د «هنډيکپ» نړیوالې مؤسسې د دوشنبې په ورځ په مونشن کي ويلي دي چي په ۲۰۲۳م کال کي د چاودیدونکو وسلو د کارولو په نتیجه کي د ملکي کسانو د وژلو شمیر د هغه د تیر کال په پرتله ۱۲۲ سلنه زیات سوی دی.
د دغې پلټني له مخي د ملکي تلفاتو زیاتوالی په تیره بیا په فلسطیني سیمو، سوډان، میانمار، سوریې او پاکستان کي ثبت سوی دی. په گڼ میشتو سیمو کي د چاودیدونکو وسلو د کارولو د مونیتور د رپوټ له مخي، دغه چاودیدونکي وسلې په ۷۵ هیوادونو او سیمو کي کارول سوي دي.
په اوکراین، ایتوپیا، افغانستان ، یمن او عراق کي بیا برعکس د ملکي کسانو د مرگ ژوبلې کچه راکمه سوې ده. د پلټنې له مخی په ۲۰ هیوادونو کي روغتیايي تاسیسات ویجاړ او یاهم زیانمن سوي دي. شاوخوا ۹۰ سلنه انسانان چي د استوگنو په سیمو کي زخمیان سوي دي، د ملکي کسانو په ډله کي راځي.
د هندیکپ په حواله چاودیدونکي وسلې په مختلفو ډولونو او اندازو سره موجودي دي: په هغو کي د هاوان مرمۍ، توغندي، د توپخانې مرمۍ، هوايي بمونه، جوړ سوي چاودېدونکي توکي، مځکني ماینونه او خوشه يي مهمات شاملیږي.
ویل کیږي چي د چاودیدونکو توکو د چاودني له امله په عملیاتي سیمو کي انسانان زخمیان او یا هم وژل کیږي، ودانۍ او زیربناوي ویجاړي او یاهم زیانمني کیږي. علاوه پردې هغه چاودیونکي توکي چي چاودل سوي نه دي، د کړکیچ تر ختمیدو پوري د ملکي کسانو ژوند گواښي.
د دغو معلوماتو له مخي د سې شنبې په ورځ په اوسلو کي د استوگنې په سیمو کي له چاودیدونکو وسلو څخه د استفادې د منع کولو د ارزونې په هکله یو کنفرانس جوړیږي. آلمان او ډیرو نورو هیوادونوپه ۲۰۲۲م کال کي پر دغې اعلامیې توافق کړی دی. تمه کیږي چي د ۸۶ هیوادونو استازي او مدني ټولنی به په دغه کنفرانس کي گډون وکړي. د مانیتور رپوټ د چاودیدونکو وسلو په هکله نړیوالې شبکې (INEW) له خوا جوړ سوی دی. د هندیکپ نړیوال سازمان د (INEW) غړی دی.
انځوریز رپوټ: د وسلو تر ټولو ستر تولیدونکي شرکتونه
هر کال په نړیواله کچه د وسلو په پلور کې زیاتوالی رامنځته کیږي. په نږدې ۲۰۰۰ میلیارده ډالرو سره، د وسلو د پلور ریکارډ په ۲۰۱۹م کال کې مات شو. په دې انځوریز رپوټ کې د نړۍ له تر ټولو سترو وسلو تولیدونکو شرکتونو سره آشنا شئ: انځور: Lee Jin-man/AP Photo/picture-alliance دغه امریکایي کمپنۍ د نړۍ د وسلو تر ټولو ستر تولیدونکی شرکت دی. د دې کمپنۍ ۸۹ سلنه عاید د وسلو د پلور له طریقه ترلاسه کیږي. د لاکهید مارتین شرکت اکثره تولیدات د هوا- فضاء په برخه کې دي. دغې کمپنۍ په ۲۰۱۹م کال کې تر ۵۳ میلیارده ډالرو د ډیرو پیسو وسلې پلورلي دي. انځور د لاکهید مارتین کمپنۍ تولید د امریکایي پوځ د اف ۳۵ جټ الوتکه.
