1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسترالیا

په آسترالیا کې وسله وال بریدگر په ۵۹ جرمونو تورن سو

گل غوټۍ پوپل | اسوشتیدپرس،رویترز، آلمانی خبري آژانس،فرانس پرس
۱۴۰۴ آذر ۲۶, چهارشنبه

د آسترالیا په بوندای ساحل کې د ډزو له دوو بریدکوونکو څخه یو یې چې ژوندی پاته دی، په ترهگرۍ او نورو جرمونو باندې تورن سوی دی. د یهودانو پر جشن دغه برید کې ۱۵ کسان ووژل سول.

د آسترالیا د برید  دوژل سوو قربانیانو له پاره د ویر مراسم
د آسترالیا په بوندای ساحل کې له دوو بریدکوونکو څخه یو یې په ترهگرۍ او نورو جرمونو تورن سوی دی.انځور: Flavio Brancaleone/AAP/IMAGO

د آسترالیا پولیسو د سې شنبې په ورځ وویل چې شکمن وسله وال کس د سدني په بوندای ساحل کې د یهودانو پرجشن د ترهگرۍ تورونو په گډون په ۵۹ فقره يي جرم په کولو تورن سوی دی.

نوید ا.* په دې تورن دی چې له خپل پلار سره یې یو ځای د یهودانو په جشن حنوکا کې حاضرو کسانو باندې ډزې وکړې. په دغه پیښه کې ۱۵ کسان ووژل سول او په لسونو نور زخمیان سول.

اړونده موضوع: آسترالیا له برید وروسته د وسلو د قانون پر سختولو غور کوي

نوید د امنیتي ځواکونو تر فیرونو لاندې راغی او زخمي سو او د سې شنبې په ورځ د کوما له حالت څخه راووت. پلار یې د پیښې په ځای کې ووژل سو.

تورونه څه دي؟

  •  ۱۵ فقرې قتل

  •  د ترهگري عمل ترسره کول

  •  د وژنې په ارادې سره یوه کس ته د زخمي کیدو یا سخت ځاني زیان رسولو ۴۰ مورده

  •  د سخت بدني زیان د رسولو په هدف .... د فیرونو کول

  •  د یوه منع سوي ترهگري سازمان د سمبول عمومي نمایش

  •  د زیان رسولو په هدف، د یوې ودانۍ په دننه یا هغې ته نیژدې د چاودیدونکو توکو ځای پرځای کول

د نیو ساوت ویلز د ایالت پولیسو په یوې بیانیې کې اعلان کړل: "لومړنۍ نښې نښانې د داعش له خوا هڅول سوي ترهگریز برید ته اشاره کوي."

شکمن بریدکوونکو د تیرې میاشتې ډېري ورځې د فیلیپین په جنوب، هغه سیمه کې چې د اسلامپالو په افراطي کولو مشهوره ده، تیرې کړې وې.

فیلیپین د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د «ترهگري روزنې» له پاره له دغه هیواد څخه د استفادې په هکله هیڅ کوم سند موجود نه دی.

د آسترالیا، فیلیپین او هند چارواکو ویلي دي چې بریدکوونکی پلار په اصل کې هندی و او د آسترالیا اقامه یې درلوده، په داسې حال کې چې زوی یې په آسترالیا کې زیږیدلی دی.

د دغه برید د قرباینانو له پاره د ښخولو لومړني مراسم

آسترالیا د ‍۱۵قربانیانو له پاره د ښخولو لومړني مراسم چې په دغه هیواد کې په تقریباً دریو لسیزو کې تر ټولو ناوړه ډله ایز برید کې وژل سوي دي، ترسره کړل.

لومړني مراسم له خباد- لوباویچ بوندای څخه د میرمن اِلی شلانگر له پاره ترسره سول. هغه په بوندای ساحل کې د یکشنبې د ورځې د حنوکا د جشن تنظیم کوونکې وه، هغه ځای چې برید پکښي ترسره سو.

د شلانگر پلار، خاخام یهورام اولمان وویل: «له پیښې وروسته، پرته له دې چې هرڅه واضح دي، زما تر ټولو لویه پښیماني داوه چې کاشکي مي وکولای سوای، اِلي ته ووایم چې هغه څومره پر موږ باندي گرانه ده، پر ما باندې څومره گرانه ده، له هغه کاره چې دا یې سرته رسوي، ستاینه کوو او څومره ورباندې ویاړو.»

اولمان له یهودانو وغوښتل چې له دغه برید سره سره، د بوندای له ساحل څخه له لیدلو او یا هم خپلو مذهبي جشنونو له لمانځلو څخه ونه بیریږي.

هغه وویل د بریدگر هدف داو چې هغوی وبیروي، خو نه یوازې به هغوی ته اجازه ورنکول سي چې پر دې کار بریالي سي، بلکي یهودي ټولنه به د دغه ډول بریدونو په وړاندې لاپسې لویه او قوي سي.

د نیو ساوت ویلز روغتیايي چارواکو وویل چې ۲۱ زخمیان لا په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي چې د پنځو کسانو حالت بحراني دی.

په نیو ساوت ویلز کې د وسلو د انتقال د  قانون سختوالی

دغه برید آسترالیا ته ټکان ورکړ او د یهودو ضد او افراطیت د زیاتیدو بیره یې نوره هم زیاته کړه.

د نیو ساوت ویلز صدراعظم کریس مینس، د یکشنبې په ورځ دغه برید یوه ترهگري پیښه اعلان کړه. د هغه په نتیجه کې، فدرالي او ایالتي پولیسو د ترهگرۍ پر ضد گډ عملیات پیل کړل.

مینس وویل چې راتلونکې اونۍ به پارلمان کې د وسلو او اعتراضونو په قوانینو کې د پراخو اصلاحاتو د تصویب په هدف یوه غونډه راوبولي.

هغه وویل:« موږ یوه ستره دنده په مخ کې لرو. دا یوه مهمه دنده ده. دا یو ستر مسؤلیت دی چې ټولنه سره متحده کړو. زه فکر کوم چې موږ یوه آرام او یوځای کیدو دوبي ته اړتیا لرو او نه تفرقې ته.»«

د آسترالیا صدراعظم انتوني البانیزې، ژمنه وکړه چې د یهودیت ضد د ریښې د له منځه وړلو له پاره به هر ډول لازم اقدامات ترسره کړي.

البانیزې خبریالانو ته وویل: «موږ به د یهودانو له ټولنې سره همکاري وکړو، موږ غواړو د یهودیت ضد چلند له خپلې ټولنې څخه له منځه یوسو.»

هغه د آسترالیا د ایالتونو او ټولنو له مشرانو سره «په ټول هیواد کې د وسلې د قوانینو د پیاوړي کیدو له پاره» موافقه وکړه.

*یاداشت: دویچه ویله د آلمان د مطبوعاتو له قانون سره سم، کوم چې د شکمنو یا قربانیانو د محرمیت د ساتنې پر اهمیت ټینگار کوي، په داسې قضیو کې د بشپړو نومونو له افشا کولو څخه ډډه کوي.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل