1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پمپیو له ملا برادر سره د ویډیويي کنفرانس له لارې خبري کړي

۱۳۹۹ تیر ۱۰, سه‌شنبه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر سره د ویډیويي کنفرانس له لارې خبري کړي دي. دا خبري اترې په داسې حال کې ترسره شوي چې زلمی خليلزاد د سيمې د هېوادونو په سفر بوخت دی.

Katar US-Außenminister Mike Pompeo zur Unterzeichnung Abkommen mit Taliban
انځور: AFP/K. Jaafar

په دوحه کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي دي چې د دوی د سیاسي دفتر مشر د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر او ورسره مل هئیت سره په دغه ویډیویي کنفرانس کې «د دوحې د توافقنامې په تطبیق، له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو په وتلو، د بندیانو په خلاصون، د بین الافغاني مذاکراتو په پېل او د عملیاتو په کمښت بحث وشو.» د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په دې هکله کومه تبصره نه ده کړې.

دغه ویډیويي تماس په داسې وخت کې نیول کیږي چې د افغانستان د سولې له پاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سیمې د هیوادونو په سفر وتلی څو په دغه شوي تړون کې پرمختګ رامنځ ته شي. هغه د سه شنبې په ورځ په ازبکستان کې دی او په پام کې ده چې په همدې ورځ ناوخته او یا هم د چهارشنبې په ورځ اسلام آباد ته سفر وکړي. په پام کې ده چې هغه به دوحې ته هم سفر وکړي چیرې چې د طالبانو سیاسي دفتر دی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د کرونا ویروس د خطر له کبله به زلمی خلیلزاد کابل ته د سفر پر ځای له چارواکو سره د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې وکړي.

د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د تړون تطبیق یوې حساسې مرحلې ته رسیدلی دی چې انتظار کیږي طالبان او افغان چارواکي تر جګړې وروسته وخت له پاره د یوه چوکاټ پر سر خبرې وکړي چې په افغانستان کې جګړې ته د پای ټکی کیږدي او یاغیان د دغه هیواد سیاسي صحنې ته داخل کړي.

که چیرې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ تړون کې د بندیانو د آزادیدو په هکله تعین شوي شرایط د دواړو لورو پوره شي، په جولای میاشت کې د بین الافغاني مذاکراتو د پیلیدو اټکل کیږي. د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ په تړون کې د افغان حکومت له لوري د ۵۰۰۰ زره بندیانو او طالبانو له لوري د ۱۰۰۰ بندیانو د آزادیدو خبره شوې. حکومت تر اوسه شا او خوا ۳۵۰۰ بندیان آزاد کړي او طالبانو بیا ۷۰۰ بندیان.

اسوشیتد پریس د سهیل شاهین د ټویټ له قوله لیکلي چې ملا برادر د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې د افغان اردو له لوري د نویو پوستونو جوړولو له کبله شکایت کړی او پمپیو ویلي چې واشنګټن د تاوتریخوالي کمیدل غواړي.

یوه امریکایي چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط له یاد خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې په دغه ویډیویي کنفرانس کې پمپیو د طالبانو له لوري په افغانستان کې د نورو یاغي ډلو په ځانګړې توګه هغه ترهګرې ډلې چې متحده ایالات او متحدین یې ګواښي پر ضد د مبارزې له پاره د طالبانو د ژمنتیا پر ضرورت ټینګار وکړ. دغه اشاره زیاتره د داعش ډلې ته متوجه ده.

اسوشتید پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي د پمپيو او ملا برادر خبرې اترې په داسې وخت کې کیږي چې په واشنګټن کې په دې هکله بحثونه ادامه لري چې ولسمشر ترمپ ته د استخباراتو له خوا کله ویل شوي وو چې روسیې طالبانو ته په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو د وژلو له پاره انعام ورکاوه.

رپوټ زیاتوي چې ظاهرا په دغه ویډیویي کنفرانس کې دې تورونو ته اشاره نه ده شوې چې ځینې طالبانو په افغانستان کې د ناټو او امریکایي عسکرو د وژلو له پاره پېسې ترلاسه کړي دي.

په واشنګټن کې هغه استخباراتي رپوټ چې روسيې طالب وسله والو ته د متحده آيالاتو په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو د وژلو په بدل کې د انعام په توګه پيسې ورکولې، پر سر ناندرۍ ادامه لري. ترمپ ویلي دي چې له دغه ډول استخباراتو معلوماتو په هکله خبر نه دی ورکړی شوی، خو نیویارک ټایمز ورځپاڼي لیکلي دي چې ترمپ په جریان کې وو.

طالبانو له روسیې څخه د امریکایي ځواکونو د وژلو له پاره د پيسو د ترلاسه کولو رپوټونه رد کړي دي. اسوشیتد پرس خبري آژانس رپوټ ورکړی وو چې روسیې د ۲۰۱۹م کال په اوایلو کې طالبانو ته د پېسو په ورکولو پېل کړی، چې خلیلزاد په دې هڅه کې وو چې له طالبانو سره یوه توافق ته ورسیږي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل