته شوه، ۲۰چینایي جنګي الوتکې د سیمې آسمان ته پورته شوې.

یو ساعت وروسته، د چین پوځ اعلان وکړ چې «د خلق د آزادۍ پوځ به د پنجشنبې څخه د تایوان په شاوخوا کې په اسمانونو او بحرونو کې څو پوځي تمرینونه وکړي.»

د چین د پوځ په اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی چې په دې موده کې باید هیڅ کښتۍ یا الوتکه د مانور سیمې ته داخل نه شي.

چين: د تايوان د «آزادۍ د مخنيوي» له پاره به تر پايه وجنګيږو

د کیودو خبري اژانس د جاپان د حکومت د ویاند هیروکاتسو ماتسونو په حواله ویلي چې «د جاپان اقتصادي سیمې ته نږدې» د چین د پوځي تمریناتو په اړه اندیښمن دي.

امریکا له تایوان سره رسمي دیپلوماتیکې اړیکې نه لري، خو د دغه هېواد د قوانینو له مخې دغه ټاپو ته د دفاعي تجهیزاتو په ورکولو مکلفه ده.

په ١٩۴٩م کال کې د چين د کورنۍ جگړې نه وروسته د چين د ملتپال گوند "کومينتانگ" د چين مرکزي برخه یې کمونست گوند ته وسپارله او د تايوان په ټاپو کې د "چينګ کای شيک" په مشرۍ د چين د جمهوري دولت حکومت جوړ شو.

په جلا وطنۍ کې د حکومت د موقتي پلازمینې تایپه ښار غوره شو. د چین ولسي جمهوریت د تایوان حکومت غیرقانوني بولي او غواړي چې د چین اصلي خاورې سره یې بیرته یو ځای کړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل