1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنټاګون: القاعده ښايي افغانستان ته د بیرته ورګرځيدو هڅه وکړي

۱۴۰۰ شهریور ۱۸, پنجشنبه

د امریکا د دفاع وزير لوئيد آستين د پنجشنبې په ورځ وويل چې القاعده شبکه به هڅه وکړي چې له افغانستان څخه د امریکايي قواوو په وتلو سره بیرته افغانستان ته وروګرځي. القاعده پر امریکا د ۲۰۰۱م کال د بریدونه مسئوله پيژندل کیږي.

Kuwait | Lloyd Austin trifft Scheich Nawaf al-Ahmad al-Dschabir as-Sabah
انځور: US Department of Defense/AA/picture alliance

آستین دغه څرګندونې د فارس خليج هیوادونو ته د خپل څلور ورځني سفر پر مهال په کويټ ښار کې د خبریالانو يوې کوچنۍ ډله ته کړي. هغه وویل چې افغانستان ته د القاعده شبکې بیا ورګرځیدل کیدای شې د امریکا له پاره یو ګواښ وي او متحده ایالات يې د مخنیوي له پاره چمتووالی لري.

اشوشتید پريس له کويټ څخه ليکي چې آستين په دې اړه وويل: «په مجموع کې ټولنه د يو ډول نظارې کولو په حال کې ده چې وګوري څه به پيښيږي او دا چې آیا القاعده په افغانستان کې د بیا احیا کيدو توان لري او که نه.»

آستین وويل: «د القاعده شبکې او داعش ډلې طبيعت داسې دی چې دوی به هر وخت د ځان د بيا احیا له پاره د موقع موندلو هڅه وکړي، که هغه هر ځای وي. ولو که هغه په سومالیا او یا په يوه بلې غیرحکومتي سیمه کې وه. زه فکر کوم دغه سازمان طبیعت همداسې دی.»

طالبان په کابل کې تر شل کاله جګړې وروسته بیا په واک کېانځور: REUTERS

طالبانو پر افغانستان د خپلې واکمنۍ پر وخت له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱م کاله پورې، القاعدې ډلې ته په افغانستان کې ځای ورکړی وو. پر امريکا د ۲۰۰۱م کال تر تررويستي بریدونو وروسته امریکا له طالبانو وغوښتل چې د القاعده ډلې مشر وروسپاري، خو طالبانو له دغه کاره ډډه وکړه. په نتیجه کې امریکا پر افغانستان پوځي حمله وکړه او د طالبانو رژيم يې ړنګ کړ.

که څه هم په افغانستان کې د امریکا د شل کلن حضور او جګړه کې د القاعدې نفوذ په پراخه کچه له منځه ولاړ، خو د طالبانو له خوا د واک بیا ترلاسه کول په دې اړه پوښتنې راپورته کړي دي.

د امریکا دفاع وزیر په افغانستان کې د القاعده شبکې د بیا ژوندۍ کيدو په اړه انديښنو ته په اشارې وويل: «موږ طالبان دې ته متوجه کړي چې موږ له هغوی څخه دا تمه لرو چې اجازه ور نه کړي داسې څه پيښ شي.»

په فارس خلیج کې د امریکايي قواوو يو جنګۍ بيړۍانځور: Stephanie Contreras/U.S. Navy/AP Photo/picture alliance

طالب مشرانو د ۲۰۲۰م کال په فبروري کې د دونالد ترمپ حکومت سره په کړې هوکړه کې ژمنه کړې چې نور به له القاعده او نورو هغو افراطي شبکو څخه چې د امریکا له پاره ګواښ ګڼل کيږي، ملاتړ نه کوي.

خو امريکايي چارواکي په دې باور دي چې طالبان له القاعده شبکې او د خلیج د عربو هیوادونو په ګډون له ډيرو نورو هیوادونو سره اړیکي لري او اوس چې طالبان واک ته رسیدلي د القاعده شبکې د بیا نفوذ په اړه يې انديښنې زیاتې کړي دي. د دوی اندیښنه دا ده چې واک ته د طالبانو رسیدل به د دغو ډلو پر مخ د دروازو د پرانیستلو سبب وګرځي.

د امریکا د دفاع وزیر ډاډ ورکړ چې د امریکا پوځ د دې وړتیا لري چې د وضعیت څارنه وکړي. هغه وویل چې القاعده او نورې هغه افراطي ډلې چې د افغانستان له خاورې د امریکا د ملی امنیت له پاره ګواښ بلل کيږي په خليج او یا هم په نورو سیمو کې د امريکا د پوځي اډو او جنګي الوتکو په ذریعه نظارت کيږي. خو هغه په عین حال کې ومنله چې له دغو سیمو څخه پر حالاتو نظارت کول به څنګه چې د افغانستان له خاورې کيده، سخت وي.

آ/م.ک.ص./ن.ز.