1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستشمالي کوریا

پلټنه: شمالي کوریا،روسیې ته دمیلیارډونو په ارزښت وسلې استولي

۱۴۰۳ آبان ۷, دوشنبه

د فردیریش- نویمن بڼسټ، روسیې ته د شمالي کوریا له خوا د وسلو د استولو د حجم اټکل په میلیارډو ډالرو کوي. د ځواکونو استول به پیونگ یانگ ته نوره گټه هم ورسوي.

Nordkorea | Militärparade in Pjöngjang
انځور: Yonhap/picture alliance

یوې نوې پلټنې د اوکراین د جگړې په تړاو، روسیې ته د شمالي کوریا  له خوا د وسلو د استولو ارزښت تر ۵،۵ میلیارډه ډالرو پوري محاسبه کړی دی. د فردیریش- نویمن له بڼسټ څخه د «پوتین د همکار» په نوم نشريه کي راغلي دي چي «سربیره پردې کیدای سي اوکراین ته د ممکنه ځواکونو د استولو له لاري، شمالي کوریا نور په سلونو میلیونه امریکايي ډالر هم په لاس راوړي.»

د نوموړې څیړنې له پاره په سیول کې د بهرنیو ژبو له پاره د هانکوک له پوهنتون څخه اولینا ګوسینوا ، د شمالي کوریا د وسلو له پخوانیو معاملو څخه استخباراتي راپورونه، افشا سوي اسناد او د مهماتو نرخونه ارزولي دي. د هغو پر بنسټ، څېړونکي اټکل کوي چې د۲۰۲۲ کال له فبروري مياشتي راهیسې روسیې ته د شمالي کوریا د وسلو د لیږد اندازه به د ۱،۷ ميلیارډو څخه تر ۵،۵ ميلیاردو ډالرو پورې وي.

شمالي کوریا  په خپله د خپلو وسلو د صادراتو په هکله ارقام نه دي خپاره کړي، چي دا کار د هغو دقیق اټکل په حقیقت کي ناممکن کوي. د سویلي کوریا استخباراتي اداره بیا په خپلو رپوټونو کي د نورو ترڅنگ پر هغو ستلایتي انځورونو باندې تکیه کوي چې د شمالي کوریا او روسیې ترمنځ د کښتیو د تحویلي څارلو له پاره کارول کیږي. په همدې اساس شمالي کوریا د روسیې له پوځ سره د توپ مرمیو او لنډ واټن ویشتونکو توغندیو ملاتړ کوي. 

 د فردیریش- نویمن د د کوریا د بڼسټ مشر فریدریک سپوهر، وايي: «د اوکراین جگړې په ختیځه آسیا کی امنیتي وضعیت لاپسې خراب کړی دی. روسیه او شمالي کوریا پر دې باندي کار کوي چی نړیوال نظم بې ثباته کړي».

د سویلي کوریا مرکزي بانک د تیر کال له پاره د شمالي کوریا د ټول ناخالص داخلي محصولاتو اټکل د ۲۳ ميلیارډو ډالرو معادل کوي.

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب