پنيتا: نظر پوښتنه د افغانستان پر ستراتيژۍ اغيزه نه لري
۱۳۹۱ فروردین ۹, چهارشنبهپنیتا خبریالانو ته وویل: «موږ جگړه د نظر پوښتنو پر اساس نه شو پر مخ بیولای. که موږ دا کار وکړو نو له ډیرو ستونزو سر به مخامخ شو. موږ باید د هغي ستراتیژۍ له مخي کار وکړو چې ورباندي باور لرو چې موږ خپلو ټاکل شوو هدفونو ته رسوي.»
پنیتا زیاته کړه چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو اصلي هدف دا دئ چې ځان مطمئن کړي چې افغانستان یو ځل بیا د القاعدې او طالبانو له پاره په یو امن ځای نه بدلیږي:
«زموږ هدف دا دئ چي په افغانستان کي د لس کاله مخکي وخت يو وار بيا را نه شي.»
پنیتا وویل چې که څه هم افغانان او امریکایان دواړه له لس کلني جگړې څخه ستړي شوي دي خو د هغه په خبره امریکایان په دې پوهیږي چې ولي ئې عسکر په افغانستان کې په جگړه بوخت دي:
«موږ لس کاله جگړه وکړه. په دې کي هیڅ شک نه شته چې امریکا په هماغه اندازه جگړې ستړې کړې ده چې افغانان ئې ستړي کړي دي. خو پردې سربیره هم زه فکر کوم چې د امریکا خلک په دې پوهیږي چې ولي ئې هیواد په افغانستان کې پوځي ماموريت لري.»
نيويارک ټايمز ورځپاڼي د دوشنبې په ورځ يوه نظر پوښتنه خپره کړه چي له مخي ئې په امریکا کې د افغانستان له جگړې څخه د ملاتړ کچه ډیره را کښته سوې ده.
د دې نظر پوښتني له مخي په سلو کي ۶۹ امریکايانو ویلي دي چې امریکا باید په افغانستان کي پاته نه شي. دا په داسي حال کې ده چي شپږ میاشتي مخکي په سلو کي ۵۳ په دې نظر ول.
په امریکا کې د افغانستان له جگړې سره د ملاتړ د کمیدو سببونه په افغانستان کي د قرآن شریف د سوځیدو، د یوه امریکايي عسکر له خوا د ۱۷ تنو افغانانو وژل او د افغان سرتیرو له خوا د امریکایي پوځیانو وژل ښوول سوي دي.
پنیتا په اوتاوا کې له خپلو کاناډايي او مکسیکويي سیالانو سره ترلیدو وروسته دغه خبري خبریالانو ته کړي دي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل