په آسترالیا کې ولې د په زرونو اوښانو د وژلو پريکړه شوې؟
۱۳۹۸ دی ۱۹, پنجشنبهد چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۰م کال د جنوري میاشتې پر ۸مه نیټه) په آسترالیا کې نخښه ویشتونکو د هوا له لارې په دې هیواد کې د اوښانو د رمو په ویشتلو او وژلو پیل وکړ.
د آسترالیا د جنوبي آیالتونو چارواکو ویلي دي چې د اوښانو «ډیرو سترو» رمو کلیوالي سیمو ته مخه کړې چې له کبله یې د اوبو او خوړو سرچینې له ګواښ سره مخ کړي دي.
د چارواکو په خبره دغو اوښانو زیربیناوې ویجاړې کړي او موټروانانو ته یې خطرونه پیښ کړي دي. د چارواکو په خبره دغو اوښانو د وچکالۍ له کبله د اوبو او وښو په لټه کې د اوسیدو سیمو ته مخه کړې ده چې له کبله یې دغه راز یوه اقدام شوی دی.
په آسترالیا کې د اوښانو دغه راز وژنه وروسته تر هغې ترسره کیږي چې دغه هیواد په ۲۰۱۹م کال کې تر ټولو شدیده وچکالي او ګرمي تیره کړه چې له کبله یې په دې هیواد کې پراخ ځنګلي اورونه هم لګیدلي دي.
شدیده وچکالي د دې سبب شوي چې په دې هیواد کې د اوبو سرچینې له کمښت سره مخ شي او له بل پلوه یې د اورونو په براختیا کې هم مرسته کړې ده.
د آسترالیا ځايي رسنیو رپوټ ورکړی دی چې د اوښانو د وژلو پنځه ورځنی پرواګرم به د دې هیواد په «آنانګو پیتان تاتارا یانکوني تارتارا» یا (آی. پي. وای) په سیمو کې پیل شي چې شاوخوا ۲۳۰۰ کسان پکې میشت دي.
د ځايي حکومت اجرايي کمیټي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د اوښانو رمې د اوبو په لټه کې دي او د سیمې ځايي اوسیدونکو ته یې ډيري ستونزي پيښي کړي دي او د چوپانانو ژوند یې له خطر سره مخامخ کړی دی.
د ځينو سرچینو په حواله، اوښان د لومړي ځل له پاره په ۱۹مه پیړۍ کې د بریتانویانو په لاس له هندوستان، افغانستان او منځني ختیځ څخه آسترالیا ته یوړل شول.
د ۱۸۴۰م کال څخه شاوخوا شپږ لسیزې وروسته، نژدې ۲۰ زره اوښان له هندوستان څخه آسترالیا ته وړل شوي دي. سربیره پر دې، ویل کیږي چې اوسمهال آسترالیا په ټوله نړۍ کې د وحشي یا ځنګلي اوښانو تر ټولو ډیر نفوس لري. چارواکي اټکل کوي چې په آسترالیا کې به ښايي تر یو میلیون ډیر وحشي اوښان موجود وي.
د چارواکو په خبره دغه اوښان د اوبو سرچینې بد بویه کوي او هره ورځ تر اوږدې فاصلي پورې د وښو په لټه کې وي چې د تګ پرمهال د ځايي اوسیدونکو زراعتي ځمکې هم له منځه وړي.
د آسترالیا عامه تلویزیوني شبکې (اې. بي. سي) په خپل رپوټ کې ویلي دي چې دغه څاروي د استوګني له سیمو څخه لیرې وژل کیږي او بیا یې جسدونه سوځول کیږي.