انځور: Reuters بوئینګ د نړۍ د وسلو تولیدونکو په کتار کې دویم ځای نیولی دی. په ۲۰۱۹ م کال کې د دغې کمپنۍ ټول عاید ۷۶ میلیارده او ۵۰۰ میلیونه و چې ۴۴ سلنه یي د جنګي وسایلو د پلور له طریقه ترلاسه کړي دي.
انځور: Krzysztof Kaniewski/ZUMA Wire/picture alliance د نورثروپ ګرومن امریکايي کمپنۍ د جنګي تجهیزاتو د طرحې او تولید، جنګي الوتکو، کیښتیو، الوتکې لیږدونکي بیړیو، سپوږمکیو، رادار، د توغندیو دفاعي سیستم او نورو د تولید په برخه کې فعالیت کوي. په ۲۰۱۹ م کال کې دې کمپنۍ ۲۹ میلیارده ډالره یا ۸۶ سلنه د ټولو فروشاتو څخه د جنګي وسایلو د پلور له طریقه ترلاسه کړي دي.
انځور: Alan Radecki/U.S. Navy/Northrop Grumman via Getty Images د ریتیان Raytheon امریکایي کمپنۍ فروشات په ۲۰۱۹م کال کې ۸ سلنه زیات شوی و. د دې کمپنۍ ۸۵ سلنه عاید یعنې ۲۵ میلیارده ډالره یي د جنګي وسایلو له درکه ول. دغه کمپنۍ په نړۍ کې د رهبري کیدونکو توغندیو تر ټولو لوی تولیدونکی بلل کیږي.
انځور: Getty Images/AFP/T. Sloan دغه امریکایي شرکت چې هوایي یا فضایي صنایع تولیدوي د خپل عاید ۶۲ سلنه برخه چې څه باندې ۲۴ میلیارده او ۵۰۰ میلیونه ډالره کیږي د جنګي وسایلو د پلور له لارې ترلاسه کوي. جنرال داینامیکس د اف ۱۶ جنګي الوتکې (عکس کې) تولیدونکی شرکت دی.
انځور: picture-alliance/dpa/Wolfgang Mendorf آویک چینایي شرکت (Aviation industry Corporation) په چین کې د وسلو د تولید تر ټولو ستر شرکت دی. په ۲۰۱۹م کال کې د دې شرکت ۳۴ سلنه عاید یعنې ۲۲ میلیارده او ۵۰۰ میلیونه ډالره د جنګي وسایلو د پلور له طریقه ترلاسه شوي دي. آویک د الوتکو، بی پیلوټه الوتکو او هیلي کوپترونو تولیدونکی دی.
انځور: Shan He/dpa/picture alliance دغه بریتانوي شرکت په ۱۹۹۹م کال کې د «بریټش آیروسپيس» او «جي ای سي- ماکروني» شرکتونو له یوځای کیدو څخه رامنځته شو او له هغه وخت راهیسې د نړۍ د وسلو د تولید یو له تر ټولو لویو کمپنیو څخه شمیرل کیږي. د دې شرکت ۹۵ سلنه عاید یا ۲۲ میلیارده ډالره یي د جنګي وسایلو د پلور له طریقه وو. دغه کمپني د جنګي الوتکو لیږدونکو بیړیو، اوبتلونو په تولید او د اف ۳۵ او یورو فایټرر په جوړولو کې شراکت لري.
انځور: Getty Images/AFP/L. Parnaby دغه چینایي کمپنۍ په الکترونیک او رادار صنایعو په برخه کې فعالیت کوي او ۴۶ سلنه یا د ۱۵ میلیارده ډالرو معادل فروشات یي د نظامي وسایلو د پلور له طریقه ترلاسه کړي دي.
انځور: Dongxu Fang/Costfoto/picture alliance د نورینکو «Norinco» چينایي کمپنۍ چې یو له تولیداتو څخه یي ټانک دی په نړۍ کې د وسلو یو له لویو تولیدونکو څخه دی. دغه شرکت په ۲۰۱۹م کال کې د ۱۴ میلیارده او ۵۰۰ میلیونه ډالرو وسلې پلورلي دي. دا مقدار د دې کمپنۍ ۲۲ سلنه فروشات تشکیلوي.
