1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

په آسیا جام کې د بنګله دیش بریا او د تمیم اقبال ټپي کیدل

۱۳۹۷ شهریور ۲۵, یکشنبه

د آسیا جام په لومړۍ لوبه کې بنګله دیش په لومړي سر کې د ستونزو با وجود د سریلانکا پر وړاندې بریا خپله کړه. په دې لوبه کې د بنګله دیش غښتلی لوبغاړی تمیم اقبال ټپي شو او ښايي ونه شي کولی په نورو لوبو کې ولوبیږي.

Sri Lanka | Cricket | Sri Lanka vs Bangladesh
انځور: picture-alliance/Zumapress/T. Basnayaka

د سپتمبر میاشتې په ۱۵ نیټه د آسیا جام سیالیو په لومړۍ لوبه کې بنګله دیش د سریلانکا پر وړاندې د لوبو ډګر ودانګل. بنګلدیش د لوبو په لومړیو توپونو کې خپل د سر دوه لوبغاړي له لاسه ورکړل او له لومړي سر څخه لوبه یو طرفه ښکاریده. خو د مشفق الرحیم ۱۴۴ منډې دا هر څه د بنګله دیش په ګټه تمام کړل.

د لوبې په لومړیو شیبو کې بنګله دیش هغه وخت نور هم له ستونزو سره مخ شو، کله چې د دوی تکړه لوبغاړی تمیم اقبال د سورنګا لکمال په توپ سخت ټپي شو او په دې ترتیب سره یې د مړوند هډوکي کسر وکړ او له لوبې پاتې شو. خو د حیرانتیا خبره دا ده چې د لوبې په ۴۷ اور کې کله چې بنګلدیش مستفيض الرحمن له لاسه ورکړ، ټپي شوی تمیم اقبال بیرته د لوبې ډګر ته راکوز شو. په دې وخت کې مشفق الرحمن لا هم نه وو سوځیدلی او په خبره یې د تمیم بیرته راتګ هغه ته روحیه ورکړه. په دې ترتیب سره بنګله دیش وکولی شول چې په ۴۹،۳ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره سریلانکا ته د ۲۶۱ منډو هدف وټاکي.

انځور: picture-alliance/Zumapress/T. Basnayaka

د دغه هدف د ترلاسه کولو له پاره سریلانکا لوبډله د لوبې ډګر ته راغله خو د توپ وهنې په لومړیو توپونو کې یې د سر خپل تکړه لوبغاړی منډیس له لاسه ورکړ. تر دې وروسته د سریلانکا لوبغاړي یو په بل پسې سوځیدل او د لوبې مسیر د بنګله دیش لوري ته د تغیير په حال کې وو. په پایله کې د سریلانکا ټوله لوبډله په ۳۵،۲ اورونو کې د ۱۲۴ منډو په ترلاسه کولو سره له ماتې سره مخ شوه.

په دې لوبه کې د سریلانکا له پاره ملینګا ښه توپ اچونه وکړه او په ۱۰ اورونو کې یې د یوازې ۲۳ منډو په ورکولو سره څلور بنګله دیشي لوبغاړي له مخې لیرې کړل. د بنګله دیش له لوري بیا تقریباً ټولو توپ اچونکو ښه توپ اچونه کړې چې پر مټ یې بنګله دیش دغه لوبه خپله کړه.

ټاکل شوې چې سریلانکا او بنګله دیش به خپلې راتلونکې لوبې په ترتیب سره د سپتمبر میاشتې په ۱۷ یعنې د راتلونکې دوشنبې په ورځ او د پنجشنبې په ورځ یعنې سپتمبر په ۲۰ نیټه له افغانستان سره ترسره کړي. دا چې تمیم اقبال په دې لوبه کې ټپي دی، نو ډیر ګمان کیږي چې له افغانستان سره به په لوبه کې ګډون ونه کړي او په دې توګه به بنګله دیش خپل یو غښتلی لوبغاړی له لاسه ورکړي.   

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب