«پنجشیر کې د نیږدې ۲ لکه ډالرو په ارزښت زمرد پلورل شوي»
۱۴۰۲ دی ۱۹, سهشنبهباختر دولتي اژانس چې د طالبانو تر ادارې لاندې فعالیت کوي، د پنجشیر د کانونو او پټرولیم وزارت د ریاست له قوله خبر ورکړی چې په پنجشیر ولایت کې یې د شاوخوا ۲ لکه امریکايي ډالرو په ارزښت زمرد پلورلي دي. دغه ریاست زیاته کړې چې یاد زمرد پر ملي سوداګرو پلورل شوي دي.
ویل شوي، دغه زمرود پنجشیر ولایت مقام کې د ازادې سیالۍ له لارې وپلورل شول. دطالبانو په ادارې کې د کانونو او پټرولیم وزارت د مالوماتو له مخې، تر دې دمه د تازه پلورل شويو زمردو په ګډون د پنجشیر له کانونو د څه باندې ۲،۲ میلیونه ډالرو په ارزښت څه باندې ۲۳ زره قیراطه زمرود پلورل شوي دي.
د دغې وزارت ویاند همایون افغان وايي، پنجشیر ولایت کې دقیمتې ډبرو ۱۶ سوه کانونه تثبیت شوي، چې تر اوسه یې له ډلې ۴۲۰ هغو ته د استخراج جوازونه ویشل شوي دي.
زیاته شوې چې دغو کانونو کې د پنجشیر ولایت شاوخوا لسو زرو کسانو ته کاري موکه برابره شوې ده. طالبان وايي، د پنجشیر د زمردو پلورلو کې د دوی ونډه لس سلنه ده. د طالبانو په څه باندې دوه کلنه واکمنۍ کې د پنجشیر د زمردو د کانونو په ګډون دافغانستان د کانونو په استخراج او پلور نیوکې هم کېږي.