پلټنه: د کرونا ویروس پر زړه باندي هم حمله کولای سي
۱۳۹۹ تیر ۲۱, شنبه
د هامبورگ د اِپندورف کلینیک له خوا یوه ترسره سوې پلټنه ښیی چي د کرونا ویروس کولای سي پر زړه باندي هم حمله وکړي. په دغه پلټنه کي د زړه هغه ناروغان تر آزمویني لاندي نیول سوي چي د کرونا له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی.
اعلان
د یوې نوي پلټني له مخي چي د هامبورگ د اِپندورف د کلینیک (UKE) له خوا ترسره سوې ، د کرونا ویروس کولای سي زړه هم تر حملې لاندي راولي. د نوموړي پلټني مدیر دیرک ویسترمن د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د جولای ۱۱مه) په دغه بندري ښار کي وویل چي د سارس کووید ۲ ویروس کولای سي د زړه حُجرې ککړي او په هغه کي وده وکړي.
سربیره پر دې دغه ویروس ددې توان لري چي د زړه د ککړ سوو حُجرو د ژینونو فعالیت ته بدلون ورکړي. د دغي پلټني ترسره کوونکو ویلي چي تر اوسه لا په قاطعیت سره روښانه سوې نه ده چي دا کار به د زړه په ناروغي باندي اخته کسانو کي د کووید ۱۹ د ناروغي پر بهیر اغیز ولري او که څنگه.
ددغي پلټني پر اساس ، د زړه د حُجرو د ژینونو په فعالیت کي د تغییراتو راوستل کیدای سي د اغیزمنو کسانو د روغتیا په برخه کي اوږدمهاله عواقب له ځانه سره ولري. د پلټونکو د نتایجو په اساس په راتلونکي کي پر هغو ناروغانو باندي چی له کووید ۱۹ څخه ژوندي پاته سوي ، یو لړ آزمویني ضروري ښکاري.
د هامبورگ د اِپندورف د کلینیک له خوا پلټنو کي په سارس کووید ۲ باندي اخته ۳۹ تنه هغه ناروغان تر آزمویني لاندي نیول سوي چي خپل ژوند یې له لاسه ورکړی. ددغو ناروغانو عُمر په اوسط ډول شاوخوا ۸۵ کاله وو.
د هامبورگ د اِپندورف کلینیک ویلي چي کارپوهان په دې توانیدلي تر څو د دغو ، دوه پر دریمه برخه مړه سوو کسانو د زړه په انساجو کي د کرونا ویروس تشخیص کړي. د دغو معلوماتو له مخي ، هغوی په شپږو مواردو کي د دغه ویروس داسي مقدار تشخیص کړې چي کولای سي کلینیکي اغیزي ولري. د دغو پلټنو نتایج به د «JAMA Cardiology» په نامه علمي مجلې کي خپاره سي.
د کرونا پر موضوع يو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (04.05.2020):
کرونا: آلماني ډاکټران ولي خپل لوڅ انځورونه خپروي؟
د آلمان يو شمېر کورني ډاکټرانو یوازې د حفاظتي لباس د نه شتون له کبله احتجاج نه دی پيل بلکې دې ته هم د پام د راگرځولو هڅه کوي چې د کرونا د بحران پر مهال د هغوی نظر ته ډيره پاملرنه نه ده شوې.
انځور: picture alliance/dpa
په مهمو پريکړو کې نه شريکول
په آلمان کې د مارچ مياشتې په پيل کې پریکړه شوې وه چې هغه کسان چې د ريرش يا د تنفسي جهاز د ميکروبي کيدو معمولي علايم لري، بايد ډاکتر ته ولاړ نه شي. د دې پړيکړې دليل د معاينه خانو د کار بار سپکول او د کوويد ۱۹ ناروغۍ د خپريدو مخه ونيول ول. خو د اپريل مياشتې په نیمايي که په ناڅاپه ټوگه دا مقررات لغوه شول چې دې کار ډاکتران سخت په غوسه کړل.
انځور: Blanke Bedenken
د حفاظتي لباس کمښت
ډاکتران همدا راز د کرونا وبا د بحران پر وخت د حفاطتي وسايلو د کمښت له وجې هم ناراضه دي. هغوی وايي:«موږ پوهيدو چې که يوازې يوه احتجاجي ليکنه واستوو، نو غږ به مو انعکاس پيدا نه کړي.» دې ډاکترانو له همدې کبله د يوه فرانسوي ډاکتر مثال تعقيب کړ چې د حفاظتي لباس پر نه شتون د انتقاد په موخه یې په ټولنیزو رسنيو کې خپل لوڅ انځور خپور کړی وو.
انځور: Blanke Bedenken
له تخيله ډک
په دې نوښت کې شريک ډاکتران په خپله معاينه خانه کې يا هم د کتنځای دباندې په داسې حال کې انځورونه اخلي او بيا یې پر ټولنیزو رسنیو خپروي، چې لوڅ وي، د زياترو یې ماسکونه پر مخ وي او ستیتسکوپ او يا د فشار د کتلو آله ورسره وي
انځور: Blanke Bedenken
د پزې او خولې د ماسکونو کمښت
د آلمان د مونشن يو کورنی ډاکتر هانس بلاکنفيلد دا درک کوي چې په ټوله نړۍ کې د تقاضا له کبله د حفاظتي لباس، ماسکونو او ضد عفوني موادو رسیدل د ځنډ ښکار شوي خو کوم څه چې هغه نه شي درک کولی دا دي چې دا کمښت د اوونيو راهيسې موجود دی. هغه وايي چې له مريضانو سره د تليفون له لارې د مشورې موده چې اوس د مي تر اتلسمې غځول شوې ده، کافي نه دي. ډاکتران غوښتنه کوي چې دا موده دې د دې وبا تر ختميدو پورې وغځوله شي.