1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنتاګون: اتومي جګړه به ګټونکی ونه لري

۱۴۰۱ اردیبهشت ۷, چهارشنبه

د امریکا د دفاع وزارت يا پنټاګون ویاند، جان کربي، د روسېې د بهرنيو چارو وزير د درېمې نړېوالې جګړې خبرداری او د اټومي جګړې احتمال د «خولې خبرې» وښودې. بريتانيا بیا د لاوروف څرګندوې «کاملاً بې معنی» توصیف کړي.

Deutschland Ramstein Air Base | PK Verteidigungsminister
انځور: Boris Roessler/dpa/picture alliance

د پنټاګون ویاند، جان کربي چې د امریکا متحده ايالاتو له دفاع وزیر سره د آلمان په رامشتاین هوايي اډه کې حضور درولود، سي ان ان شبکې سره په خبرو کې وويل چې «اتومي جګړه به ګټونکی ونه لري.»

هغه دغه خبرې د روسېې د بهرنيو چارو وزیر، سرګي لاوروف، د وروستیو څرګندونو په اړه چې په هغو کې ېې د اتومې جګړې خبرداری ورکړی، وکړې. د امریکا دفاع وزارت د لاوروف پر دغو څرګندونو نیوکه وکړه.

د روسېې د بهرنيو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ (د اپریل ۲۵مه) د روسېې تلويزیون سره په خبرو کې د درېمې نړيوالې جګړې رامنځ ته کيدل واقعي توصیف کړ او په اړه يې خبرداری ورکړ. هغه ناټو په اوکراین کې د روسېې پر ضد نيابتي جګړه باندې تورنه کړه.

خو د پنټاګون ویاند په رامشټاین اډه کې وويل چې د لاوروف خبرې درستې نه دي. هغه وويل: «په اوسنیو شرایطو کې دغه ډول څرګندونې مناسبې نه دي. څه شی چې اوسني شرایط ورته اړتیا لري، د پوتين له خوا د پیل شوې جګړې پاي ته رسول دي.»

د بریتانيا د دفاع وزیر مرستيال، جیمز هيپي هم د روسېې د بهرنيو چارو وزير خبرو ته په غبرګون کې هغه «کاملا بې معنی» توصیف کړي.

تیره ورځ په آلمان کې د امریکا متحده ایالاتو په یاده پوځي اډه کې «د اوکراين د دفاع» غونډه وه چې پکې د لوېديځو هیوادونو د دفاع وزيرانو له اوکراین سره د لا ډېرو تسلحياتو ژمنه وکړه.

د امريکا د دفاع وزیر لويد آستین، چې د غونډې مشري ېې کوله وويل چې هر هغه څه چې په توان کې لري ترسره به ېې کړي تر څو د اوکراین ټولې اړتیاوې د خپلې دفاع له پاره تامين شي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير د شمالي اتلانتيک تړون د ائتلاف غړو له خوا اوکراین ته د تسليحاتو ورکړه او دغه هیواد ته د ځواکونو استول «پر اور باندې د تيلو پاشلو» نوم ورکړ او وېلې دي چې په روسيه کې بهرني پوځیان به د مسکو «مشروع هدفونه» تلقي شي.

سرګې لاوروف د سه شنبې په ورځ په مسکو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي سره په کتنه کې هم پر لويديځ تور ولګاوه. هغه وويل چې لوېديځ د «یو قطبي نړۍ» رامنځ ته کیدو ته تمایلات لري.

له بل لوري د روسېې د ملي امنيت شورا رئيس، نيکلای پاتروشف، په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي دي چې د غرب د سياستونو نتیجه او د کیف حکومت کیدای شي د اوکراين پر تجزېې او پر څو هیوادونو د ويشلو سبب واقع شي.

پاتروشف د پوتین له نژدې کسانو څخه ګڼل کيږي. هغه له يوې دولتي ورځپاڼي سره په خبرو کې متحده ایالات تورن کړ چې په اوکراین کې د روسېې پر ضد د ملتپالو د تحریک او تقوېه کولو په لټه کې ده. هغه وويل: «نفرت هيڅکله نشي کولای په ملي یووالي کې د اعتماد وړ پر یو عامل باندې بدل شي.»

روسيه د اوکراین پر ضد خپله جګړه په دې پلمه توجیه کوي چې د کیف رهبري، «روسان» او «روسي ژبي» سرکوبه کوي.

دویچه ویله ف/م.ک.ص./ن.ز.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب