«د جرمني د کار بازار هر کال ۲۸۸ زره مهاجرو ته اړتیا لري»
۱۴۰۳ آذر ۶, سهشنبهلکه څنگه چې د سې شنبې په ورځ د بیرتلسمن د بڼسټ له یوې څیړنې څخه راڅرگنده سوې ده، پرته له مهاجرته به دآلمان د کار په بازار کې تر ۲۰۴۰ م کال پورې د کاري قوې شمیر شاوخوا ۴،۵ میلیونو ته راکښته سي، یا په بل عبارت له ۴۱،۹ میلیونه څخه ۱۰ سلنه راکم سي او تر ۲۰۶۰م کال پورې به حتی ۳۵،۱ میلیونو ته راکښته سي.
پهآلمان کې د کاري قوې د اړتیا د پوره کولو او په دغه هیواد کې د سوکالۍ د ساتلو له پاره د نړیوالو کارگرانو آلمان ته کډوالي ، په تیره بیا له دریمو هیوادونو څخه مخ په زیاتیدونکي ډول مهمه کیږي. له ټولې نړۍ څخه په راتلونکو ۱۵ کلونو کې شاوخوا ۲۸۸ زره کاري ځواک ته اړتیا لیدل کیږي.
د بیرتلسمن له بڼسټ څخه د مهاجرو د چارو کارپوهه، سوزانه شولڅ وایی:«په ټولنه کې د نفوسو په شمیر کې بدلون چې د ماشومانو د لږ زیږیدو سره تړاو لري او په راتلونکو کلونو کې به د آلمان د کار بازار له سترو ننگونو سره مخامخ کړي، هم مهاجرت ته اړتیا لري.»
هغه زیاتوي:«طبعاً چې لومړی باید داخلي کاري ځواک ته لومړیتوب ورکول سي، هم ځايي اوسېدونکو او هم مهاجرو ته د کار په بازار مشارکت زیات سي. خو تر ۲۰۴۰ م کال پورې به یوازي له دې لارې دغه ډول اړتیا پوره نه سي.»
که څه هم د هغو مسلکي کسانو د مهاجرت په هکله اصلاح سوی قانون چې له آلمان سره لیوالتیا لري، کاري ځواک ته نوي امکانات برابروي، خو په ادارو، کمپنیو او کلیو کې د پراخ ښه راغلاست کلتور او همدارنگه د پاته کیدو د اوږدمهاله امکاناتو پرته به هغه رامنځته نه سي.
د آلمان ایالتونه به تر ۲۰۴۰ م کال پورې د مهاجرتونو د کمښت له امله په بیلا بېل ډول اغیزمن سي. د څیړنې له مخې به په تیره بیا په تورینگن، زاکسن انهالت او زارلند کې د کاري ځواک کمښت له ۱۰ سلنه ډیر وي. خو دغه اړتیا به په ښکاره ډول په هامبورگ، برلین او یا هم براندنبورگ کې له لس سلنې کښته وي.
دا چې په فدرالي ایالتونو کې د مهاجرت له پاره اړتیا څومره ډیره ده، له ۲۰۴۰ کال وروسته د اړتیا وړ کاري ځواک په وړاندوینې پوری اړه لري. لکه څنگه چې جوړښتي بدلون بیلابیلې اغیزې لري، نو په تیره بیا هغه ایالتونه به لا زیاتو نړیوالو کاري ځواکونو ته اړتیا ولري چې پکښې تر ۲۰۴۰ کال پورې د کاري ځواک جوړښتي پراختیا د هغه د کمښت په پرتله ډیره وي. دا کار په تیره بیا د باډن وورتمبیرگ، بایرن، هیسن، برلین او هامبورگ له پاره د اعتبار وړ وي.