آسترالیا کې د افغانستان د سفارت د ممکنه تړلو په هکله انديښنې
۱۴۰۴ آذر ۱۹, چهارشنبه
د آسترالیا د مهاجرو شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره، په کانبیرا کې د افغانستان د سفارت د تړل کیدو له پاره د آسترالیا د بهرنیو چارو او سوداگرۍ د وزارت له خوا د فشارونو په هکله دځوروونکو رپوټونو په هکله اندیښنه ښودلې ده.
نوموړې شورا په یوې اعلامیې کې د آسترالیا له حکومت څخه غوښتي دي چې دغه سفارت ونه تړل سي، که نه نو په آسترالیا کې به میشت افغانان پرته له قونسلي او ډیپلوماټیک ملاتړ پاته سي.
اړونده موضوع: آلمان: په بن قونسلگرۍ کې د طالبانو استازی د جنرال قونسل موقف نه لري
په دغه اعلامیې کې ویل سوي دي چې د افغانستان سفارت، قونسلي او ډیپلوماټیک مهم ملاتړ لکه د هوئیت د تأیید او زیږیدو د سند په شان ضروري اسناد وړاندي کوي چې د ویزې، کار او نورو فعالیتونو د ترلاسه کولو له پاره ډیر مهم دي.
د يادې اعلامیې له مخې، که د دغو قونسلي خدماتو د وړاندې کولو په تیره بیا د هوئیت د ثبیت له پاره کومه مرجع موجوده نه وي، ممکن د پناه غوښتنې، تابعیت او کورنیو د الحاق غوښتنلیکونو ته په رسیدگۍ کې ځنډ رامنځته سي.
په دغه لیک کې زیاته سوې چې د سفارت تړل کیدل خلک له گواښ سره مخامخ کوي او امکان لري افغانان په مستقیم ډول د طالبانو تر ادارې لاندې ادارو څخه د هؤیتي اسنادو غوښتلو ته مجبور سي. دغې شورا ویلي دي چې بله اندیښنه داده چې د افغانستان د سفارت تړل کیدل ښايي "له طالبانو سره قونسلګرۍ اړيکو ته د تمایل" د نښې په توگه تعبیر سي.
د آسترالیا د پناه غوښتونکو شورا ویلي دي چې د هغو کسانو له پاره چې د طالبانو له ځورونې او تعقیب له کبله له افغانستانه وتلي دي، د هغوی شخصي اسنادو او شواهدو ته د طالبانو هر ډول لاس رسی، د هغوی او د هغوی د کورنۍ امنیت له خطر سره مخامخ کوي.
د آسترالیا د بهرنیو چارو وزارت د احصایې له مخې، د ۲۰۲۳ م کال د جون د میاشتې په پای کې په افغانستان کې ۷۸ زره ۳۷۰ زیږیدلو افغانانو په آسترالیا کې ژوند کاوه چې په دغه هیواد کې د مهاجرو یوه تر ټولو لویه ټولنه جوړوي.
په ۲۰۲۱ م کال کې هم څه د پاسه ۲۶ زرو افغانانو ته د بشردوستۍ ویزې ورکړل سوې.
په آسترالیا کې د افغانستان سفارت تر اوسه په دې اړه په رسمي توگه څه نه دي ویلي. همدارنگه د آسترالیا حکومت هم په دې اړه کوم نظر نه دی څرگند کړی، خو ددغه هیواد رسنیو رپوټ ورکړی دی چې حکومت د افغانستان سفیر ته اشاره کړې ده چې د فبرورۍ له میاشتې وروسته یې ډیپلوماټیک باور لیک، نه نوی کیږي.
طالبانو د تیر میلادي کال د جولای پر دیرشمه اعلان وکړ چې پر اروپايي هیوادونو سربیره، په کاناډا او آسترالیا کې د افغانستان په سیاسي استازولیو کې ورکول سوي اسناد د هغوی د ادارو له خوا د منلو وړ نه دي.
په اوس وخت کې په هغو هیوادونو کې چې له طالبانو سره ډیپلوماټیکې اړیکې نه لري، د افغانستان سفارتونه یا بند دي او یا هم د پخواني حکومت له خوا گومارل سوو ډیپلوماټانو له خوا رهبري کیږي. روسیه تر اوسه یوازینی هیواد دی چې طالبان یې په رسمیت پیژندلي دي. د گاونډیو هیوادونو، سیمې او د خليج فارس د حوزې یو شمیر هیوادونو د طالبانو ډیپلوماټان منلي دي.