پنجشیر د لومړي ځل لپاره تر ځانمرګي برید لاندې راغی
۱۳۹۰ مهر ۲۳, شنبهطالبانو د برید پړه پر غاړه اخیستي ده. که د هغوۍ دغه ادعا سمه وي نو دا انديښنه رامنځ ته کوي چې اوس طالبانو د پنجشير په شان ارامه ولایتونو ته هم لاره موندلې ده. پنجشیر هیڅ کله هم د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې د هغوۍ تر کنترول لاندې نه وو راغلی.
تر دغه برید وروسته د افغان ځواکونو د وړتیاوو په اړه نوي پوښتنې رامنځ شوي دي ځکه چې پنجشیر د افغانستان له لومړيو سیمو څخه وو چې امنیت یې افغان ځواکونو ته وسپارل شو.
ځانمرګو برید کونکو د شنبي په ورځ «د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر د میاشتي ۱۵» وختي د افغانستان په نسبي آرامه ولایت پنجشیر کې پر«د ولایتي بیا رغوني دفتر» کړی دی.
افغانستان کې د ایساف د ځواکونو ویاند، کریستوفر پیویت، د پیښې پخلی وکړ او زیاته یې کړه چې په کې هیڅ یو بهرنی وګړی هم نه دی ژوبل شوی.
د پنجشیر د ولایت معاوین، عبدالرحمن کبیري، او د دغه ولایت د امنیې قوماندان هم د پیښي پخلی کړی او ویلي یې دي چې په برید کې څلو کسانو وڼده اخیستي وو.
د پنجشیر د ولایت د امنیې قوماندان، محمد قسیم جنګل باغ، ویلې دي چې په برید کې دوه موټرچلوونکي وژل شوي او دوه د ولایتي بیارغوني د دفتر ساتونکي ټپیان دي.
جنګل باغ زیاتوي چې برید کونکي څلور کسان ول چې یو کس یې په موټر کې سپور او درې نور یې پیاده ول:
«د پنجشیر ولایت د ولایتي بیا رغوني پر دفتر برید شوي چې په کې دوه موټر چلونکي وژل شوي او دوه د دفتر ساتونکي ټپیان دي.»
د پنجشیر ولایت د افغانستان له نسبتا ارامو ولایتونو څخه ده چې افغان ځواکونه یې امنیتي مسؤلیت پر غاړه لري.
رویترز، فرانس پرس/ مسعود جهش
کتونکی: احمد ولي اچکزی