1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستبریتانیا

پنځو هېوادونو په اسیا کې پر سترو پوځي تمریناتو توافق کړی

۱۴۰۳ خرداد ۱۱, جمعه

استرالیا، بریتانیا، مالیزيا، نوي زيلاند او سینګاپور روان کال په سیمه کې د لا ډېرو پېچلو پوځي تمریناتو پر یو پلان توافق کړی دی. په دغو تمریناتو کې به د ډرونونه، د پنځم نسل جنګي الوتکې او کشفي الوتکې هم شاملې وي.

استرالیا ويلي چې په اف پي ډې اې پوځي تمریناتو کې به د دوی اف-۳۵ ګډې جنګي الوتکې برخې واخلي
استرالیا ويلي چې په اف پي ډې اې پوځي تمریناتو کې به د دوی اف-۳۵ ګډې جنګي الوتکې برخې واخليانځور: Getty Images/S. Barbour

د دغو ګډو پوځي تمریناتو خبر، د پنځه ځواکه دفاعي توافق (FPDA) غړو هېوادونو دفاع وزيرانو د جمعې په ورځ په سينګاپور کې د شنګریلا مذاکراتو په څنډه کې اعلان کړ. دغه پوځي توافق ۵۳ کاله مخته تاسیس شوی دی.

د استرالیا مرستیال صدراعظم او دفاع وزير ريچارد مارلیس، په دې هکله وويل: «موږ د خپلو وړتياو د لوړولو په حال کې یو چې له دې سره به د روان کال په آخر کې د بيرساما لیما پوځي تمریناتو ته ورځو چې پکې به د لومړي ځل له پاره د استرالیا اف-۳۵ ګډې جنګي الوتکې برخې واخلي.»

بېرساما لیما «پنځه واړه یو ځای» په مالايي ژبه کې د هغو پوځي تمریناتو نوم دی چې هر کال د دغو پنځو ځواکمنو هېوادونو له خوا ترسره کیږي. تېرکال دغه تمرینات په مالیزیا کې ترسره شول.

مارلیس، زیاته کړه چې د لا پېچلو تمریناتو اجرا کول د اف پي ډې اې په اجندا کې د اهدافو د لوړولو یوه بېلګه ده.

د نوي زيلاند دفاع وزیرې جودیت کولینز، وویل چې په دغو تمریناتو کې به د دوی یوه «پي-۸ پوزایدون» الوتکه اشتراک ولري. پي-۸ پوزایدون مخکښه امریکايي الوتکه ده چې د اوبتلونو د کشف او ګزمو کې ورڅخه استفاده کيږي. له دغو الوتکو نن ورځ په سيمه کې د چینايي اوبتلونو د ګزمو پر ضد مخ پر زیاتېدونکي توګه کار اخیستل کیږي.

سينګاپور په اندونیزیا کې د اوبتلونو مهمو کانالونو ته نژدې دی کوم چې د چین جنوبي سمندرګي د هند له سمندر سره نښلوي.

 خو د استرالیا مرستیال صدراعظم او دفاع وزیر وويل چې د اف پي ډې اې دغه پوځي تمرینات د «چين په ارتباط نه دي» بلکې دا «له يو بل سره زموږ د نژدې همکاریو د غوښتنې » په خاطر دي. د مالیزيا دفاع وزير محمد خالد نوردین، وويل چې په سږنیو پوځي تمریناتو کې به د نورو «غېر متعارف» اجسامو په ډله کې ډرونونه هم شامل وي.

په دې هکله د بریتانيا استازي پاول ویات، وويل چې هېواد ېې پلان لري چې په ۲۰۲۵ کې یوه الوتکې لېدونکې بېړې سیمې ته واستوي او دا چې دغه اقدام څنګه د اف پي ډې اې تمریناتو سره تنظیم شي بحثونه پرې شوي دي.

(Reuters)mks/bs

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم (27.01.2022 ):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب