1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پمپئو: د کرونا ويروس د خپريدو منشاء د چين يو لابراتور دی

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۵, دوشنبه

د امريکا خارجه وزير وايي داسې شواهد شته چې ښيي د نوي کرونا ويروس د خپريدو منشاء، د چين په ووهان ښار يو لابراتور دی. دا په داسې حال کې ده چې د امريکا اطلاعاتي بنسټونو بيا دغه ادعا رد کړې چې دا ويروس دې په لاس جوړ شوی وي.

USA PK Mike Pompeo in Washington
انځور: Reuters/A. Harnik

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپئو د می په دريمه د اي بي سي تلويزيون سره په خبرو کې ادعا وکړه چې داسې شواهد يې موندلي چې د کرونا نوي ويروس، د چين د ووهان ښار له يوه لابراتوار څخه شيوع پيدا کړې ده او د دغې مسئلې د اثبات له پاره «ډير شواهد» شته.

هغه زياته کړه چې دا لومړی ځل ندی چی د چين په لابراتوارونو کې په کار کې د اختلال له امله، يو ويروس په نړۍ کې خپريږي. پومپئو د دغې موضوع د اثبات له پاره کوم شواهد وړاندې نه کړل.

د چين حکومت بيا وايي چې د کرونا ويروس په لومړي ځل د دسامبر مياشتې په وروستيو، په ووهان ښار کې د وحشي حيواناتو د خرڅلاو له يوه بازار څخه خپور شوی، چې په دغو حیواناتو کې احتمالا دغه ويروس د يو ډول شاه پرک له طريقه انسان ته انتقال شوی دی.

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ بيا په دې هکله د چين حکومت پر څرګندونو په کراتو شک ښکاره کړی دی. ترمپ، پکن د کرونا ويروس د خپريدو په هکله د حقيقت پر پټولو او د عامه افکارو پر ګمراه کولو باندې تورن کړی دی.

پمپئو د خپلې مرکې په يوه برخه کې وويل چې د نړۍ اکثره تحقيق کونکي په دې باور دي چې د کرونا ويروس د بشر پر لاس جوړ شوی او دی داسې دليل نه لري چې پر دغې نظريې باندې باور ونکړي.

د امريکا پر اطلاعاتي مرکزونو د څار ادارې تازه اعلان کړی دی چې لومړنۍ څيړنې ښيي چې د کرونا نوی ويروس په لاس جوړ شوی يا ژنيتيکي لاس کاري شوی ويروس نه دی، خو زياته کړې ده چې په دې برخه کې تحقيقات ادامه لري.

مايک پمپئو ويلي دي چې هغه دغه رپوټ هم ليدلی دی او داسې دلايل نه لري چې ورسره مخالفت وکړي. هغه په عين حال کې چين پر دې تورن کړ چې د کرونا د شيوع په اړه، د «پخواني کمونيستي هڅو» او د ناسم او تحريف شوو اطلاعاتو په خپرولو سره ټوله نړۍ يې په خطر کې اچولې ده.

د امريکا د جانز هاپکينز پوهنتون د دوشنبې ورځې (د می ۴مه) سهار رپوټ له مخې، په امريکا کې تر اوسه څه باندې یو ميليون او ۱۵۸ زره کسان په کرونا ويروس اخته شوي دي او شاوخوا ۶۷ زره او ۶۸۰ تنه د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د دوشنبې ورځې سهار ارقامو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس د مبتلایانو شمیر څه باندې درې نيم ميليونه او د مړو شمير يې ۲۴۷ زره او ۴۷۵ تنو ته رسيدلی دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب