1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په آسیا کې د کرونا ویروس د دوهمې څپې ویره په ډیریدو ده

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۱, یکشنبه

په داسې حال کې چې یو شمیرهیوادونو د کرونا ویروس له کبله په وضع شویو محدودیتونو کې د نرمښت اعلان کړی، په یو شمیر آسیايي هیوادونو کې د کرونا ویروس تازه پیښو د دې وبا د دوهمې څپې په هکله اندیښنې ډیرې کړي دي.

China Wuhan | Hubei verringert die Corona-Alarmstufe
انځور: Getty Images/AFP/Str.

د اروپا په ګډون د نړۍ یو شمیر هیوادونو د کرونا وبا له کبله د وضع شویو محدودیتونو په لیرې کولو پیل کړی دی چې له کبله یې روغتيايي کارپوهان د کرونا ویروس د مثبتو پیښو د ډیریدو خبرداری هم ورکوي. په چین، جنوبي کوریا او ایران کې د کرونا ویروس تازه پیښو اوس د دې ویره لا پسې ډیره کړې چې ګواکې آسیا به د کرونا ویروس د دوهمې څپې شاهد شي.

په هندوستان کې بیا چارواکو د پولیسو په لیکو کې هم د کرونا ویروس د مثبتو پیښو د ډیریدو خبر ورکړی دی. د هندوستان په غربي مهراشترا ایالت کې ۷۸۶ تنه د پولیسو چارواکي په کرونا ویروس اخته شوي چې له کبله یې تراوسه پورې ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هندوستان مهراشترا ایالت د کرونا وبا له کبله سخت ځپل شوی دی او د حکومتي ارقامو له مخې، د هندوستان د ټولو شاوخوا ۶۳ زره مثبتو پیښو له جملې څخه یې له ۳۰ فیصده نه ډیرې مثبتې پیښې د دې ایالت اړوند دي. د هند په پلازمینه نوي ډهلي کې هم په کرونا ویروس د شاوخوا ۷۰ تنو پولیس چارواکو د اخته کیدو پیښې تائید شوي دي.

چین چې څه موده وړاندې یې د کرونا وبا پر ضد د مبارزې د بریا خبره کړې وه، یو ځل بیا یې د کرونا تازه مثبتې پیښې ثبت کړي دي. د دې هیواد د چارواکو په خبره، د وهان په ښار کې له کوم ځایه چې د کرونا یا کوید ۱۹ ویروس د لومړي ځل له پاره خپور شو، د تیرې یوې میاشتې په ترڅ کې پکې د کرونا ویروس لومړنۍ مثبته پیښه ثبت شوې ده. بیجینګ نن د یکشنبې په ورځ په مجموعي ډول د کرونا ویروس د ۱۴ تازه پیښو د ثبتیدو خبر ورکړ.

پرچین سربیره جنوبي کوریا هم د کرونا ویروس د تازه پیښو د ثبتیدو خبر ورکړی دی. د یکشنبې په ورځ جنوبي کوریا د تیرې یوې میاشتې په ترڅ کې د کرونا ویروس د تر ټولو ډیرو مثبتو پیښو یعنې د ۳۴ تازه پیښو د ثبت خبر ورکړ. د تیرو لسو ورځو په ترڅ کې جنوبي کوریا صفر او یا هم د کرونا ویروس د ډیرو کمو مثبتو پیښو خبر ورکوو. تر اوسه پورې په دې هیواد کې په کرونا ویروس شاوخوا ۱۰۸۷۴ تنه اخته شوي دي چې له دې جملې څخه ۲۵۶ تنو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

بل لوري ته آلمان هم چې د کرونا اړوند محدودیتونه یې نرم کړي، د کرونا ویروس د انتقال د سرعت د ډیریدو خبر ورکړی دی. د شنبې په ورځ په آلمان کې ساینسپوهانو وویل چې په آلمان کې اوسمهال د کرونا ویروس د تکثر درجه ۱،۱ ته لوړه شوې ده. دا په دې معنی چې په دې هیواد کې په کرونا ویروس ککړ یو انسان ۱،۱ نور انسانان په دې ویروس اخته کوي.

زموږ له ارشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب