1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
غذايي مصئونيت

پنځه ډوله خواړه چې نه باید په خالې معده وخوړل شي

۱۳۹۹ تیر ۱۳, جمعه

سباناری په درې وخته خوراک کې تر ټولو مهم دی چې د يوې ګټورې ورځ د پيل له پاره باید ترينه غافله نه شو. خو باید په دې وپوهيږو چې د سبا ناري په خوړو کې کوم مواد شامل وې او په خالې معده له څه ډول خوړو څخه ډډه وکړو.

Vegetarisches Frühstück
انځور: Haferkater/Solène Roussel

دغه سپارښتنه به مو ډير ځله د تغذې له کارپوهانو څخه اوريدلې وې چې سباناری د ورځني ژوند د خوړو تر ټولو مهم وخت دی. خو دغه سپارښتنه هغه وخت د اعتبار وړ وي چې د سباناري خواړه په پوره غور او پوهې سره غوره شوي وې. د خوراکي موادو ډير ډولونه شته چې باید په خالې معده ونه خوړل شي.

د کولمو ناروغيو کارپوه شتفان هيله يان، سپارښتنه کوي چې له پنځه ډوله خوړو څخه په خالي معدې کي پرهيز وکړئ.

۱ـ هغه شيرينۍ چي له خميرې څخه جوړ شوي وي

هغه خواږه لکه کيک، کلچې او نور چې په کې خمیره اچول شوې وې کيدای شي په خوړو سره يې معده دردې پيدا کړي. دغه خواږه خوراکي توکې د معدې او کلمو د تحریک او درد سبب کيږې او هم په معده کي باد پيدا کوي. ښه به داوې چې دغه ډول خواږه خوراکي توکې په سبا نارې کې نه بلکي د ورځې په اوږدو کي وخوړل شي.

 

۲ـ رومي بانجان

په رومیانو کي د سيستريک تيزاب شته، چې دا بیا په معده کي د تيزابو ډيريدلو سبب کيږې. په خالي نس د روميانو خوراک کيداي شی په معده کې دروندوالی، رفلاکس او یا درد پیدا کړې.

۳ـ مرکبات

مرکبات ( لکه ليمو، نارنج، مالټه) د ډيرو تيزابې خواصو په لرلو سره کولی شي د هاضمي د تحريک سبب شي. په خاصه توګه که څوک په معده کې التهاب ولرې. د دغو میوو تيزاب کولی شي د معدې ديوال د التهاب سبب شي. په سبا ناري کې تورو ميوو (گريپ فروت) پر ځای دې بيلا بیل توتان وخوړل شي.

۴ـ توره قهوه

په خالي نس د توري قهوې څښل د معدې د تیزابي کيدو سبب کيږي. دا چي په معده کي لا غذاي مواد نه وي د تیزابو ډيره ترشح کولې شي د معدې د زخم سبب شی. ښه دا ده چې قهوه له شيدو سره وڅښل شي. ځکه چې شيدې (الکلين) خاصیت لرې او په معده کې د تیزابو مخه نيسې.

۵ـ ګاز لرونکې مشروبات

په خالې معدې سره ګاز لرونکې څښاک کولای شي د غداي موادو په هضمولو کې سستوالی او په معده کې د ګډوډۍ سبب شي. په خاصه توګه په کوکاکولا کي د فاسفوریک تيزابو شتون يا د میوو ګازلرونکي مشروبات د خالي معدې له پاره زيان رسونکي دي.

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب