1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په آسيا کې د ډينگي ناروغي ډېره شوې ده

۱۳۹۸ مرداد ۱, سه‌شنبه

ډينگي چې د غوماشي له لارې انتقاليږي په ټوله نړۍ کې خپره ناروغي ده. په تېره بيا په آسيا کې په دغه ميکروب ډېر خلک ککړيږي. خو علت یې څه دی؟ دلته يو څو پوښتنو ته ځوابونه ويل شوي.

Stechmücke Tigermücke
انځور: picture-alliance/dpa/EFE/G. Amador

آیا خپريدل یې چټک شوي دي؟

هو! خو نه يوازې په آسيا کې. د روغتيا د نړيوال سازمان په حواله په تېرو۵۰ کلونو کې د ډينگي د پېښو شمير دیرش چنده زيات شوی دی. د اټکلونو پر اساس هر کال له ۵۰ تر ۱۰۰ ميلیونو انسانان د دې ناروغۍ په ميکروب ککړيږي. په تېره بيا په جنوب ختیځه آسيا، جنوبي امريکا، افريقا او استرليا کې. ځکه هلته اقليم او آب و هوا د «آيدس» په نوم د دغه غوماشي د ودې له پاره ډېره مناسبه ده.

دغه ماشي انسانان چیچي او په دې توگه د ډينگي ويروس له يوه انسان څخه بل ته انتقالوي.

ولي یې پېښې زياتې شوي؟

په هامبورگ کې د حاروي طب د بيرنهارد- نوخت موسسې څخه يوناس شمت – خناسيت وايي چې ډينگي ویروس ډير ژر خپريږي.  هغه زياته کړه چې زياتره وخت دا ناروغي لکه د ریزش او زکام په څېر آسانه تیره شي خو په ناوړه قضيو کې آن د مرگ سبب هم گرځي.

دا ناروغي په ځانگړي توگه هغه وخت ډېره خطرناکه تماميږي چې علامل یې په سمه توگه ښکاره نه شي، ناروغي ونه پيژندله شي او يا له نورو ميکروبي ناروغيو لکه ملاريا سره غلطه کړای شي. هغه وخت دا ويروس بيا په ډېره آسانۍ سره خپريږي.

خو د دې ناروغۍ پيژندل يا تشخيص هم ساده نه دی. په ملاريا کې تر مايکروسکوب لاندې يو څاڅکی وینه کتل بسنه کوي چې دغه ناروغي وپيژندله شي، خو د ډينگي ډېر کوچني ويروسونه يوازې د وينې د معاينې له لارې موندل کيدلی شي.

د ډينگي ویروس د اورښتونو په موسم کې او په ښاري سيمو کې ډېر په چټکۍ سره خپريږي. ځکه ماشي د ودې له پاره  لنده بل يا رطوبت خوښوي. څومره چې اوبه زياتې وي هومره ماشي هم زيات وي ځکه د ماشو د ودې له پاره د اوبو يو کوچنی ډنډونکی هم کفايت کوي. دغه ډول کوچني ډنډونکي په ښارونو کې ډېر وي.

د ډينگي ماشی د ملاريا برعکس د ورځې فعال وي چې دا یې د چټک خپريدو يو بل دليل دی.

د اقليم بدلون او نړيوال کیدل د ډينگي د خپريدو نور لاملونه دي. د الوتکو، کانتینري کښتيو، سيالانيانو او تجارتي سفرونو کې هم د ډينگي ویروس د نړۍ هرې برخې ته انتقاليږي. دا چې اقليم بدلون مومي نور ډېر داسې ځايونه چې مخکې پکښې هگيو وده نه شوه کولی اوس گرم او مرطوب شوي او ماشي پکښې ښه وده کولی شي. دا تمايل لا پسې قوي کيږي.

ولې په آسيا کې دا ويروس ډېر خپور دی؟ 

د دې يوه وجه داده چې د آسيا ویروسونه د خپلو امريکايي خپلوانو په پرتله زيات قوي دي. دويم دا چې په آسيا کې د دې ويروس څلور ډوله موجود دي. کله چې يو مريض په يوه ويروس اخته شي نو بدن ېې انتي بادي توليدوي څو یې بدن د ټول عمر له پاره د دغه ويروس څخه خوندي او مصئون شي. د هامبورگ د حاروي طب د موسسې څخه يوناس شمت- خناست وايي چې په زياتره قضيو کې لومړۍ ميکروبي ناروغي ډېره نه خطرناکه کيږي. خو کله چې ناروغ بيا وروسته د همدې ويروس په يوه بل ډول ککړشي نو ښايي ناروغي ېې ډېر خطرناک شکل خپل کړي.

د ډينگي واکسين شته؟

هو! د ډينگي واکسين شته خو ډېر لانجمن دي. د واکسين مواد دينگواژيه نوميږي. د دې واکسين د کارلو له پاره يو شرط موجود دی او هغه دا چې يوازې هغو انسانانو ته ورکول کيدلی شي چې يو وار په ډينگي ناروغه شوي وي. ځکه دا واکسين د هغو انسانانو له پاره چې هیڅکله په دغه تبه نه وو اخته شوي، د ډينگي پر نورو خطرناکو ډولونو د اخته کيدو خطر ډېر لوړوي.

فلېپين د نړۍ هغه لومړی هېواد دی چې دغه مواد یې کارولي دي. خو مړینې تر څو پېښو وروسته یې د روان کال په سر کې د دغه مواد پر واردولو، خرڅلاو او بازار موندنه دوامداره بندیز ولگاوه.

(bs/nz (Judith Hartl