پنتاګون وايي چې د افغانستان جګړه د امریکايي مالیې ورکوونکو له پاره په کال کې ۴۵ میلیارده ډالر مصرف لري او زیاتوي چې د پای د څرک د نه معلومیدو په صورت کې به ممکن دغه مصرف د کلونو له پاره ادامه پیدا کړي.
انځور: picture-alliance/dpa/U.S. Army Pfc. Andrya Hill
اعلان
د امریکا د کانګرس استازي که له یوې خوا [په افغانستان] کې د بریا د وړاندوینې په هکله شکمن دي له بلې خوا هغوی د سه شنبې په ورځ د ترمپ د ادارې پر سیاست باندې هم انتقاد کړی دی. دا په داسې حال کې چې په افغانستان کې د امریکا جګړه خپل ۱۷ کال کې داخلیږي.
د افغانستان د دفاع وزارت په وروستیو کې اعلان وکړ چې اردو یې داسې عملیات تر سره کوي، چې یوه څلویښت کلنه اردو یې باید وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اردو له جوړیدو یوازې ۱۶ کاله تیریږي.
انځور: DW/S. Tanha
د افغانستان د اردو ځانګړو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې هم بریاوې لرلي دي. دغو ځواکونو د یاغیانو له منګولو څو وارې برمته شوي کسان آزاد کړي او د هغوی پټنځایونه یې له منځه وړي دي.
انځور: DW/S. Tanha
د افغانستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو د نوې ستراتیژۍ له مخې، د دغو ځواکونو یو ماموریت د طالبانو پر مخدره توکو بریدونه دي چې طالبان ترې د خپل جنګي لګښتونو د تأمین له پاره استفاده کوي.
انځور: DW/S. Tanha
د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت د تروریزم پر ضد عملیاتو کې په کراتو د افغان ځانګړو او کوماندو ځواکونو وړتیاوې ستایلي دي.
په کابل کې تر وروستیو خونړیو بریدونو وروسته د افغانستان ولسمشر ویلي دي چې له طالبانو به یې هغې غچ واخلي. د متحده ایالاتو ولسمشر هم ویلي چې له طالبانو سره خبرې نه کوي او د یاغیانو پر سرکوبولو یې ټینګار کړی دی. په دې ترتیب د افغانستان کوماندو ځواکونو د شپنیو عملیاتو له پاره خپل چمتووالی ډیر کړی دی. لیکوال، انځورونه: شعیب تنها