انځور: Reuters/J. Lee دغه امریکایي کمپنۍ په ۲۰۱۹م کال کې د «ګروه هریس» او «ال ۳ ټکنولوژي» له ادغام څخه رامنځته شو او د نظامي مخابراتو په برخه کې، د شپې دوربین، د الکترونیکي قوماندې مرکزونو او نورو د تولید په برخه کې فعالیت کوي.۱۴ میلیارده ډالره یا ۷۷ سلنه له فروشاتو څخه یي د وسلو پورې اړه پيدا کوي.
انځور: Maurizio Gambarini/dpa/picture alliance دغې امریکایي کمپنۍ په ۲۰۱۹م کال کې تر ۱۳ میلیارده ډالرو د ډیرو پيسو وسلې پلورلي دي. خو دا د دغې کمپنۍ د فروشاتو یوازې ۱۷سلنه برخه تشکیلوي. یونایټډ ټکنولوژي په ۲۰۲۰م کال کې له ریتیان سره یوځای شو او اوس په نړۍ کې د وسلو د سترو تولیدونکو په کتار کې شمیرل کیږي.
انځور: picture-alliance/dpa د لئوناردو ایټالوي کمپنۍ د عاید ۷۲ سلنه برخه د وسلو د تولید له درکه ترلاسه کیږي. دغه کمپنۍ په کلني حساب تر ۱۱ میلیارده ډالرو د ډیرو پیسو وسلې صادروي. دغه کمپنۍ د یورو فایټر جنګي الوتکو په تولید کې هم برخه لري.
انځور: DW/Teri Schultz مسافربري الوتکې د ایرباس کمپنۍ د شهرت اصلي دلیل دی. خو د دې شرکت ۱۴ سلنه عاید د نظامي وسایلو د تولید له درکه ترلاسه کیږي. ایرباس تر ۱۱ میلیارده ډالرو ډیر نظامي محصولات خرڅوي، خو مجموعي فرشات یي ۷۹ میلیارده ډالره و. آلمان او فرانسه ۱۱ سلنه او هسپانیا ۴ سلنه په دې شرکت کې ونډه لري.
انځور: Hauke-Christian Dittrich/dpa/picture alliance د تالس فرانسوي کمپنۍ په اروپا کې د وسلو د تولید دریمه کمپنۍ ده. د دې کمپنۍ د اسهامو ۲۶ سلنه برخه د فرانسې د دولت په اختیار کې ده. دغه کمپنۍ په کلني حساب د ۹ میلیارده او ۵۰۰ میلیونه یورو په ارزښت وسلې خرڅوي چې دا د تالس کمپنۍ د مجموعي عاید ۴۶ سلنه برخه تشکیلوي.
انځور: Getty Images/AFP/E. Piermont د دغې روسي کمپنۍ ۹۸ سلنه محصولات وسلې تشکیلوي. «آلماز- آنتي» د فروشاتو له کمښت سره مخامخ شوی دی او د پوځي صنایعو په رده بندۍ کې درې درجې ښکته شوی دی. خو سره له دې هم دغې کمپنۍ په ۲۰۱۹م کال کې ۹ میلیارده یورو فروشات درلودل.
انځور: Imago/Itar-Tass د متحده اماراتو د «EDGE» شرکت د عربي هیوادونو لومړنی شرکت دی چې د نړۍ د وسلو د ۲۵ سترو تولیدونکو شرکتونو فهرست ته داخل شوی دی. د آلمان دوه شرکتونه د نړۍ د ۱۰۰ شرکتونو په لیست کې موجود دي. د راین متال شرکت د لئوپارد ټانک (انځور کې) جوړونکی، د نږدې ۴ میلیارده ډالرو په فروشاتو سره یو له دغو شرکتونو څخه دی.
انځور: Philipp Schulze/dpa/picture alliance
GP/NZ/AG